CRI Online

چين ته د هندد بانګالور د ام بي ای زده کوونکو پلاوي سفر

cri     (GMT+08:00) 2013-04-01 17:23:16

 

src="mms://media.chinaradio.cn/pushtu/20130401wgr.mp3" type="video/x-ms-wmv"

width="285" height="44">

يوه چيني اصطلاح ده چې وايي يو ځل ليدل تر سلو ځلو اوريدلو ښه دي. د هند د بانګالور د اتحاد نومي پوهنتون يوو لس زده کوونکي په چين کې د يوې اوونۍ لپاره د سفر له امله پر دغه چيني اصطلاح ښه پوه شول،له دې نه مخکې دوی يوازې د کتابونو له لارې د چين په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو اوس دوی چين له نژدې ليدلی او احساس يې کړی دی.

نوموړي يوولس تنه زده کوونکي د هند د اتحاد نومي پوهنتون کې د ٢٠١٢ کال د صنعت او سوداګرۍ د ادارې تخصص په هکله د بستري درجې په ګټلو بوخت دي . چين ته روان سفر د دی پوهنتون لخوا جوړشوی يو پلان دی او د زده کړې موضوع يې وه چين د اقتصاد د چتګ پرمختګ په حال کې . بېجينګ او شانګهای دغه دوه عصري ښارونه د روان سفر دوه هدفونه دي. څو تنه زده کوونکو د سي ار ای له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې په خوشاليو سره داسې وويل:

(( پخوا مې په کتابونو کې چين لوستلی او د چين د يوان ، مينګ امپراطوري دورو په تاريخ او لوی ديوال مې ښه پېژندلي دي . دغه راز په دې خبر يو چې د چين مشهور راهب هونګ سان د بوديزم د مقدسو کتابونو د اخيستلو لپاره هند ته سفر کړی و. کله چې پوهنتون کې شامل شوم، د چين د پرمختګ په اړه ډېر درسونه مې زده کړي دي. اورېدلي مې دي چې په چين کې څه باندې ٣٠٠٠ پوهنتونونه شته، دا پر ما باندې ژوره خاطره پاتې شوې ده. دغه راز ځينی فلمونه او تليويزيوني پروګرامونه د چين او هند ترمنځ له اړيکو سره تړاو لري، نو غواړم چين له نژدی وګورم.))

اوس دغه هندي زده کوونکي چې دارشن رودري نومېږي ، وويل ، چې له شانګهای او بېجينګ نه ليدنې وروسته يې پيدا کړی چې په خپلو سترګو ليدلي واقعيتونه له کتابونو څخه د ترلاسه شويو مالوماتو په پرتله لاپه زړه پوری او رښتيني دي. زده کوونکی بنانديني وويل چې هغه شانګهای ښار خوښوي.

(( يوه شپه کې مو په شانګهای کې د ختيځ له لوی برج څخه ليدنه وکړه او د برج په لوړپوړ کې ټول شانګهاي ښار کتلی شی. د شپې منظره ډېره ښکلی ده. موږ هم د بېړۍ په وسيله د هوانګ پو سيند سيل وکړ. که څه هم شپه وه، خو ټولنيز نظم ښه او منظم دی ، زموږ د پلاوي هر تن ددې سفر لوړه ستاينه کوي.))

په بېجينګ کې له ليدو وړ ځايونو او لرغونی اثارو پرته زده کوونکي د بېجينګ ځانګړي خوراکونه هم ډېر خوښوي، په تيره بيا د بېجينګ د هيلۍ کباب ډېر خوندور دی .

د دغو يوولسو زده کوونکو مورنی پوهنتون د هند انتحاد نومي پوهنتون په ٢٠١٢ کال کې د بېجينګ د علومو او انجنيرۍ له پوهنتون سره د ښوونيزې همکارۍ تړون لاسليک کړ. د زده کوونکی درشان رودري په قول اوس د هند او چين د پوهنتونونو ترمنځ همکارۍ لازياتې شوي دي.

(( اوس ډېر هندي زده کوونکي د زده کړې لپاره چين ته راغلي. دغه راز ډېر چيني پروفيسران هم د ښوونيزې همکارۍ لپاره هند ته تللي يا چيني زده کوونکي د زده کړې لپاره هند ته تللي دي.))

چين ته د روان سفر په موده کې زده کوونکي هم د موټر توليدولو تصدۍ د Shanghai Volkswagen له توليدی څانګې ، په شانګهاي کې د هند د ملي بانک له فرعی بانک او داسې نورو يونيټونو او تصديو نه ليدنې کتنې وکړې چې له امله يې زده کوونکو چين لا ښه پېژندلی دی.

د روان سفر په پای کې ځينی زده کوونکي حتی غواړي چې وروسته په چين کې کار وکړي ، ويناي جيورج ، ديرشان رودري او بنانديني درې زده کوونکي په چين کې د دوی راتلونکي پلانونه داسې معرفی کړل.

((په پوهنتون کې مو له درسونو او روان سفر نه د چين د پرمختګ په اړه زيات معلومات ترلاسه کړي دي ، د چين کلتور ، په چين کې د سوداګرۍ کولو په اړه معلومات هم . اوس چين په نړۍ کې چتګ پرمختګ ساتلی دی، دلته ډېر لوی سوداګران راغونډ شوي، موږ هم غواړو د عالي زده کړې له بشپړيدو وروسته هم دلته راشو او خپلې چارې خلاصې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای