CRI Online

کاناډايي ديريک : چيني خوراکونه زما خوښ دي!

cri     (GMT+08:00) 2013-07-01 17:38:12


کاناډايي ديريک له چيني خوراکونو سره ډېره مينه لري، هغه کله کله په دې هکله له خبريالانو سره مرکې کوي

له مرکې مخکې ديريک له خدمتګر نه د خوړنځی پېژوندکارډ وغوښت. ديريک خبريال ته وويل چې هغه له خوندورو خوارکونو سره ډېره لوالتيا لري ، هرځل چې يو خوړنځي ته ځي، خامخا به د خوړنځيو پېژوند کارډ واخلي. تر اوسه يې د چين په داليان ښار کې له نژدې ټولو خوړنځيو نه پېژوندګارډونه را غونډ کړي چې شمېر يې لږترلږه يو زر دانو ته رسيدلی دی.

ديريک د کانداډا د البرتا ولايت له جنوبي ښار کلګري نه راغی.هغه اوس د چين په داليان ښار کې د سافټوير منيجر دی. هغه د نورو هېوادونو د خوندورو خوراکونو په خوړلو خوښ دی . خبريال په داليان ښار کې د چوان جو ده په نامه يو مشهور رستورانت کې چې تر ټولو مشهور خوراک يې د بېجينګ هيلۍ کباب دی، له ديريک سره مرکه وکړه. د مرکې په لومړيو کې ديريک لږې خبرې وکړې، تر څو چې د هيلۍ کباب پر مېز باندې کېښودل شو، خبرې يې زياتې شوې .

((د بېجينګ هيلۍ کباب زما ډېر خوښ دی. زما مېرمن دغه ډول کباب نه خوري حتی د چرګ غوښې هم نه خوري .))

ديريک وويل، چې د بيلابيلو ځايونو د خوندور خوراکونو د خوړلو لپاره يې ډېرې چيني لهجې زده کړې دې، د ساري په توګه د چين د ګوانګ دونګ لهجه. هغه وويل، پخوا مې په کاناډا کې د چيني خوراکونو د خوړلو لپاره د ګوانګ دونګ لهجې په زده کولو پيل وکړ.

((په ګوانګ دونګ لهجې لږڅه خبرې کولای شم. که چېرې په کاناډا کې که په يو چيني رستورانټ کې ډوډۍ وخورئ او په ګوانګ دونګ لهجه نه پوهيږئ،نو د خوراکونو بيې به بيا لوړې وي. ولی ديريک دچيني ژبې او چيني لهجو د زده کولولپاره کوښښ کوي؟ د ديريک چيني مېرمن چې شن جيون تاو نومېږي او يوه شانګهايی ښځه ده ، له خبريال سره د تليفوني مرکې په ترڅ کې ددې پوښتنې ځواب ورکړ.

(( د چيني ژبې د زده کولو په هکله د ديريک هدف دا دی چې کولی شی په رستورانټونو کې په چيني ژبه يا چيني لهجې د خوراک سفارش وکړي. دا هم هغه لامل دی چې ولی زيات بهرنيان له چيني کلتور سره ليوالتيا لري، خوندور خوراکونه هم يو مهم لامل دی.))

په ٢٠٠١ کال کې ديريک د لومړي ځل لپاره د چين شانګهای ته راغی، يوځل يې د ميترو کې خپله لاره غلطه کړه، بيا يې له نجلۍ شن جيون تاو سره د لارې پوښتنه وکړه چې په ترڅ کې يې يوبل ته ايمېل ادرس ورکړی . له دې نه وروسته دوي دواړود بريښناليکونو په وسيله اشنا شول او بيا يې مينه پيدا شوه چې په پايله کې يې په ٢٠٠٧ کال کې سره واده وکړ.

مېرمن شن جون تاو وويل:

(( موږ په فارغ وخت کې نويو رستورانتونو ته ځو څو چې خوندور خوراکونه وخورو. اوس په شانګهای يا داليان کې د بيلابيلو هيوادونو رستورانتونه شته . موږ کله کله له خپلې لور سره د ډوډۍ خوړلو لپاره دغو رستورانتونو ته ځو.))

پخوا د ديريک پلار په خپل ټاټوبي کلګري کې کله کله له ديريک سره يوه چيني خوړنځي ته تلو او چيني خوراکونه يې خوړل. نو ديريک د ماشومتوب په وخت کې هيله کوله چې هرومرو چين ته لاړ شي.

اوس د ديريک خوب پوره شو، هغه چين ته راغی ، د ډېرو ښارونو سيل يې وکړ او ډول ډول چيني خوراکونه يې هم وخوړل. ديريک وويل، چې په داليان کې مې هغه رستورانت ډېر خوښ دی چې پکې د سمندرې صدف سره يوځای وريجې شوې وي چې دغه خوراک ډېر مشهور دی.

(( هرځل به زما ملګري داليان ته راغي، موږ به هلته هرومرو تلو، چې د صدف سره يوځای پخې شوې وريجې وخورو، برسيره پردې، هلته بير هم ارزان دی او يوه لويه پياله بير يوازی لس يوان دي.))

ديريک اوس په داليان ښار کې او مېرمن يې په شانګهای کې کار او ژوند کوي. که څه هم دوی اوسمهال يوځای نه دي، خو د خپلې لور لپاره دوی پلان لري. مېرمن شن وويل:

((موږ غواړو چې سره يو ځاي ژوند وکړو. دا چې په شانګهاي کې اووسېږو يا په داليان کې ، موږ به په دې هکله مشوره وکړو.))

په راتلونکي کې چې که چېرې ديريک او د هغه مېرمن اوسيږي، موږ هم د دغې جوړې د نيکمرغه ژوند هيله لرو او هم دغه شان چې له خوندورو خوراکونو څخه خوند واخلي!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای