CRI Online

د چين د اتمې دورې د خيريه ښېګنې جايزې ګټونکې ازادي ګلي

cri     (GMT+08:00) 2013-06-03 17:30:07

٣٣کلنه اويغوري پيغله ازادي ګلي د چين د شينجيانګ د ارومچي ښار د اېس او اېس په نامه د يتيمانو په کلي کې يوه داوطلبه مور ده او ډير ګرم زړه لری چې له ١٢کلونو راهيسې يې ١٣ يتيمان روزلي دي. د اپريل په ١٩مه نېټه د چين د اتمې دورې د خيريه ښېګنې جايزې ګټونکي په بېجينګ کې اعلان شوي چې ازادي ګلي هم په کې شامله ده.

له دغو ١٩ جايزې ګټونکو څخه يې زياتره د تصديو مشهور خاوندان او هنرمندان دي او ازادي ګلي د يوازنۍ معمولي جايزه ګټونکې په توګه ډېره خوشحاله ده. هغې خبريال ته وويل چې دغه جايزه د يتيمانو کلي له ټولو ميندو سره اړه لري چې د دغه کلي لپاره يې خدمت کړی او کوي يې.هغې وويل (اواز.........) دغه جايزه نه يوازی پر ځان پوری بلکی هم د يتيمانو کلي په ټولو ميندو پوری اړه لري چې دوي يو شان کار کوي يعنی د يتيمانو پالنه او روزنه کوي.

د اېس او اېس نومی د يتيمانو کلی يو نړيوال سازمان دی او په هر کلي کې ځانګړې مور شته چې دوی د معمولي ميندو په شان په صبر او حوصله د يتيمانو پالنه او روزنه کوي.

په چين کې د اېس او اېس نومی لومړنی کلی په ١٩٨٤ کال کې جوړ شو او ور پسې په وار سره په تيان جين، چينګ دو، ارومچي او لاسا ښارونو کې ٩ داسې کلي تاسيس شول .په ارومچي ښار کې د اېس او اېس دغه کلی د يوسل او دوه وېشتو يتيمانو په شمول څوارلس کورنۍ لري چې په جلا جلا توګه د هان ، اويغور او قزاق په شمول له اتو قومونو څخه جوړېږي .ازادي ګلي د ١١م لمبر کورنۍ مور ده چې په ٢٠٠١ کال کې له خپل ټاټوبی څخه نوموړي کلي ته وليږل شوه او له ١٢ کلونو راهيسې يې په وار سره ١٢ يتيمان وروزل.

خو دغه کلي ته د رسېدو په لومړنيو ورځو کې هغه له زياتو ستونزو سره مخامخ شوه چې تر ټولو لويه ستونزه يې ژبه وه.ځکه ازادي ګلي يوه اويغوري ده او د چين په ملي ژبه پوه نه شوه.نو هره ورځ به يې د کورني کارونو تر ختمولو وروسته د ملي ژبې د زده کړې په کورس کې ګډون کولو .هغې وويل (اواز........) کله چې ماشومانو درسي تکليفونه ليکل، در سره مې هم د ملي ژبې زده کړه کوله .مونږ کله نا کله د ښې نمرې د ګټلو لپاره سره سيالی وکړه .

د دريو کلونو تر کوښښونو وروسته ازادي ګلي د چين ملي ژبه خپله کړې ده او د دی ترڅنګ يې د ملي ژبې د ژباړلو د ليسانس درجه هم وګټله.

ازادي ګلي هم پر خپلو ماشومانو ډېره ګرانه ده او دوی ته د هېڅ زيان د رسېدو اجازه ور نه کوي . ځکه چې کم شمير همټولګيانو د کلي پر ماشومانو هميشه د يتيمانو په توګه وخندل چې له امله ددوي خوی ګوښه او خپل ځان ته کم نظر ګوي .د ماشومانو د ځاني باور د ټينګولو لپاره ازادي ګلي هميشه په خپل کور کې د لوبې کولو لپاره ښوونکيو او نورو ماشومانو ته بلنه ور کړه او کله نا کله يې د ماشومانو د حقونو د ساتلو لپاره له نورو سره جګړه وکړه.هغې وويل (اواز..........) اوس مهال زما ماشومان له نورو ماشومانو او دوستانو سره ښې اړيکی لری چې دوي په لومړنيو ورځو کې د کلي ماشومانو ته په سپکه سترګه کتله او حتی يي بدرد ويل .يو وار ډېره قهر شوم او د هغه بدرد ويونکي ماشوم مور ته مې ټليفون وکړ او پکې مې داسي وويل : زما ماشومان يتيمان نه دي او زه د دوی مور يم چې دغه خبرې د هغه ماشوم مور ډير شرمېده .

د خپل راتلونکی پرمختګ د يادونې په ترڅ کې ازادي ګلي هيڅ خيال نه لري .هغې وويل چې غواړي په مداومه توګه د خپلو ماشومانو ښه پالنه او روزنه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای