CRI Online

په شينجيانګ کې بهرني محصلين

cri     (GMT+08:00) 2013-04-29 17:16:46

په چين کې د بهرنی محصلين ياد شي، تاسئ به په دې اړه ناشنا نه وئ، خو په شينجيانګ کې چې د چين په لېری شمال لويديځ واقع دی، لس کاله دمخه، بهرنی محصلين لږلږ ليدل کيږي. خو په وروستيو کلونو کې د شينجيانګ په پوهنتونونو کې بهرني محصلين ګام پرګام زياتيږي چې زياتره يې د شينجيانګ له ګاونديو هيوادونو نه راغلي دي. دوی دلته چيني ژبه لولي ، اقتصاد ، طب زده کړه کوي. د سي ار ای خبريالانو د شينجيانګ له ځينو پوهنتونونو نه تازه ليدنه وکړه، موږ به په دريو ځلو په شينجيانګ کې د بهرنيو محصلينو کيسې ووايو. په نننۍ کړۍ کې به لومړنې کيسه واورئ چې عنوان يی دی د چيني ژبې پل په نامه سيالۍ کې جايزه اخيستونکي .

د تېر کال د مې په ٢٠ مه نېټه د چين د مرکزي تليويزيون يعنی سي سي تي وي د پنځمې دورې د چيني ژبې پل په نامه په چين کې د بهرنيومحصلينو د چيني ژبې سيالي د شينجيانګ سيمه ييزسيالی په شينجيانګ پوهنتون کې ترسره شو چې پکې يې د شينجيانګ پوهنتون، د شينجيانګ د ښوونکو روزونکو پوهنتون په شمول د شپږو پوهنتونونو ٣٦ بهرنيو محصلينو چيني اوپراګان ويلی، د چين موسيقي الات وهلي او داسې چيني چيني هنر تمثيل کړي او له چيني کلتور سره خپله مينه څرګنده کړې وه.

د سي سي تي وي د چيني ژبې پل سيالی د چين د مرکزي تليويزيون او د چيني ژبې د مروج دفتر لخوا په ګډه سره جوړيږي ، څلورې دورې يې جوړې شوې دي چې موخه يې په چين کې د بهرنيو محصلينو د چيني ژبې سويه ښکاره کول او دغو محصلينو ته د چيني ژبې د زده کړې تجربې تبادله کول ده. د شينجيانګ په سيمه ييز سيالی کې څلور محصلين بريالی شول چې وروستی سيالی ته چې په بېجينګ کې ترسره شوی و، ننوتلی و. له دغو څلورو محصلينو نه يوه قرغېزستاني زده کوونکې لري چې ازيزا نوميږي، هغه په شينجيانګ پوهنتون کې د کلتور نړيوالې تبادلې څانګې ښوونکې ده. اوه مياشت کيږي چې هغه شينجيانګ ته راغې، خو هغه نه يوازې په روانه چيني ژبه خبرې کولای شي، بلکې هم ډېرې چيني سندرې زده کړه کړې ، هغه چيني اوپرا چې تاسې اوريدلې، د ازيزا لخو ا وويله شوه.

((دلته له رسيدو وروسته، ډېر ښه احساس کوم. زه د چيني سندرو ويلو سره مينه لرم،د داو لينګ په نامه چيني سندر غاړی زما ډېر خوښ دی. په شينجيانګ کې خوراکونه او دودونه زما د هيواد په څېر دی ، دغه راز اقليم هم ،پخوا زما په هيواد کې په دوبی کې زما پوستکی به تور شي، خو دلته زما پوستکی سپين دی، زه هم چاغ شوم. زموږ د ښوونځي له ښوونکو سره ډېره مينه لرم. دوی د پلار او مور په شان موږ پالل کوي.))

په ماشومتوب کې ازيزا له خپل پلار نه د چين په اړه کيسې واورلو او د کونګفو فلمونو له کتلو نه ډېره مينه درلوده. په چين کې د چيني ژبې د زده کولو پرته ، هغه دوه خوبونه هم لري.هغې وويل:

((بېنجينګ ته نه وم تللی، غواړم لوی ديوال ته سيل وکړم، په روان سيمه ييز سيالی کې د برياليتوب له امله مې د وروستی سيالی د ننوتلو لپاره به بېجينګ ته لاړ شم . زما خوب به ريښتينی شي، ډېر خوشاله يم! زه هم غواړم د چيني کونګفو زده کړه وکړم.))

شينجيانګ پوهنتون په شينجيانګ کې لومړی پوهنتون دی چې لومړی بهرنی محصلين مني. له ١٩٨٥ کال نه تر ٢٠١١پورې نژدې يې څه ناڅه څلور زره بهرني محصلين روزلي دي.اوس په دی پوهنتون کې څه باندې ٣٥٠ زده کړه کوي چې ٨٠٪ برخه يې له منځنی اسيايي هيوادونو او سيمو نه راغلي دي. دغه محصلين په پوهنتون کې نه يوازې چيني ژبه زده کړه کوي ،بلکې هم د چين د ووشو لوبې درس، د چيني ژبې د ليکلو درس ، د لاسي جوړولو درس او داسې نورو په زړه پورې درسونه انتخابولای شي. د شينجيانګ پوهنتون د کلتور د نړيوالې تبادلې ښوونځي محصلې ليودميره وويل:

((په پوهنتون کې د وو شو لوبې يوه ډله جوړه شوه چې له ٣٠ زده کوونکو نه عبارته ده. يوځل يې په يوه ننداره کې ټولو زده کوونکو او ښوونکو ته وو شو لوبې اجرا کړې چې د نندارچيانو ډېرې خوښې شوې او تودو چک چکو په کولو سره يې بدرګه کړه.))

ليودميره هم د چيني ژبې پل سيالی د شينجيانګ سيمه ييز سيالی يوه جايزه ګټونکې ده. هغه يوه ښکلې روسيي نجلې ده. د يوه خبريال په توګه وګرځيدل په شينجيانګ پوهنتون کې د دې د چيني ژبې زده کولو موخه ده.هغه غواړي د چيني کلتور د پراخولو او د چين او روسيې دواړو هيوادونو د کلتوري تبادلې لپاره خدمت وکړي. هغه وايي چې دې به په راتلونکي کې په چيني ژبه يوناول وليکي! هغه باټه نه وهي،

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای