CRI Online

له يان تای ښار سره د يو بلغاريايي کارپوه ځانګړي احساسات

cri     (GMT+08:00) 2013-04-01 17:21:30


د چين په يان تای ښار کې بلغارياوي پوه بلاګاف(کيڼ)

د ٢٠١٢ کال د ديسمبر په ٥ مه نېټه د بلغاريا کرنې پوه ، د چين د يان تای ښار د کرنې علومو انسټيټيوټ مشر استانا بلاګاف او نورو ١٩ تنو بهرنيو کارپوهانو د چين د خلکو په لوی تالار کې د بهرنيو کارپوهانو د استازيو په غونډه کې چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ پکې حاضر و ، ګډون وکړ او پکې يې د څلورو جايزه اخيستونکو استازيو په نمايندګۍ يوه وينا هم وکړه. لږه موده مخکې خبريال د يان تای ښار د کرنې علومو په انسټيټوټ کې له پروفسراستانا بلاګاف سره مرکه وکړه . د نوموړې غونډې د يادونې په ترڅ کې د ٦٦ کلن پروفسر استانا بلاګاف په څيره لاهم ډېره خوشالي ښکاريده.

(( کله چې د خلکو لوی تالار ته ورسيدم، خبر يم چې ښاغلي شي جين پينګ به له ما سره وګوري، دغه راز ما ته يوه دنده راکړه شوه چې په غونډه کې يوه وينا وکړم . ښاغلي شي جين پينګ ډېر مهربان مشر او د يو عام وګړي په شان دی. کله چې هغه ته مې ويلي چې زه د شان دونګ ولايت له يان تای نه راغلم، هغه ماته د رضايت په دود مسکا راکړه، کله چې وينا مې ختمه شوه، ما ته يې وويل چې له تاسو نه مننه کوم چې زموږ د هيواد لپاره دې نه ستومانه کيدونکي کوششونه کړي دي.

بلاګاف وويل، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي شي جين پينګ سره د خبرو اترو لپاره يې لږڅه شوق احساس کړ. د تېروتنو د مخنيوي لپاره يې د خپلې وينا عمده ټکي په دريو کوچنيو کارتونو کې وليکل او په خبرواترو کې يې د دغو ټکو له مخې په يان دای ښار کې د مېوه لرونکو ونو د روزلو په هکله کارونه معرفي کړل . شي جين پينګ په وينا کې هيله څرګنده کړه چې د لاښه جنس مېوه لرونکو ونو د روزلو لپاره له چين سره مرسته وکړي څو چې دغه غوره جنس ميوې او نور زيات ډوله کرنيز توکي نړيوالو بازارونو ته ووځي.

بلاګاف د مڼې،ګيلاس او داسې نورو مېوه لرونکو ونو د روزلو څلويښت کاله تجربې لری او مشهور کارپوه دی .د ١٢ کلونو راهيسې يې بيلابيلې جايزې ګټلې دي.

د تېر کال په اپريل کې بلاګاف په بلغاريا کې ترتقاعد وروسته په رسمي توګه د يان تای ښاروالي خوا وګمارل شو او د يان تای د کرنې علوموله انسټيټيوټ سره يې د دريو کلونو په همکاري پيل وکړ. د ياد انسټيتيوت چيني کارپوه سونګ لای چينګ چې د نهو مياشتو لپاره له بلاګاف ګډکار کړی وو، داسې وويل:

(( په دريو کلونو کې مو د مڼې، ګيلاس او داسې نورو مېوه لرونکو ونو د نيالګيو اخيستلو او پيونډولو په شمول نهو برخو کې علمي همکاري کړي ده. اوس کلي دنده د يو ډول نوي تخنيک پلټنه ده چې له لارې به يې د ونې د غوړېدو وخت وځنډيږي، که بريالی شي، د مڼو توليدي اندازه به ډېره زياته شي.))

بلاګاف په ١٢ کلونو کې ١٥ ځله چين ته راغي. هرځل يې يان تای ښار ته لاړ، هغه به کليو ته تله او د مېوې ونو بزګرانو ته يې تخنيکې لارښوونه برابروله . د لسو کلونو راهيسې، د غوره جنس مڼې د روزلو لپاره به نوی تخنيک خپل شی. هغه دغه راز هم غوره جنس مڼې ته ښکلی نوم ونوماوه.

(( موږ د چين او بلغاريا مڼو د نيالګيو د پيونډولو يو نوی جنس روزلی دی. چې نوم يې سيانا دی چې په بلغاريايي ژبه کې تلفظ يې چاينا ته ور ته دی،په راتلونکي کال کې به دغه نوی جنس مڼه د پوهنې د ملکيت حق وګټي.))

يان تای په چين کې د مڼو لومړی لويه توليدی اډه ده چې هلته د مڼو کلنی توليدی اندازه څو مليونه ټنو ته رسيږي. بلاګاف وويل، چې حکومت اړونده ملاتړکوونکې تګلاره طرحه کړې ده، ټول بزګران او کارپوهان د مڼو بازار د پراخولو لپاره هڅه کوي. بلاګاف دغه راز هم وويل، په يان تای کې د بلغاريا په شان د مېوو او سبزيو توليدولو لپاره مناسب اقليمي شرايط شته چې د ده د پلټنې لپاره غوره زمينه برابره شوې ده. برسيره پردې، د ښاغلي بلاګاف په وينا يان تای ښار د چين ترټولو ښکلی ښار او دده دوهم ټاټوبی هم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای