CRI Online

د زړه په ناروغۍ يو سل او پنځوس تنه اخته ماشومان د وړيا درملنې لپاره بېجينګ ته راغلي

cri     (GMT+08:00) 2013-06-08 20:33:18

د روان کال د جون په لومړنۍ نېټه د ماشومانو د نړيوال اختر د رسېدو مخکې د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې د چين د شان شي ، تبت او شينجيانګ څخه راغلی يوسل او پنځوس قومي ماشومان راغونډ شوي چې په مورزادی ډول د زړه په ناروغۍ اخته شوي، او د وړيا درملنې وروسته په بېجينګ کې يو ځانګړی اختر تېر شوي دي.

همدا اوس مو د شپږ نيم کلنې انجلۍ ليو ان لينګ له خوا ويل شوې سندره واوريده چې د شان شي ولايت د يان ان ښار له يان چانګ ولسوالۍ څخه راغلې ده.د تېر کال په دسمبر کې د ياد ولايت په بی وزلو سيمو کې د ځايي وګړيو د روغتيايي پلټنې په ترڅ کې چې د بېجينګ د وسله والو پوليسو د عمومی روغتون له خوا تر سره شوې ، ډاکترانو تشخص کړی چې دغه نجلۍ په مورزادی ډول د زړه په ناروغۍ اخته شوه،او د هغې پلارو مور ته ئی ويلی چې کولی شی په بېجينګ کې په وړيا توګه د دوی د لور لپاره د جراحۍ عمل تر سره کړي .د مې په ٢٨مه نېټه زمونږ خبريالې د وسله والو پوليسو په عمومي روغتون کې ياده نجلۍ بيا وليدله.هغې په خوشحاله سره وويل : اسلام عليکم ترورې ! څنګه يي؟ ډېره ښه يمه او هېڅ درد نه لرم .څو ورځی دمخه د تيان ان من ميدان سيل څنګه و ؟ خوشحاله وم !غواړئ چې کور ته لاړ شئ ؟ البته.

ريښتيا ده چې ليو ان لينګ يوازې د يوه خيريه فعاليت څخه ګټه اخيستونکې ده.دغه فعاليت چې د چين د خيرښېګنې د عمومي ټولنې له خوا جوړ شوی او موخه يې د زړه په ناروغۍ د اخته شويو زرو تنو بی وزلو قومي ماشومانو سره مرسته کول دي او د دی فعاليت د پيل په دريم کال کې د دی فعاليت عمده موخه دا و چې سږ کال زه په خوښۍ سره د ماشومانو نړيوال اختر تېروم .د مې له ١٨مې نيټې څخه يوسل او پنځوس تنه ماشومان د وړيا درملنې لپاره بېجينګ ته راغلی او نور به يې په وار سره وړيا درمنله هم ومني.د يادې ټولنې مشر لي بن سونګ خبريالې ته وويل چې د ٢٠١١ کال له فبرورۍ څخه د زړه ماشومو ناروغانو سره د مرستندويه عملياتو له پيل راهيسې يې په بريالی توګه د يو زرو تنو ماشومانو لپاره د جراحۍ عملونه تر سره کړي او اوس د نورو همدغو يو زرو تنو ماشومانو د جوړېدو لپاره هڅه کوي.هغه وويل : په تېرو دوو کلونو کې مونږ د نورو روغتونونو له طبي کارکوونکيو سره يو ځای څلور ځله شينجيانګ ته او پنځلس ځله د چينګ های، تبت، داخلي مغلولستان ، هې لونګ جيانګ په شمول ډېرو لږه کيو سيمو ته تللي کړي چې د سفر اوږدوالی يې يو لک کيلو مترو ته رسيدلی دی ،اوپه ترڅ کې مو د دوو لکو لږه کيو ماشومانو معاينه کړې چې له امله يې د زړه په ناروغۍ د ا خته شويو اوولس سوو شپاړلسو ماشومانو د جراحۍ عملونه تر سره شوي دي .

اوس مهال په چين کې نژدې دوه مليونه تنه همدغه ماشومان د جراحۍ عملونو ته اړتيا لري او هر کال يو لک او شل زره تنه نور بچيان په دغه ناروغۍ اخته کيږي .د چين د اوسنۍ طبي سويې له لحاظه څه باندې نوی سلنه ماشومان په پوره توګه د جراحۍ عملونو له لارې جوړيدای شي.خو څه د پاسه نيمه برخه ماشومان د بې وزليتوب له امله پر وخت تر درملنې لاندې نه دي چې دا به ور باندې دايمي اغيزه ولګوي.

د چين خيرښيګنې د عمومي ټولنې د مطبوعاتي داوطلبانو د پرمخبيولو کميټې د شيو اي شيون په وينا اوس مهال په چين کې د زړه په ناروغۍ د يوه ماشوم ناروغ د درملنې لګښت په منځني توګه نژدی شل زره يوانه دي .خو د هغو ماشومانو لګښتونه چې په دغه فعاليت کې برخه لري، د چين د خيرښيګنې د عمومي ټولنې او روغتونونو پر غاړه دي.د يوه روغتون د ناروغانو په کوټه کې خبريالې هم وليدل چې دوه نجونې تر جراحۍ وروسته د جوړېدو په حال کې دي او څو ورځې وروسته به هم تيان ان من ميدان ته لاړ شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای