CRI Online

په چين کې د زړو کسانو خدمتونه

cri     (GMT+08:00) 2013-06-03 18:15:45

په چين کې د زړو کسانو د پالنې او ساتنې لپاره د خدمتي چارو دوهم نړيوال نندارتون تازه په بېجينګ کې تر سره شو او په خپل کور کې د زړو کسانو د پالنې او ساتنې لپاره خدمتي بڼه د نندارچيانو د پاملرنې وړ ده .په دی برخه کې د مختلفو هېوادونو کارکوونکيو اړوندې خدمتي تجربې معرفي کړې چې دا په راتلونکې کې د چين د زړو کسانو د پالنې او ساتنې په موخه د خدمتي بڼې د لټولو او جوړولو لپاره ډېر مهم اهميت لري.

هره کورنۍ زاړه کسان لري او هرتن به هم زوړ کېږي .د يوې شمېرنې له مخې تر ٢٠٥٠ کاله پوری به په چين کې د هغو زړو کسانو شمېر چې عمرونه به يې له ٦٠ کلونو څخه زيات وي د عمومي نفوس يوه په درېيمه برخه ونيسي .نو د زړو کسانو د پالنې او ساتنې لپاره خدمتي بڼه نه يوازی د دغو کسانو د ژوند له کيفيت بلکی د هر تن د ژوند له غوراوی سره اړيکی لري .په چين کې په خپل کور کې د زړو کسانو پالنه او ساتنه د زياترو زړو کسانو لومړنی غوراوی بلل کيږي. يو سپين ږيري وويل (اواز................) ځکه چې خپل کور راحتي ځای دی .زما اولادونه هم نه غواړي چې زړکتون ته و ليږم. دا لازمه نه ده چې هرو مرو به زړکتون ته لاړ شم ،ځکه مونږ د حرکت کولو توان لرو.سربېره پردی ټولنيزې موسسې هم را سره مرسته کولی شي.

په خپل کور کې د زړو کسانو پالنه او ساتنه نه يوازی د زړو کسانو لومړنی غوراوی دی بلکی د نفوسو د زړه کېدو په حال کی په دی برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو لخوا د منلو وړ خدمتي موډل هم بلل کيږي .د استراليا د زړو کسانو د پالنې او ساتنې د خدمتي پروګرام او د چارو پرمختګ عمومی مدير سترويو ويدو وويل چې په راتلونکيو څلورو کلونو کې په استراليا کې د هغو زړو کسانو شمېر چې عمرونه به يې له ٨٥ کلونو څخه زيات وي ، پنځه چنده زياتېږي ،نو يوازی په زړکتون کې د زړو کسانو پالنه او ساتنه ښه لار نه ده .هغه وويل (اواز........) لومړی ، د نفوسو د زړه کېدو حد د سختوالي سره سم د انسانانو عمرونه هم اوږدېږی .ځکه استراليا زيات قومونه لري، نو د زړو کسانو د پالنې او ساتنې په برخه کې څو اړخيز خدمتونه هم لازم دي.

په خپل کور کې د زړو کسانو پالنه او ساتنه د زياترو زړو کسانو اړتياوې پوره کولی شي ، خو مخکنی شرط يې د دغو خدمتي چارو بازاری او ټولنيز کيدنه ده په بله ژبه دغه ډول خدمت د ځانګړو ټولنيزو موسسو له خوا برابريږي او د حکومتي او مسلکي تګلارې تر لارښوونې او څارنې لاندی ترسره کېږي .د هانکانګ د زړو کسانو د خيريه ټولنې مرستيال لي بی هاو په دی برخه کې د خدمتي چارو اداري تجربې معرفي کړې دي. هغه وويل (اواز...........) مونږ هيله لرو چې حکومت د دغو چارو په اړه معيارونه جوړ کړي او تر هغه وروسته اړونده سرچينه پر زړو کسانو باندي وويشي .مونږ د زړو کسانو لپاره خاص کوپنونه جوړ کړي او د حکومت لخوا پرې وويشل شی څو چې د زړو کسانو لپاره مختلف خدمتونه برابر شی

د زړو کسانو د خدمتونو په هکله چيني موډل څرنګه دی ؟د بيجينګ د لويديځې ښارې سيمې د زړو کسانو د خدمتي مرکز مشر تيان سيو ليان په خاص ډول د هستوکنې په سيمو کې د زړو کسانو د خدمتونو اهميت ياد کړ او و يې ويل

په خپل کور کې د زړو کسانو پالنه او ساتنه د هستوکنې سيمې او ځانګړي سازمان مرستې ته هم اړتيا لری مثلا د هستوګنې په سيمه کې د زړو کسانو لپاره ځانګړی رستورانت جوړېږي .د زړو کسانو د پالنې په هکله د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو تجربې هم د منلو وړ دي ، لنډه دا چې په خپل کور کې د زړو کسانو پالنې اصلي هدف د زړو کسانو د ژوند کيفيت لوړول دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای