CRI Online

يوه کلتوري ميراث ساتونکي

cri     (GMT+08:00) 2013-04-10 14:54:01

 د ٢٠١٣ کال د پسرلني اختر د رسېدو په مخکني سهار کې هره کورنۍ د دروازې په دواړو خواوو باندې په سرو کاغذونو باندي ليکل شويو طرمارونو په نصبولو ،د پټاټيو سوځولو او د جياو جي نومي د عنعنوي خوراکونو په پخولو بوخته وه.خو ښاغلي سون بو يان يوازنی د خپلې اتلې ګاليا د يادونې لپاره د سيوي فن هه ښار د سولې په نامه پارک ته ورغلی و.

دېرش کاله دمخه ښاغلي سون د ښاري تاريخ په دفتر کې کار کاوه، او يوه ورځ هغه په يوه سند کې يوه ستره نښه کشف کړه .هغه وويل : ما د کورنيو چارو څانګې لخوا په وړاندی شوي سند کې دا جمله ولوستله چې د ١٩٤٥ کال په اګيست کې سوي فن هه ښار د ځايي وګړي جانګ هوان شين د دورګې لور په همکارۍ د شوروي اتحاد د سره پوځ لخوا ازاد شو ، ګمان مې کاوه چې په دې تاريخي پېښه کې به حتما يوه ښکلۍ کيسه پټه وي. .

له هغې ورځې څخه ښاغلي سون ټينګ هوډ درلود چې هرو مرو به د يادې کيسې د اصلي بڼې د څرګندولو لپاره هڅه وکړي او ورپسې يې د ښار د ټولو تاريخي سندونو په لوستلو لاس پوری کړ ، خو هېڅ پايله يې و نه موندله . خو بختوره خبره خو دا ده چې په پاي کې د ده له کوښښونو له برکته د ښاغلي جانګ هوان شين وراره جانګ سو لي پيدا شو چې پخوا يې د کاکا جانګ هوان شين په کورکی پنځلس کلونه اوسېده او د خپلې مشرې خور ګا ليا کيسې په باب لږ څه معلومات لري.

د جانګ سو لي په قول د ١٩٤٥ کال د اګيست په نهمه نېټه شوروي پوځ د سوي فن هه ښاري سيمه ونيوله او د پاتي شويو جاپاني سرتيريو د له منځه وړلو لپاره يې له ټولو اوسيدونکيو څخه وغوښتل چې د خپلو نومونو د ثبتولو لپاره لنډمهالي قوماندانۍ ته لاړ شي .په دی وجه ګاليا له نورو کورنيو غړو سره يو ځای د همدي کال د اګيست په يوولسمه نېټه مازيدګر په دوو بجو هلته نومونه ثبت کړل. هغه زياته کړه،(اواز........) په همدې ورځ په قوماندانۍ کې د نومونو ثبتولو په مهال ګا ليا ته هغه دنده ورکړه شوه چې له جاپاني پوځ سره خبرې اترې وکړي،ځکه چې هغه ښه جاپاني ژبه ويلی شوه.

ور پسې ١٦ کلن جانګ سو لي هم د خپلې مشرې خور په شان د يوه ژباړونکي په توګه د شوروي پوځ له خوا وګمارل شو او په دی بهير کې يې هغه خبر اخيستی چې خپله مشره خور له جاپاني پوځ سره د خبرو اترو په ترڅ کې د دوی له خوا ځاي پرځاي ووژل شوه ، خو مړی يې نه و پيدا شوی .

تر جګړې وروسته جانګ سو لي لا هم له نورو کورنيو غړو سره د خپلې خور مړی د لټولو لپاره ډېره هڅه وکړه او دده مېرمن په تصادفي له خپل همکار څخه هغه خبر واورېد چې شوروي افسر فيدورچيکو لاهم ژوندی دی چې جاپاني پوځ ته د تسليم نصيحت کولو لپاره يې د ګا ليا مشري وکړه.

د ګا ليا د وژنې د حقيقت د پلټنې لپاره د ٢٠٠٤ کال په اګيست کې ښاغلي سون په روسيه کې د فيدورچيکو کور پيدا کړ ، خو فيدورچيکو په ١٩٨١ کال کې مړ شو .د ده مېرمن اکافييا ښاغلي سون ته وويل : زما ميړه هميشه ګا ليا يادوله او د هغې کيسه يې کوله: ګا ليا د سپين بيرغ په اوچتولو سره د جاپان پوځي کمپ ته ورسيده او جاپاني پوځ ته يې قناعت ور کړ چې شوروي پوځ ته تسليم شي .په پاي کې ګا ليا يوازنی جاپاني کمپ ته ننوتله او درې ساعته خبرې اترې يې وکړې،خو خبرې ناکامې شوې او ګاليا هم د جاپاني سرتيري له خوا ووژل شوه.

د سون بو يا د نه ستومانه کېدونکي کوښښونو له امله د ګا ليا په باب دغه غمجنه کيسه چې نيمه پيړۍ کې پټه وه ، روښانه شوه او ښاغلي سون هم اغيزمن شو .نو و يې غوښتل چې د اتلې ګا ليا لپاره يوه ميسي مجسمه جوړه کړي .هغه وويل : د پلان جوړولو مخکې مې د لومړنې کچې مجسمې په توګه دغه ښاري مجسمه وټاکله او پرېکړه مې وکړه چې د يادې مجسمې د جوړولو دنده د روسيې د ليبين هنري پوهنځي ته ورکړي چې په نړۍ کې د څلورو لويو هنري پوهنځيو څخه يو دی . خو په سوي فن هه ښار کې له دغه پوهنځي سره اړيکې لرونکي کس نه دی پيدا شوی ،نو په روسيه کې د چيني سفارت او زده کوونکيو او په چين کې د روسي سفارت له لاری مې پنځوس شپېته برېښناليکونه ليږلي دي.

د څو اړخيزو کوښښونو په رڼا کې له ياد پوهنځي سره اړيکی ټينګې شوې .د پوهنځي ادارې په نظر دغه کيسه تاريخي اهميت لری ، نو پرېکړه يې کړې چې د پوهنځي مشر په ګډون درېو مشهورو مجسمه جوړونکو ته ددې مجسمې د طرحې کولو دنده وليږي کړي.د مجسمې د ډيزاين په ترڅ کې ښاغلي سون هم د ولسمشر پوتين په عنوان يو پيغام کې غوښتنه وکړه چې د يادګاري مجسمې لپاره ليکنه وليکي.هغه وويل : زما په لايحه کې چې د ٢٠٠٤ کال په مارچ کې جوړه شوې، د دغې مجسمې لپاره د ولسمشر پوتين ليکنه د يوې ډېرې مهمې برخې په توګه بلل کېده. د سيوي فن هه ټولو ښاريانو په استازيتوب مې دغه پيغام د همدی کال د مارچ په ١٣مه نېټه په مستقيمه توګه له پوستي ادارې څخه د روسيې جمهوري ماڼۍ ته وليږه.

ښاغلي سون په خپل پيغام کې داسی ليکلي : له تاسو جلالتماب څخه د دغې مجسمې د ليکنې غوښتنه زمونږ ګډه هيله ده او د چين او روسيې د خلکو د سوله ييزو چارو درناوی هم بلل کيږي چې دا به د تل لپاره چينايان او روسان وهڅوي.دغه ليکنه هم د چين او روسيې د دولتي کال په نامه فعاليت کې د دواړو هېوادونو سرحدي خلکو ته ځانګړی پاملرنه هم ده او د چين او روسيې ترمنځ د دوستۍ او نړيوالې سولې تاريخي شاهد هم ګڼل کيږي .

تر هغه وروسته ښاغلي سون دری ځله د ولسمشر پوتين په عنوان پيغامونه ليږلي او د ٢٠٠٧ کال د می په مياشت کې يې ښه زيری راغلی دی.هغه وويل

د همدی کال د مې په ١٤مه نېټه د ولسمشر پوتين پيغام لومړی د روسيې د مطبوعاتي ادارې له لارې نړۍ ته خپور شو او ور پسې د روسيې بېلا بېلو ويب پاڼو هم دغه خبر ور کړ .دا لومړنی ځل دی چې د مجسمې جوړولو په نړيوال تاريخ کې يوه بهرني مشر په خاص ډول د يوې مجسمې لپاره يو پيغام او ليکنه ليکلې ده .دا هم د چين او روسيې د دوستۍ په لاره کې يو غټ څلی هم دی .

د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په نهمه نېټه د ګا ليا مجسمه چې د چين او روسيې ترمنځ د دوستۍ شاهد دی ، د سيوي فن هه د سولې نومی په پارک کې ودرول شوه چې جګوالی يې دوولس متره او وزن يې څلور ټنه دي .

له شلو کلونو راهيسې د ښاغلي سون بو يان د ټينګ هوډ له برکته نوموړی تاريخ بيا راښکاره شو.اوس مهال ښاغلي سون هم د زړې ښاري سيمې او ودانيو د ساتلو او د تاريخي سندونو د راغونډولو او د کلتوري ميراثونو د ژغورلو لپاره ډېره هڅه کوي .هغه وويل چې هغه به په مداومه توګه په دغه سرحدي ښار کې د کلتوري ميراثونو د يوه ساتونکي په حيث دنده پلی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای