CRI Online

په چين کې د زړو کسانو د زياتېدو له امله رامنځته شوې ستونزې

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 16:17:40

د چين د زړو کسانو په باب راپور چې د چين حکومت په وروستيو ورځو کې خپور شو، وايي د تېر کال تر پايه پوری په چين کې د هغو زړو کسانو شمېر چې عمرونه يې له شپېتو کلونو څخه زيات دي ، يو سل او څلور نوی مليونو تنو ته رسيدلی چې له دی جملې څخه نهه نوی مليونه تنه زاړه کسان يوازی اوسېږي .دغه مسئله د چين د ټولنې د پاملرنې وړ ده.

د چين د زړو کسانو د څېړنيز مرکز د پروفيسر مرستيال ګوو پينګ دی ته اشاره کړې چې اوس مهال د کورنۍ جوړښت بدلون ،د هستوګنې شرايطو ښه والی او د زړو کسانو د ساتنې اورګان کمزورتيا د يادو بوډاګان او بوډيو د زياتوالي سبب ګرځېدلی دی.هغه وويل (اواز...........) يوه خوا د هستوګنې د نظام د اصلاحاتو او د کورونو د بازاري کېدا د پرمختيا سره سره زياتېدونکي ځوانان د کورونو اخيستيلو توان چې په پايله کې له خپلو پلرونو او ميندو سره جلا ژوند کوي .بله خوا زياتره هغه زاړه کسان چې عمرونه يې له شپېتو کلونو څخه تر نهه شپېتو کلونو پوری دي ، هم غواړي چې په خپله اوسېږي ، ځکه د ژوند عادت يې له خپلو اولادونو سره توپير لری .

له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری د چين په ښارونو او ښارګوټو کې د همدغو زړو کسانو شمېر لس برخه ونيوله چې له دی جملی څخه که څه هم په کليوالو سيمو کې د پرمختيا انډول يې ورو شوی خو شمېر يې لاهم د زياتوالی په حال کی دی .همدغه زاړه کسان په چين کې د ټولنې د زوړوالي د توجه وړ ځانګړتيا ده چې پرمخ يې مسئله دا ده چې ددوي د ژوند، احساساتو او امنيت اړتياوې نه شی پوره کېداي .

د ځينو کارپوهانو په أند دوديز اطاعت په چين کې د زړو کسانو د پالنې او ساتنې اړتياوې نشی پوره کېدای . د زړو کسانو زياتوالی د يوې ټولنيزې مسئلې په توګه بلل کيږي، نو بايد د دی مسئلې د حل لپاره د ګردې ټولنې ځواکونه وکارول شي .دا رېښتيا ده چې د تېر کال په پای کې د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د زړو کسانو د حقونو او ګټو د ضمانت قانون تعديل نامه تصويب کړه چې له مخې يې د کورنۍ غړي بايد د زړو کسانو روحي اړتياوو ته پاملرنه ور کړي او بايد هميشه ددوي د ليدلو کتلو او حال احول پوښتنه وکړي .

ښاغلي ګوو پينګ وويل چې په قانون کې ددې مادې ليکل ډېر ښه لارښوونکی اهميت لري ، خو د دی ترڅنګ بايد د دغې مادې د عملی کولو لپاره اړوند تدبيرونه او تګلارې جوړ شي .هغه وويل (اواز........) اړوند تدبيرونه او تګلارې بايد جوړ شي د بېلګې په توګه اقتصادي تدابير.اوس مهال مخابراتي وسيلې مخکښې دي .نو ځکه که څه هم ځوانان له خپلو کورونو څخه په ليری پرتو سيمو کې کار يا ژوند کوي ،لاهم بايد کله نا کله په دغو وسيلو د دوي د حال احوال پوښتنه وکړي .خو که غواړي چې هيمشه د خپلو زړو کسانو حال اخول پوښتنه وکړي ، بايد د حکومت ملاتړ تر لاسه کړي يعنی حکومت بايد اړونده تګلاره غوره کړي.

د لويديزو هېوادونو په نسبت د چين زاړه کسان له خپلو اولادونو سره لا نژدې اړيکې لري او روحي اړتياوې يې هم ډېرې دي ، نو ځکه هغه زاړه کسان چې خپل اولادونه په نورو ځايونو کې کار کوي يا اوسيږي، يوازيتوب احساسوي.ښاغلي ګوو پينګ وويل چې همدغه زاړه کسان کولی شي چې په ټولنيزو فعاليتونو کې د ګډون او د خپلې علاقې د پېدا کولو له لاری خپل خپګان ليری کړي.هغه وويل (اواز............) د دغو زړو کسانو لپاره په ټولنيزو فعاليتونو کې برخه اخيستنه ډېره مهمه ده .دوی کولی شي چې د استوګنې سيمې په خيريه فعاليتونو حتی په ځينو داوطلبانه فعاليتونو کې ګډون وکړي .سربېره پردی دوی هم د خپلې علاقې سره سم په اړوندو فعاليتونو کې برخه اخيستې شي .د دی ترڅنګ حکومتي څانګې بايد تر خپلې وسې پوری د زړو کسانو لپاره د فعاليتونو تر سره کولو ځايونه او خدمتي تاسيسات برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای