CRI Online

چين تر وسې پوری کورنيو فارمونو ته پرمختګ ور کوی

cri     (GMT+08:00) 2013-06-07 16:23:42

د چين د ښاري کېدو بهير سره سره لازيات بزګران د مذدورۍ لپاره ښارونو ته ځي او ځينی يې په ښارونو کې ژوند کوي چې له امله يې ګڼ شمېر کرنيزې ځمکې شاړې شوې دي او د کورنيو فارمونو د جوړولو له لارې نوی ډول عصري کرنيزه بڼه په چين کې رامنځته شوې ده.

کورني فارمونه د زياترو چينايانو لپاره يو نوی مفهوم بلل کيږي ، خو د اروپايي او امريکايي هېوادونو کې ډېر ليدل کيږي .په ننني پروګرام کې به د چين او سويس کورنيو فارمونو په باب معلومات وړاندی کړو.

د چين په ختيځ د شانګهای ښار د سونګ جيانګ سيمې په جين جيا کلي کې شن جو ليانګ چې د نورو کليوالو مخکی يې له خپلې ښځې سره يو ځای کورني فارم جوړ کړ ،په ټيکه نهه اعشاريه دری اويا هيکتاره ځمکه اخيستې چې له دی لاری يې کلنی عايدات نژدی دوه لکه يوانو ته رسيدلی دی.هغه وويل (اواز.........) د دېرش پوړيزه ودانۍ په ١٧ م پوړيز کې يو اپارتمان اخيستې او اوسنی ژوند د کمپنۍ له کارکوونکيو سره يو شان دی .

د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي لپاره د شانګهای د سونګ جيانګ سيمې له ٢٠٠٧ کال څخه داسې تګلاره پلی کړی چې هره کورنۍ کولی شی چې په ټيکه هره کورنۍ ته له شپږ اعشاريه اووه شپېته هېکتارو څخه تر ديارلس اعشاريه دری دېرش هېکتارو پوری ځمکې واخلي او کورني فارم جوړ کړي .له دی نه مخکی د کرنيزو ځمکو د اجارې نظام له مخی د دې سيمې هره کورنۍ د صفر اعشاريه دری ځمکو د کرلو له لارې هر کال يوازی په منځنی توګه نژدی لس زره يوانه تر لاسه کړی چې په پايله کې ډېر ځوانان د مزدورۍ لپاره بهرښارونو ته تللي او يوازی زاړه کسان په کرکيلۍ لګيا وو. خو د کورنيو فارمونو په اړه د اړوندې تګلارې تر پلي کېدو وروسته ځوانان په پر له پسې توګه سيمې ته راستانه شول .

د جين جيا کلي ځوان شن هونګ لونګ د چين د شانګهای د صنعتي سوداګريزې اداري له پوهنځي څخه فارغ شوی او په بهرنيو او کورنيو تصديو کې يې کار کړی و،د کورنيو فارمونو په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو وروسته هم دغه ډول فارم جوړ کړ. هغه خبريال ته وويل (اواز.........) که زمونږ محصولات ککړنه وي او غوره کيفيت يې ښه وي، نو ښه بازار به ولري.

په وروستيو کلونو کې د چين په شانګهای ښار، هوبی، جي لين، ځه جيانګ او ان هوي ولايتونو کې د شن جو ليانګ په شان د کورني فارمونو د خاوندانو شمېر زيات شوی دی.د چين د يوې رسمي شمېرنې له مخې په چين کې د دغه ډول کورنيو فارمونو شمېر شپږ زره او شپږ سوه او اويا وو ته رسيدلی دی. د ٢٠١٣ کال په پيل کې د کورنيو فارمونو د پرمختګ د پرمخبيولو لپاره د چين حکومت د مرکزي حکومت په لومړنی لمبر سند کې د لومړی ځل لپاره د کورني فارم په هکله مفهوم وړاندی کړ او د فارم خاوندان يې وهڅول .په دی نسبت د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د کرنيز پرمختګ د څېړنيز مرکز مرستيال دو جي شيونګ وويل (اواز...........) ولی دا نظر لرم چې په راتلونکی کې به کورنی فارم د کرنيز پرمختګ لپاره يو عمده شکل وي ؟ځکه د بېلا بېلو هېوادونو د حالاتو تر نظرلاندی په نيولو سره کورني فارمونه په عمده توګه د کورنيو تر ادارې او کنترول لاندی دي چې محصولات يې ډېر دي او په بازار کې ښه پلورل کيږي. چې له امله به يې د چين د کرنيزو توليداتو ثابته برابری او د غلودانو ډاډمنتيا تامين شي.

د خبر له مخی په راتلونکی کې به د چين حکومت په عمده توګه دغه ډول کورني فارم ته پرمختګ ور کړي او د خدمتي ضمانت اړوند سيستم به جوړ کړي .که څه هم د چين کورني فارمونه د پرمختلليو هېوادونو له فارمونو څخه واټن لري ، خو باور لرو چې د چين د کورنيو فارمونو د جوړولو او ادارې له لاری د چين د لازياتو بزګرانو هيلې رېښتيا شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای