CRI Online

لازياتو کسانو ته د تای جی نومی بوکس ورزده کړي شي____ د تای جي او صحی پالنې په نامه لکچر په بېجينګ کې ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2013-04-29 17:06:39

 تای جی چوان د چين يو ډول ععنوی سپورټي لوبه ده. د دې لوبې په زده کولو سره نه يوازې وجود سالم کيدای شي، د ناروغۍ مخه نيولای شي، دغه راز زړه هم پاکولای شي. د بېجينګ ښار د دوستۍ ټولنې د مارچ په پنځه ويشته نېټه د تای جی نومي بوکس او صحی پالنې په نامه يوه لکچر جوړ کړ چې د ٢١ هيوادونو ډيپلوماتانو، بهرنيو کارپوهانو په شمول څه باندې ٥٠ تنو په بلنه پکې ګډون کړی او د بېجينګ سپورټ پوهنتون د پروفسر ، د تای جي بوکس قضاوت کوونکي وانګ شياو جون په دی لکچر کی وينا وکړه.

پروفسر وانګ شياو جون په لکچر کې تای جی نومي بوکس اجرا کړ. هغه دغه راز د تای جی نومي بوکس اسياسي تيروي او د زده کړې لارې چارې بهرنيو دوستانو ته معرفي کړل. پروفسر وانګ شياو جون وويل:

(( تای جي بکس په چين کې لرغونی تاريخ لري. د مينګ امپراتطورۍ په پای کې يعنی څه باندې څلور سوه کاله مخکې تای جی دغه نوم په ريښتينی توګه تائيد شو. تای جي بوکس ساده سپورټي لوبه نه ده،بلکې په فلسفې او برابرۍ او همغږي پسی ګرځيږي . د تای جی بوکس په زده کولو سره به په ډېرو قانونونو او له نورو سره د ګذارې کولو په چارې پوه شي. دغه راز به هم په دې پوه شي چې نورو ته درناوی وکړي ، طبعيت ته درناوی وکړي،د خپلو وجود درناوی وکړي. دا د چين يوه ډوله همغږي مفکوره ده.))

پروفسر وانګ له پنځه عمر کلنه د تای جي بوکس په زده کولو پيل وکړ، او له ډېرو مشهورو وو شو لوبغاړيو او سورټ او طب پوهانو څخه يې زده کړې ده. هغه څو څو ځله د تای جی بوکس کلتور د پراخولو لپاره هسپانيا، جرمنی، ايتاليا، روسيې، جاپان او داسې نورو هيوادونو ته تللي دي. د ده په نظر، د تای جی بوکس زده کول د چيني کلتور د پراخېدو لپاره مثبت رول لرلی دی. هغه وويل:

(( تای جي بوکس يوه ډېره ښه لاره ده چې د دې لوبي په زده کولو سره به د فلسفې له لحاظه چينايانو په فکرونو پوهېدلای شي،دا ډېر مهم دی، که ټول په دې مسئلې پوه شي، دا به د ټولنې د همغږي او د وجود روغتيا لپاره ګټور وي. په همدی لامل اوس په نړۍ کې ١٥٠٠ مليونه تنه د تای جی بوکس په زده کولو بوخت دي.

اوس د نړۍ په څه باندې ١٥٠ هيوادونو او سيمو کې د تای جي بوکس د زده کولو په اړه فعاليتونه ترسره کيږي. په څه باندې ٧٠ هيوادونو او سيمو کې د تای جی بوکس ټولنې جوړې شوې دي، د دی لوبې زده کوونکو شمېر تر ١٥٠ مليونو تنو زيات دی. نو ويل کيږي چې تای جي بوکس په نړۍ کې لومړی لوی سپورټي لوبه ده.

اغلې لين دا لکچر واوريده. هغې يوه ډاکتره ده ، د تېرو څو لسو کلونو راهيسې يې تای چی بوکس زده کړی دی. د دې په اند د دې لوبې زده کول نړۍ ته د چيني کلتور د معرفي کولو لپاره ډېر ګټور دی.

(( پخوا مې په طبي کتابونو کې يا په باغونو کې زده کړل شوی شيان لاهم ساده دي. خو د پروفسر وانګ وينا لاژوره ده. زما په اند د دی لوبې له لارې به نړۍ ته چين په ښه توګه معرفي کولای شي، ځکه چې چيني کلتور ډېر لرغونی او ژور دی. زه تراوسه په دی کلتور لاهم پوره پوه نه يم شوی.))

د لکچر په پای کې، پروفسر وانګ يو وړانديز وکړ او ويې ويل، اوسنی ټولنه کې د ژوند او کار اهنګ ډېر چټک دی. موږ بايد په مناسبت اهنګ ورو کړو، د تای جی بوکس زده کړه کړي چې د زړه او وجود روغتيا وساتو.

((

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای