CRI Online

د ښکلی تبت اباد شی

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 16:02:06

د ٢٠١٣ کال د چين د ملي ولسي کانګرس په نوبتي کلنۍ غونډه کې چې تازه پای ته ورسيده، د تبت پلاوی بيا د کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی .د غونډې په موده کې زمونږ خبريال د تبت اومېدپه هکله له ځينو تبتي استازيو سره مرکې وکړې .

(اواز.............) همدا اوس مو د بېماچوځن له خوا ويل سوې سندره واورېده چې د چين د تبت له مو تو څخه راغلی ده او د تبت د من با قوم له خوا د يوې انتخاب شوې استازې په توګه د څه باندې اته زره تنو قومي وګړيو هيله پر غاړه ده .د ٢٩ کلنې بېماجوځن چې عمر يې له تبتي استازيو څخه ډېر کشر دی ،د پاملرنې وړ ده .په تبتي ژبه کې موتو د ګل معنی لري ، خو په دی سيمه کې جغرافيايي شرايط ډېر خراب دی ، نو ځکه بهر ته د موتو د تګ لور يعنی د جامو سړک او سمهال لاهم د ابادې په حال کی دی چې دا هم د سيمه ييزو وګړيو اوسنی ګډه هيله هم ده. هغې وويل (اواز.......) زما تبتي امېد دا دی چې هيله منه يم چې زمونږ موتو نور ښه پرمختګ ومومي چې له امله به يې په ترانسپورتي او اقتصادي برخو کې د تبت له نورو سيمو څخه واټن کم شي او سيمه ييز وګړي نور نيکمرغه ژوند اوسي.

څه باندې پنځوس کلنې ګه سنجوګا چې په مسلسلو کلونو کې د چين د ملي ولسي کانګرس د تبتي استازې په توګه انتخاب شوې ،د لاسا د ښاري سيمې له جين شيانګ تاما له کلي څخه راغلې ده چې د لاسا ښار او علاقه دارۍ کېدو د ابادې په برخه کې د نورو سيمو په پرتله وختی دی .هغې خبريال ته وويل چې خپل کلی د ښار او علاقه دارۍ کېدو په بهير کې ترميم او ښه شوی او د ډله ييز اقتصاد تر لارښوونې لاندې د بزګرانو عايدات تر زياتې اندازې پوری لوړ شوی چې د هر تن په سر عايد نژدی لس زره يوانو ته رسيدلی دی .سربېره پردی مرکزي حکومت هم د خلکو د استوګنې د پلان د پلي کولو لپاره څه باندې څلوېښت مليونه يوانه لګولی چې په پايله کې يې ډېر نوی کورونه حتی ويلا جوړ شوي دي.هغې وويل (اواز.........) په ژوند کې بدلونونه راغلي دي چې پخوا عام وګړي په ځمکني کورونو کې اوسېدل ، خو اوس نور کورونه حتی ويلا جوړ شوي دي .د استوګنې په سيمو کې په ونو د پوښل شويو سيمو مساحت په سلو کې پنځه دېرشو ته رسيدلی دی.د خلکو د ټولنيز ضمانت سيستم هم بشپړ شوی دی .ټولو عامو وګړيو د مستري بيمې په سيستم کې برخه درلوده چې له امله ښه ضمانت تر لاسه شوې دی.

هغې زياته کړه چې د لاسا ښار د هېواد د نورو سيمو په نسبت له ډېرې نيکمرغۍ څخه ډک يو ښار بلل کيږي او ښاريان د نور ښه ژوند د تر لاسه کولو لپاره ډېره هڅه کوي.

وانګ دوي چې د تبت له ژي کا جه څخه راغلی ، په غونډه کې د ګډون مخکی ډېر څېړنيز کارونه تر سره کړل .د ده رواني وړانديز يوه هيله ده چې په خپل ټاټوبی کې د جنوبي اسيا پرمخ د مالونو د ليږ راليږد سيمه جوړه شي او د دې سيمې د نهو سرحدي ولسواليو غوره والی په کارولو سره د سيمې د بهرنۍ سوداګرۍ سويه لوړه شي .هغه وويل (اواز.........)ژی کا ځه د جنوبي اسيا په لور يو مهم ځای بلل کيږي چې نهه سرحدي ولسوالۍ لري او له هند ، بهوتان او نيپال سره ګډه پوله لري . د تبت له پنځو ځمکني بندرونو څخه څلور بندرونه په دې سيمه کې پرته دي ، نو د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ په برخه کې زيات پرمختيايي امکانات شته دي . اوس مهال د سيمې د بهرنۍ سوداګرۍ عمومی اندازه او د کوچني اندازې سوداګرۍ کلنی پرمختيايي انډول له پنځلس سنلې څخه تر شل سلنې پوری دی .نو مونږ هيله لرو چې د مالونو د ليږ راليږد سيمه په چټکۍ سره جوړه شي .د خپلې تبتي امېدد يادونې په ترڅ کې هغه وويل (اواز.......) زما تبتي امېد له چيني امېد سره توپير نه لري چې هيله من يم چې خلک په نور ښه نيکمرغه ژوند اوسي او زمونږ د ښکلی تبت وساتل شي .

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای