CRI Online

له چين سره د بريټانوي ځوان ماکس ځانګړي احساسات

cri     (GMT+08:00) 2013-04-29 16:23:18

هغه ځوان چې د چين د شان دونګ ولايت د لای جو ښار د دوهم تجربوي ښوونځي د دريم ټولګي د څلورم صنف زده کوونکو ته ورزده کوي، ماکس نومېږي او ٢٣ کلن دی ،د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ کې به تاسو ته معرفي کړو .

ماکس د بريټانيا له بريستول پوهنتون نه تر فراغت وروسته له خپلو ملګرو سره يوځای پر ګرده نړۍ د ګرځېدو په ترڅ کې د چين د لای جو ښار د کلتور لخوا جلب شو چې په پايله کې يې ددې ښار د يوه روزنيز ښوونځي لخوا د يوه زده کوونکي په توګه وګمارل شو.

په لای جو ښار کې د شپږو مياشتو په موده کې ماکس په بيلابيلو لومړيو ښوونځيو کې د داوطلب ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې، دغه راز يې هم په فارغ وخت کې د لای جو ښار په ګوښه سيمو کې بې وزليو ماشومانو ته درسونه ورکړي دي،برسيره پردې، هغه هميشه له ځايي داوطلبانو سره يوځاي د دې ښار په بيلابيلو ننداريزو سيمو کې خځلې ټولوي او بې وزليو سپينږيري پالي، د لای جو ښاريانو په نظر ماکس داسی خوشبين او بااحساسه بهرنی دی چې ګرم زړه لری .

))کله چې خبريال له ماشومانو نه پوښتنه وکړه چې ښوونکي ماکس خوښوي که نه، ماشومانو په يو اواز ځواب ورکړ چې ډېر يې خوښوي او هره ورځ د ښوونکي ماکس د راتګ انتظار کوي.((

د ماکس ښوونيزې چارې ډېرې په زړه پورې دې چې د ماشومانو د ډېرې خوښۍ وړ دې. هغه د بيلابيلو کوچنيو لوبو په طرحه کولو سره ماشومانو ته انګليسي ژبه ورزده کوي چې له لارې يې له انګليسي ژبې سره د زده کوونکو علاقه زياته کړې ده.

زده کوونکې ګوه مې د ماکس له درسونو سره ډېره مينه لري ، هغې وويل:

)) پخوا مې له انګليسي ژبې سره علاقه درلوده، د ښوونکي ماکس د درسونو له منلو وروسته له انګليسي ژبې سره زما علاقه لازياته شوې ده. هيله لرم چې هغه هميشه زموږ ښوونځي ته راځي او موږ ته درسونه راکوي .((

د ماکس پلار په بريټانيا کې هم يو ښوونکی دی او هميشه له نورو سره مرسته کوي. ماکس د خپل پلار د اغېزې په اثر دا نظر لري چې له نورو سره مرسته کول ښه کار دی. لای جو ښار ته له رسيدو وروسته ماکس واوريده چې د لای جو ښار د جنوب ختيځو ګوښه سيمو اقتصاد وروسته پاتی دی او ډېرو ماشومانو د انګليسي ژبې منظمه ښوونه نه ده منلې، نو هغه پريکړه وکړه چې په فارغ وخت کې هغو سيمو ته لاړ شي او هلته به ماشومانو ته انګليسي ژبه په وړيا ډول ورزده کړي.

کله چې خبريال له ماکس څخه پوښتنه وکړ ه چې له چين سره مينه لري که نه؟ هغه داسې وويل:

)) ولی نه، چينايان مېلمه پال وګړي دي، د سيل په ترڅ کې له ډېرو کسانو سره اشنا کيدای شي، له دوستانو سره سيل زما خوښ دی .((

په لای جو ښار کې د شپږو مياشتو په موده کې ماکس له څه باندې ١٠ بېوزليو ماشومانو سره پولي مرستې کړې ، په وړيا ډول يې تر يو زر زيات تنو ماشومانو ته انګليسي ژبه ورزده کړې او په فارغ وخت کې يې هم د کليوالو سيمو له څه باندې شپيتو بې وزليو سپينږيريو سره مرستې کړې دي.

برسيره پردې، ماکس هم د انګليسي ژبې د زده کولو په غرض بيلابيل فعاليتونه ترتيب کړي ، د لوبو کولو په ترڅ کې يې د ماشومانو د انګليسي ژبې سويې لوړې کړې دي. دغه راز يې هم د ماشومانو په مشرۍ په خيريه فعاليتونو کې ګډون کړی چې له لارې يې د ماشومانو د مسئوليت احساسات پياوړی کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای