CRI Online

بهرنيو خبري رسنيو د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2013-04-01 17:22:53

د چين د ترټولو لوړ پورې ارګان يعنې د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه تازه پای ورسيده. ځکه چې په روانو غونډو کې به د چين د نوي مشرتابه او نوې دورې حکومت رامنځته شي ، نو نژدې يو زر بهرني خبريالانو دغو غونډو ته په خپلو خپرونو کې ډېر پاملرنه ورکړې چې له لارې يې د چين د راتلونکو تګلارو په اړه بحثونه کړي او له دې امله پر نړۍ باندې ممکنه اغېزې پکې ارزولي.

د هسپانيا د ټودې ورځپاڼې خبريال ادوردو فيرنانديز وويل:

(( موږ د چين د حکومت نويو مشرانو په تېره بيا د چين د دولت نوي رئيس ټاکنې ته په خبرونو کې ډېره پاملرنه کوو، دغه راز د چين ټولنې ځيني تودو موضوعاتو ته هم .

د کامرون د ملي راډيو خبريال الېن اديني وويل:

((چين د افريقايي هيوادونو لپاره په ډېرو ساحو کې لارښوونکی رول لري. موږ دلته راځو او غواړو چې د چين د نوي مشرتابه ټاکنه او په چين کې بدلونونه له نژدې وګورو.))

د جي او يي کمپنۍ خبريال مايک داسې وويل:

(( د چاپيريال ساتنې او داسې نورو مسئلو ته پاملرنه کوي، غواړم چې په دغو برخو کې د چين د نوي حکومت د تګلارو په اړه معلومات ترلاسه کړم ،مثلأ څنګه د هوا پاکې ساتنې کيفيت او د وګړيو د ژوندانه حالت لوړ کړي.

نه يوازې د اقتصادي پرمختګ ،د چاپيريال ساتنې، يا د ډيپلوماتيکو تګلارو د اصلاحاتوپه هکله د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٥ مه نېټه د ملي ولسي کانګرس ته د حکومت کاري رپورټ د خپرولو په ترڅ کې په بيلابيلو برخو کې ځوابونه ورکړي دي.

ون جيا باو وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د پرمختګ بهير له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی، د چين حکومت د نړيوال پولي بحران سره اغېزمنه مقابله کړې، د اقتصاد ثابت او نسبتأ چټک پرمختګ ساتلی دی. دغه راز د خلکو د ژوندانه سويه او د ټولنيز ضمانت سويه يې هم لوړه کړې ده.

په رپورټ کې صدراعظم ون جيا باود سږکال د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ موخو په هکله وويلې د کورنيو توليدي ارزښت به ٧.٥٪ وي. دا د مسلسلو دوو کلونو لپاره چين د خپل پرمختيايي سرعت اټکل ټيټ کړی دی. په چين کې د فرانسې د لي پوينټ روځپاڼې لومړی خبريال کارولين پول په اند ، دا په دې معنا ده ،چې چين به د اقتصادي پرمختګ شکل بدل کړي ، دغه راز به هم د کورنيو اړتياوو د پراخولو لپاره هڅه وکړي. هغه وويل:

(( که څه هم د پولي بحران په وړاندې د چين بهرنی تجارت پرمختګ ساتلی ، خو چين لاهم د اقتصادي پرمختګ سرعت د وروکيدو له امله اغېزمن شوی دی. صدراعظم ون جيا باو په رپورټ کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کورنيو اړتياوو پرمختګ تل کمزور دی، په تېره بيا د اضافي توليداتو ستونزه لاهم موجوده ده. دا مسئله د چين لپاره د ډېرې پاملرنې وړ ده.

ون جيا باو په رپورټ کې وړانديز وکړ چې نوی حکومت دې د خلکو د ژوندانه ښه والي ته لومړيتوب ورکړي ، د ټولنې ابادي دې پياوړې کړي. دغه راز چاپيريال دې ښه وساتي . د لاټيني اژانس خبريال ساحې ايټايو په دې اړه داسې وويل:

((که څه هم د چاپيريال مسئلې حل، وختونو ته اړتيا لري، خو زه غواړم په دې هکله د چين تګلارې وپېژنم. اوس په ډېرو لاټيني هيوادونو کې هم چاپيريال د ککړتيا ستونزه جدې ده، زه دې ته پام لرم چې د چين حکومت د چاپيريال ساتنې په هڅه کې دی.

په وروستيو ورځو کې ، د چين د ملي ولسي کانګرس نژدې درې زره استازي د صدراعظم ون جيا باو د دغه رپورټ په ارزولو بوخت دي، دوی به وروسته په سږکال کې د چين د حکومت د سياسي ادارې موخې وټاکي، د حکومت د پلان رپورټ ، د بودجې رپورټ او د د چين عالي ولسي محکمې او څارنوالي کاري رپورټونه به وارزول شي. دغه راز دوی به هم د دولتي شورا د ارګانونو اصلاحاتو او د دندو بدلون پلان وسنجوي او د چين نوی دولت رئيس به وټاکي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای