CRI Online

د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د ځمکې کرې د نړيوالې ورځې د لمانځنې فعاليتونه جوړ شول

cri     (GMT+08:00) 2013-05-06 13:41:23

د اپريل ٢٢مه نېټه د ځمکې کرې د څلور څلوېښتمې نړيوالې ورځې سره برابره وه.د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د دې ورځې د لمانځنې لپاره ډول ډول فعاليتونه جوړ شول .د چين بېلا بېلو ځايونو هم په جلا جلا توګه تر هغه عنوان لاندی چې د ځمکې کرې سرچينې ته د ارزښت ورکولو او پرمختيايي لارو چارو د بدلولو له لارې ايکولوژيکي مدنيت پرمخ لاړ شي او ښکلی چين اباد شي ، د نوموړې ورځې د لمانځنې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړل.

په بېجينګ کې د چين د ځمکو د سرچينې وزارت او د بېجينګ پوهنتون په ګډه د ځمکې کرې د نړيوالې ورځې د لمانځنې لپاره کورس جوړ کړی او محصلينو او نورو زده کوونکيو ته يې د خاورو سرچينې او د ځمکې کرې په اړه معلومات معرفی کړي دي.د دغه وزارت د ساينس او تخنيک او نړيوالې همکارۍ څانګې مشر جيانګ جيان جون په فعاليت کې وويل چې د ځمکې کرې سږنې نړيواله ورځ د چين د سه چوان په لو شان ولسوالۍ کې د زلزلې وروسته له دريېمې ورځې سره برابره وه چې له امله يې سږنی فعاليتونه هم ډېر ځانګړی دي .هغه وويل (اواز.........) د دومره لوی طبيعی ناورين له پېښېدلو څخه څرګنديږي چې د ځمکې کرې په باب د انسانانو معلومات ډېر لږ دي .نو مونږ بايد د ځمکې کرې سره ښه چلند وکړو او پکې هر ډول سرچينې ته دې ارزښت ور کړو بلکی د ځمکې کرې طبيعی اصول هم ښه پېژنو او د طبيعت درناوی وکړو تر څو بشريت له ځمکې سره يو ځای هوسا ژوند وکړي او ښکلې کره اباده کړي.

پر رسمي فعاليت سربېره د چين په ولسي ټولنه په تېره بيا په کوچنيو او منځنيو ښوونځيو کې هم ډول ډول فعاليتونه تر سره شول .د بېجينګ د جينګ يوان ښوونځي په همدی ورځ کې د ځانګړي فورم ، مباحثې او څيړنيزه زده کړې له لارې د دغې ورځې د لمانځنې لپاره لويه پيمانه تبليغاتي فعاليت جوړ کړ. د ياد ښوونځې زده کوونکي لي چي او وانګ ون دي چې د فعاليت په ځای کې يې د مالټې له پوستکو څخه د غوړيو ايستنې ازموينه کوله، وويل (اواز..........) زما په أند ريښتيا ده چې بی فايده شيانو بيا کارول ډېر ګټور کار دی

د جيانګ سوو په نان جينګ کې د ځمکې کرې او د خپل چاپيريال د ساتلو لپاره د هان جونګ من د کوچني ښوونځي او د تيان جينګ شان نومی د منځني ښوونځي په شمول ډېرو ښوونځيو هم د دغې ورځې د لمانځنې لپاره فعاليتونه جوړ کړي دي .

د ګوانګ جو ښار په يو شيو سيمه کې د تي اي نومی کوچنی ښوونځي په سپورتي ميدان کې ماشومانو د صناب بازی ترڅنګ د خزليودسته بندی په اړه سندره ويله .د معلوماتو له مخې دغه سندره يوازی د نوموړي ښوونځي د چاپيريال ساتنې لپاره د ښوونې يوه کوچنی برخه ده.د ښوونځي مرستيال شي ژونګ بين وويل چې د کثافاتو ډولو د جلاکېدو صندوقونه د جوړولو او په دی برخه کې د نمونوی زده کوونکيو د ټاکلو له لارې اړوند د چاپيريال ساتنې سمه نظريه راوپارول شي. هغه وويل (اواز...........) په هر ټولګي کې د بيا کارونکيو موادو، ضرو او نورو کثافاتو په شمول د کثافاتو دری صندوقونه کېښودل او اړوند ځانګړی مضمونونه ، غوندې او سندرې جوړې شوي دي. په عين وخت کې د بيا کارونکيو موادو د پلورلو څخه تر لاسه شوې پيسې اړوندو څانګو ته بسپنه ور کړی شوې ده. زما په اند د کثافاتو دسته بندی بايد له ماشومانو څخه پيل شي .

د دې ترڅنګ هغه دی ته اشاره کړې چې د چاپيريال ساتنې په اړه د هر تبع د شعور پياوړتيا بايد له ماشومانو څخه پيل شي .د يوه ښوونکي په توګه بايد هغه دنده پر غاړه ولري چې د دغه شعور د جوړولو په برخه کې له ماشومانو سره مرسته وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای