CRI Online

په چين کې پنځه سوه او پنځوس مليونه تنه د سږۍ ناروغۍ په ميکروب اخته شوي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 16:35:10

د مارچ په ٢٤مه نېټه د سږي ناروغۍ د مخنيوي له اتلسمې نړيوالې ورخې سره برابره وه .د يوې شمېرنې له مخې په نړۍ کې له دريو تنو څخه يو تن په دغه خطرناک ميکروب اخته شوی چې له امله يې هر کال يو مليون او څلور لکه تنه وګړي مړه کيږي.د داسې هېواد په توګه چې د سږي ناروغان يې ډېر دي، د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنترول په برخه کې له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی .

هر کال په چين کې پنځوس زره تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه کيږي يعنی په هر لسو دقيقو کې يو تن له دنيا څخه ځي .د روغتيا د نړيوال سازمان د اټکل له مخی هر کال په چين کې په دغې ناروغۍ د نويو اخته وګړيو شمېر يو مليونو ته رسيږی چې دا د چين حکومت په غاړه ډېر دروند بار بلل کېږي .د چين د ناروغيو د کنټرول مرکز د سږي ناروغۍ د مخنيوي او کنترول څانګې مرستيال چن مينګ تينګ وويل چې په چين کې پنځه سوه او پنځوس مليونه تنه د سږي ناروغۍ په ميکروب اخته دي چې له دې جملې څخه نژدې په سلو کې لس برخه يې د ناروغۍ نښه ښکاري.هغه وويل (اواز................) په بدن کې د سږي ناروغۍ ميکروب د پټېدو وخت شلګونو کلونو ته رسيږي . رېښتيا ده چې زيات روغ وګړي په دغه ميکروب اخته شوي دي ، .نو څوک له ناروغۍ څخه مصونيت کمزور وي ، په دغه ناروغۍ اخته کېږي او نورو ته خپرېږي .

په چين کې په وړيا توګه په دغه ناروغۍ د اخته وګړيو د تشخيص او درملرنې تګلاره غوره کيږي چې له امله يې په تېرو شلو کلونو کې د مړه شويو ناروغانو شمېر په سلو کې اتيا ټيټ شوی او په دې ناروغۍ د اخته وګړيو شمېر هم نيمه برخه کمه شوې ده .خو د سږي ناروغۍ مخنيوی او کنترول لاهم له زياتو نويو ننګونو سره مخامخ دی . ښاغلي چن مينګ تينګ وويل چې اوس مهال په دی برخه کې د ګرځندو مزدورانو لپاره ددې ناروغۍ د مخنيوي او کنترول حالت د انديښنې وړ دی .هغه وويل (اواز.........) ګرځنده مزدوران له دې امله چې په ډله ييزه توګه اوسيږي ، د کار شدت يې ډېرې سخت او د ژوند شرايط يې خراب دي ،په اسانه توګه په يادې ناروغۍ اخته کيږي .سربېره پردی دغه ناروغی په مترو او ښاري اسپنيزو لارو کې هم ژر خپرېږي چې هره ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وي ،نو.په دی وجه د سږي ناروغۍ مخنيوی او وقايه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.سربېره پر دی که د ناروغانو د درملنې بهير معياري نه وی ، نو ددې ناروغۍ ميکروب په اسانه توګه له درملو سره د مقابلې توان ولري .د رسمي اټکل له مخی په چين کې په سږي ناروغۍ اخته کسان نژدی يو لک او شل زره تنه وی چې شمېر يې په نړۍ کې لومړنی مقام نيسی.د بېجينګ د سږي ناروغۍ د مخينوي او وقايې انستيتيوټ پروفيسر تو ده هوا وويل (اواز...........) د نامعياري درملنې له امله د سږي ناروغۍ ميکروب بدلېږي چې په پايله کې اغيزمن درملونه ددې ميکروب پر ضد هېڅ رول نه لري او له درملو سره مقابله لرونکی سږي ناروغی مروجه کيږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د راپور له مخی په دغې نوې ډول سږي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د زياتېدو په حال کی دی .

د دغه حالت په وړاندی ښاغلي چن مينګ تينګ دی ته اشاره کړې چې د سږي ناروغۍ د مخنيوي او وقايې مهم ټکی د ساري سرچينې کنترول دی .د هر تن په وړاندی د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ډېر ښه تدبير د بدني روزنې پياوړتيا ده .د دی ترڅنګ بايد کله نا کله کړکۍ خلاصيږي او لاسونه دې ومينځي .سربېره پردی که د سږي ناروغۍ نښه وموندل شي، ناروغان بايد ژر ترژره روغتون ته وليږل شي .

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای