CRI Online

له چيني ژبې سره د يوه جرمنی ښوونکي ځانګړي احساسات

cri     (GMT+08:00) 2013-04-01 17:22:53

ګرانو اوريدونکو، په وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د چيني ژبې زده کړې توده څپه پورته شوې ده. په نننی خپرونه کې به تاسو ته يوه جرمنی ښوونکې چې په جرمنی کې چيني ژبه ورزده کوي، دروپېژنم. دغه ښوونکې لې دان نومېږي او د جرمني په شمالي ويستفالين د دورتمند ښار په يوه منځنی ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده په غاړه لري.

په يوه ورځ کې د سي ار ای خبريال د جيسچويستر په نامه د منځني ښوونځي په دوولسم تولګي کې د چيني ژبې لوست درس واوريده چې محتويات يې د ګمارلو اعلامونو سره اړه لري. جرمنی ښوونکې په روانه چيني ژبه زده کوونکو ته درس ورکوي. دغه ښوونکې کريستين نيدر نومېږي او چيني نوم يې لې دان دی، هغې د تېرې پېړۍ له اتمې لسيزې نه د چيني ژبې په زده کولو پيل وکړ.

د نهمې لسيزې په پيل کې يې د چين د خلکو په پوهنتون کې دوه کلن زده کړه کړې او بيا يې بېرته جرمنی ته ستنه شوه او په جرمني کې يې داکترۍ وګټله. ولی هغې په لومړی وخت کې د چيني ژبې په زده کړه پيل وکړ؟ دې داسې وويل:

(( د منځني ښوونځي د دوهمې دورې زده کړې له بشپړيدو وروسته مې په يو کتابپلورنځي کې د يوې مودې لپاره کار کړی و.په هغه وخت کې ډېرو جرمنيانو له اسيا سره په تېره بيا د چين له فلسفې سره علاقه درلوده ، خو زما په اند که څوک د ژبې له امله د چين د مشهورو فيلسوفانو اثارو د لوستلو توان و نه لری ،نو د چين په فلسفې به پوره نه شي پوهېدلای. نو بايد ترهرڅه لومړی چيني ژبه زده کړه وکړي. يوبل لامل يې دا دی چی په هغه وخت کې يعنی د اتمې لسيزې په پای کې ډېرې جرمني تصدۍ د چين بازارونو ته متوجه وې ، نو و مې غوښتل چې په دې اړه لازيات معلومات تر لاسه کړم.))

په ٢٠٠٥ کال کې د چيني ژبې او چيني کلتور سره د علاقې له امله د ډاکترۍ تر ګټلو و وروسته لې دان په يوه منځني ښوونځي کې د ښوونکې په توګه وګمارله شوه. په هغه وخت کې د جرمني په ډېرو منځنيو ښوونځيو کې چيني ژبه د دوهمې انتخابي بهرني ژبې په توګه نه وه ټاکل شوې.خو د لې دان ښوونځي مشر غوښتي چې د ايالت ښوونيزې ادارې ته غوښتن ليک وړاندې کړي چې چيني ژبه د دوهمې انتخابي بهرنۍ ژبې په توګه وټاکل شي. نو لې دان د دې له مشر په همکارۍ سره غوښتن پاڼه وليکه. ځکه چې که چيني ژبه د دوهمې انتخابي بهرنۍ ژبې په توګه وټاکل شي، نو هغه زده کوونکي چې دغه ژبه يې انتخابه کړې ، بايد د منځني ښوونکي د کانکور په ازموينه کې د چيني ژبې په ازموينه کې ګډون وکړي، که بريالي نه شي، د کانکور ازموينه به اغېزمنه شي چې دا به په پوهنتون کې پر داخلېدو اغېزه ولري. لې دان په دې اړه داسې وويل:

(( زه لومړی ددوي پلرونو او ميندو ته ويلي چې چيني ژبه ګرانه نه ده، زموږ د ښوونيزو لارو چارو له برکته زده کوونکي ورو ورو په چيني ژبه لوستلی او ليکلای شي.))

په ٢٠٠٦ کال کې ځايي ښوونېيزې ادارې نوموړي غوښتن پاڼه ومنله چې په دې توګه چيني ژبه د لې دان ښوونځي د انتخابي دوهمې بهرنۍ ژبې په توګه وټاکل شوه. د پنځو شپږو کلونو راپدې خوا، د دی ښوونځي په څه باندې يو زر څلور سوه زده کوونکو کې نژدې څلورو سوو زده کوونکو چيني ژبه د دوهمې انتخابي بهرنۍ ژبې په توګه زده کړه کوي. په راتلونکي کې د چيني ژبې د ښوونې په اړه لې دان وويل:

(( زما په اند په راتلونکي کې هم بايد په جرمني کې لازيات زده کوونکي چيني ژبه زده کړه وکړي، ماشومان د چيني ژبې د تلفظ کولو په برخه کې غوره والی لری او په عين وخت کې ، ډېر پلرونه او ميندې له چين سره اړيکې لري يا په چين کې کار کوي، نو زما په اند دغه پرمختګ ته بايد لااهميت ورکړي شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای