CRI Online

په راتلونکيو پنځو کلونو کې به د سيلانۍ لپاره نورو هېوادونو ته د تلونکيو چينايانو شمېر له اوو سوه مليونو تنو څخه زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2013-04-22 16:00:16

د چين د سيلانۍ د څېړنيز انستيټيوټ مشر دای بين د اپريل په نهمه نېټه وويل چې د اټکل له مخې په راتلونکيو پنځو کلونو کې به د سيلانۍ لپاره نورو هېوادونو او سيمو ته د تلونکيو چينايانو شمېر له اوو سوو مليونو تنو څخه زيات شي چې تر ٢٠١٥ کاله پوری دغه کلنی شمېر له يو سل مليونو تنو څخه واوړل شي .سيلانی د چينايانو د ژوند د يوې مهمې برخې په توګه ګڼل کيږي.د دی ترڅنګ هغه هم وړانديز وکړ چې له نورو هېوادونو او سيمو څخه د ليدنې په ترڅ کې د چيني سيلانيانو حقونه او ګټې بايد وساتل شي .

ښاغلي دای بين د ٢٠١٣ کال په لومړنې څلورمه کې د ګرځندويه اقتصاد په هکله يوه غونډه کې چې د چين د ياد انسټيټيوټ له خوا جوړ شوی ، نوموړې څرګندونې وکړې.هغه زياته کړه (اواز...........) تېر کال نورو هېوادونو ته د تلوونکيو چيني سيلانيانو شمېر دری اتيا مليونه او يو لک او اتيا زره تنه و.که دغه شمېر وساتي شي ، نو په راتلونکيو پنځو کلونو کې به دغه شمېر له څلورسوه مليونو څخه واوړل شي .زمونږ د اټکل له مخې تر ٢٠١٥ کاله پوری هر کال نورو هېوادونو ته د ګرځندويه چينايانو شمېر له يو سل مليونو تنو څخه زيات شي.دا ښکاريږي چې سيلانی د چيني خلکو يوه مهمه برخه ګرځېدلی ده.

د سيلاني د نړيوال سازمان د ٢٠١٢ کال د شمېرنې له مخې تېر کال په نورو هېوادونو کې د ګرځندويه چينايانو مصرفي ارزښت له يو سل او دوه مليارډ امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې له امله يې لومړنی مقام نيولی دی .دای بين وويل چې چين هغه هېواد ګرځېدلی چې سيلانيز لګښت يې ډېر دی چې د نړيوال سيلانيز اقتصاد د پرمختګ لپاره خدمتي انډول په سلو کې ١٣ ته رسيدلی دی .د يو لړ شمېرنو له مخې د چين سيلانيز اقتصاد له دولتي اقتصاد سره يو ځای د ثابت پرمختګ په مدار کې روان دی .هغه وويل (اواز..........) د چين د بهرنيو اسعارو ادارې د شمېرنې له مخې تېر کال څه باندې دری اتيا مليونه چينايانو له نورو هېوادونو او سيمو څخه ليدنه کړې چې لګښت يې يو سل او دوه مليارډ امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی .زمونږ د سيلانۍ سوداګريز بېلانس يو پنځوس مليارډ او نهه سوه مليونه امريکايي ډالره و يعنی په نورو هېوادونو کې د چيني ګرځندويانو له خوا لګول شوې پيسې په چين کې د بهرنيانو په پرتله زياتې دي چې دغه رقم لاهم د زياتوالي په حالت کی دی.

د چيني سيلانيانو د زياتېدو سره سره د بريټانيا، امريکا، اوستراليا، ټالند او د کوريا جمهوريت په شمول ځينو هېوادونو نوی سيلانيزې تګلارې غوره کړې او د ويزا خدمتونو د ښه والي او بشپړتيا له لارې يې لازيات چينی سيلانيان راجلب کړی او کوي يې .دا د پاملرنې وړ ده چې له ښو خدمتونو څخه د برخمن کېدو ترڅنګ چينی سيلانيان هم د سرو مال له زيانونو سره مخامخ شوي دی .

په دی نسبت ښاغلي دای بين هيله وښودله چې د چيني ګرځندويانو د حقونو او ګټو ساتنه په نورو هېوادونو کې د چيني اتباعو د قونسلګري ساتنې په چوکاټ کې شامل وي .سربېره پر دی هغه هم هيله لري چې بېلا بېل هېوادونه او ټولنې په ښه او سمه توګ له چيني اتباعو سره چلند وکړي.هغه وويل (اواز...........) د چين حکومت نورو هېوادونو ته د خپل هېواد د خلکو سفرونه هڅوي .نو هيله لرو چې په دی ترڅ کې بېلا بېل هېوادونه او سيمې هم په ښه توګه له چيني سيلانيان سره چلندوکړي .سربېره پردی که په دغو هېوادونو او سيمو کې د چين اتباعو پر حقونو او ګټو باندې تېری کوونکي عملونه راپيدا شي، نو زمونږ سيلانيزې ټولنې او حتی اړوندې حکومتي څانګې بايد خپل غبرګونونه وښيي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای