CRI Online

په بېجينګ کې د لړو د له منځه وړلو لپاره به موټرونه په جدي توګه د حکومت تر کنترول او ادارې لاندی وي

cri     (GMT+08:00) 2013-04-29 15:07:35

د روان کال په پيل کې د زياتو لړو په نسبت د بېجينګ ښاروالی به د ٢٠١٣ کال لپاره د پاکې هوا پر عملی پلان وڅېړي تر څو په همدی کال کې د ښاري هوا کيفيت ښه شي او په هوا کې د عمده ککړو توکيو کلنۍ اندازه په سلو کې دوه کم شي .د بېجينګ د چاپيريال ساتنې ادارې مشر فانګ لي د مارچ په ٢٨مه نېټه پر دی ټينګار کړی چې د دغه پلان له مخی د هوا د ککړتيا د مخنيوي په برخه کې شخصي مسئوليت ټاکل شوی او په دی نظر دی چې د شين ترافيک د پرمخبيولو او د موټرونو څخه د ايستل شويو ګازونو د کمولو په بهير کې د ښاريانو ګډون او همکاری به ډېر مهم رول ولوبوي.

د يوې شمېرنې له مخې تر ٢٠١٢ کاله پوری په بېجينګ کې د ساتل شويو موټرونو اندازه نژدی پنځه مليونه او دوه لکو ته رسيدلی دی.د دغې اندازې د چټک زياتوالي له امله د رسېدلی هوايي ککړتيا د له منځه وړلو لپاره فانګ لي وويل (اواز.........) د بېجينګ ترافيکي څانګه په ټاکلی وختونو کې د موټرونو د تګ راتګ د محدوديت په اړه د جدې تګلارې او په بېجينګ کې د نورو سيمو موټرونو د تګ راتګ پر اداري تګلارې څېړوي تر څو هر کال په ټينګۍ سره د دغه پلان د پرمخبيولو له لاری پاکه هوا بيا تر لاسه شي .

په وروستيو کلونو کې د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي سره سره لازيات عام وګړي غواړي چې خپل شخصي موټرونه واخلي.په دی نسبت د بېجينګ ښاروالی وويل چې دوی به په ټاکلي وختونو کې د موټرونو د تګ راتګ د محدوديت پخوانۍ تګلارې ته دوام ور کړي تر څو د موټرونو د کارونې اندازه کمه شي . د دې ترڅنګ فانګ لي وويل چې د بېجينګ ښاروالی به د موټرونو د څارنې بهير نظارت پياوړی کړي تر څو د هېواد او ښار د اړوندو مقرراتو او غوښتنې له مخې د څارنې کارونه تر سره شي او هوا ته د موټرونو ککړتيا کمه شي .هغه وويل (اواز.........) په راتلونکی کې د دغه پلان د پلي کېدو او د هوا ککړتيا د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره شخصي مسئوليت وړاندی شوی او د ياد پلان له مخی په بېړني حالت کې د ځينو موټرونو د درېدو تدبيرونه ټاکل شوی دی .د دې ترڅنګ د هغو موټرونو چلونکيو ته چې د موټرد درېدو له مقرراتو څخه سرغړوي ،سزا ور کړی شي.

مشر فانګ لي هم تکرار کړی چې په ٢٠١٣ کال کې د بېجينګ ښاروالی به تر خپلې وسې پوری د اوسپنيزو لارو جوړونه پرمخبوځي تر څو په مرکزي سيمه کې د عامو ترانسپورتي وسيلو له لاری د تګ راتګ وګړيو شمېر په سلو کې شپږ څلوېښت برخو ته ورسيږي.

ښاغلي لي ډېر غواړي چې په عامه ترانسپورتي وسيلو بهر ته لاړ .هغه زياته کړه چې لازيات وګړي په دی پوه شول چې د لړو د له منځه وړلو کارونه نه يوازی د حکومت پر غاړه دی بلکی هم د خلکو ګډون ته اړتيا لري. هغه وويل (اواز..........) په بېجينګ کې د ورځو لړې ډېرې دي .که له مشتريانو څخه نژدی واټن ولرم ، نو ښايي بهر ته د وتلو لپاره بسونه يا بويسکل غوره کړم .ځکه چې په دی نظر يم زمونږ د ايکولوژيکي چاپيريال ښه والی نه يوازی د حکومت غوښتنې او هڅونې بلکی هم ځاني کوښښونو ته اړتيا لري .ښه فضا او چاپيريال د ټولو وګړيو ګډه دنده ده.

پېغله وانګ د تګ لپاره بلې لارې چارې غوره کړی چې له نورو وګړيو سره يو ځای په يو موټر کې يې سپارلی دی چې د هغې په اند نه يوازی چاپيريال په ښه توګه ساتل شوی بلکی موټر په نوره اغيزمنه توګه کارول شوی دی. هغې وويل (اواز.........) اوس په بېجينګ کې د لړې ورځې ډېرې دي ، نو هغه افکار هڅول کيږي چې خلک په شنو لارو چارو تګ راتګ کوي.په دی وجه مې په انټرنټ کې ځينی همکاران پيدا کړی او ور سره مې کاري ځای ته د تلو لپاره يو موټر غوره کړی دی.لنډه دا چې په راتلونکی کې د بېجينګ ښاروالی د زياتو لړو د له منځه وړلو لپاره لازيات کارونه تر سره کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای