CRI Online

د پاکستاني محصلينو په نظر چيني خوب

cri     (GMT+08:00) 2013-07-01 17:45:05


د چين صدراعظم د مې په ٢٢ مه نېټه پاکستان ته ورسيد چې دغه سفر په چين کې د پاکستاني محصلينو د پاملرنې وړ دی

په وروستيو کې هغه خبر چې وايي د چین صدراعظم لي که چيانګ له پاکستان نه يوه تازه ليدنه کړې چې په چين کې يې د پاکستاني محصلينو ډېره پاملرنه راجلبه کړې ده . دغو محصلينو نه يوازې له پاکستان نه د چين صدراعظم لي که چيانګ د سفر هرکلی څرګند کړی، بلکې يې د هغه چيني خوب په هکله خپل نظرونه هم څرګند کړي دي چې اوسمهال تر تود بحث لاندې راغلی دی.

ادنان چې کور يې د پاکستان په روالپنډي کې دی، اوس په بېجينګ کې د بهرني سوداګرۍ او اقتصاد پوهنتون د پولي څانګې زده کوونکی دی. په چين کې يې د اوو کلونو د ژوند په بهير کې د چين په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړي دي. هغه وايي د چين او پاکستان ترمنځ لرغونې دوستي موجوده ده، پاکستان د چين د صدراعظم په توګه د لي که چيانګ د لومړي سفر يو تم ځای دی چې له دې نه څرګنديږي چې چين له پاکستان سره خپلو اړيکو ته د لومړيتوب اهميت ورکوي او په درنه سترګه ګوري، هغه هيله لري چې پاکستان ته د لي که چيانګ روان سفر ډېر برياليتوبونه وګټي. د ده په اند د پاکستان او چين ترمنځ د همکارۍ لپاره پراخه فضا شته ، پاکستان دې له چين سره يوځای ګډ پرمختګ وکړي. اوس چينايان د چيني خوب د ترسره کولو په هڅه کې دي، پاکستانيان هم بايد خپل خوب جوړ کړي. هغه وويل:

((زه په پولي څانګه کې زده کړه کوم او په خپلو سترګو مې په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصاد چټګ پرمختګ ليدلی دی. هيله لرم چې د خپلو کوښښونو له لارې يو غوره اقتصاد پوه وګرځم، د چين د پرمختيايي تجربو په زده کولو سره د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره خدمت وکړم، ترڅو چې د پاکستان اقتصاد لاښه شي.))

محمد ريزوان د چينګ هوا پوهنتون د کيميا څانګې محصل دی، هغه د سي ار ای له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې هغه په دې ډېر خوښ دی چې صدراعظم لي که چيانګ له پاکستان نه ليدنه کړې. د چين او پاکستان ترمنځ دوستي ژوره او ټينګه ده، هغه وويل:

((چين کې نوی حکومت تازه جوړ شو، په پاکستان کې نوی حکومت د جوړيدو په حال کی دی. دا چې د دواړو هيوادونو نوي مشران سره خبرې اترې کوي، د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ لاټينګښت لپاره ډېر اهميت لري.))

اوس چينايان د خپل ټينګ هوډ او زحمتونو له لارې د خپل خوب د پوره کولو کوښښونه کوي، ريزوان وايي چې هغه به پاکستان ته له ستنېدو وروسته د چينايانو په شان د خپل هيواد پرمختګ لپاره نه ستومانه کيدونکی کوښښونه وکړي.

عمزاد د بېجينګ ژبو پوهنتون يو پاکستاني محصل دی. درې کاله دمخه هغه په سکالرشيپ ګټلو سره چين ته د چيني ژبې زده کولو لپاره راغی. اوس هغه په روانه چيني ژبه خبرې کولای شي. عمزاد وايي چې هغه پاکستان ته د چيني مشر روان سفر ته ډېره پاملرنه کوي، هغه هيله لري چې د پاکستان نوی حکومت د چين له حکومت سره ستراتېژيک همکارۍ اړيکې ښه وساتي او د وګړيو د نيکمرغه ژوند او ګټلو لپاره هڅه وکړي. په چين کې د يو سکالرشيپ ګټونکي محصل په توګه عمزاد د چيني خوب په هکله خپل نظرونه لري.

((د چين نوی حکومت پر چيني عامو وګړيو پورې ډېر خوبونه لري، دغه راز د زده کوونکو لپاره هم ، د چين حکومت بهرني او چيني زده کوونکو ته سکالرشيپ او فرصتونه ورکړی دی.))

کله چې خبريال له امژاد نه پوښتنه وکړه چې په چين کې هغه څه خوب لري؟ هغه داسې وويل:

((هيله لرم چې د پاکستان لپاره د زده کولو لپاره کوښښونه وکړم. ځکه چې زه لومړی دلته زده کړه کوم او بيا به بېرته پاکستان ستون شم او د خپل هيواد لپاره به خدمت وکړم.))

د پاکستان له راولپندي ښار نه راغی،هغه اوس په بېجينګ کې د بهرني سوداګرۍ او اقتصاد پوهنتون د پولي څانګې زده کوونکی دی. په چين کې يې د اوو کلونو د ژوند په بهير کې دچين په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړي دي. هغه وايي د چين او پاکستان ترمنځ لرغونی دوستي لري، پاکستان بهر ته د چين صدراعظم په توګه د لي که چيانګ لومړی سفر يو تم ځای دی چې له دې نه له پاکستان سره اړيکو ته د چين لومړيتوب او په درنه سترګه کتل څرګند شوی دی. هغه هيله لري چې پاکستان ته د لي که چيانګ روان سفر به برياليتوبونه وګټي. د ده په اند د پاکستان او چين ترمنځ د همکارۍ پرمختګ لپاره زياته فضا لاهم شته، پاکستان دې له چين سره يوځای ګډ پرمختګ وکړي.اوس چينايان د چيني خوب د ترسره کولو په هڅه کې دي، پاکستانيان هم بايد خپل خوب جوړ کړي.

(( زه په پولي څانګه کې زده کړه کوم، په وروستيو کلونو کې مې د چين د اقتصاد چټک پرمختګ ليدلی دی، هيله لرم چې دخپل کوششونو له لارې يو غوره اقتصاد پوه وګرځم، د چين د پرمختيايي تجربو په زده کولو سره د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره خدمت وکړم، ترڅو چې د پاکستان اقتصاد لاستر پرمختګ ولري.))

محمد ريزوان د چينګ هوا پوهنتون د کيمياوي پوهنځي محصل دی، هغه د سي ار ای له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې هغه په دې ډېر خوښ دی چې صدراعظم لي که چيانګ به له پاکستان نه ليدنه وکړي. د چين او پاکستان ترمنځ دوستي ژوره او تينګه ده، هغه وويل:

((چين کې نوی حکومت تازه رامنځته شوی، په پاکستان کې نوی حکومت د جوړيدو په حال کی دی. دا چې د دواړو هيوادونو نوي مشران سره خبرې اترې کوي ، د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستي لاټينګېدو لپاره ډېر اهميت لري. اوس چينايان د خپل ټينګ هوډ او کښښونو له لارې خپل خوب پوره کوي، هغه به پاکستان ته له رستونېدو وروسته د چينايانو په شان د خپل هيواد پرمختګ لپاره نه ستومانه کيدونکی کوښښونه وکړي.

امژاد د بېجينګ د ژبو پوهنتون يو پاکستاني محصل دی. درې کاله دمخه هغه په سکالرشيپ ګټلو سره چين ته د چيني ژبې زده کولو لپاره راغی. اوس هغه په روانه چيني ژبه ويلای شي. امژاد وايي چې هغه پاکستان ته د چيني مشرانو روان سفر ته ډېره پاملرنه کوي، هغه هيله لري چې د پاکستان نوی حکومت به د چين له حکومت سره ستراتېژيکې همکارۍ اړيکې ښه وساتي او د وګړيو د نيک مرغه ژوند او ګټو لپاره هڅه وکړي. په چين کې د يو سکالرشيپ لروونکی محصل په توګه امرژاد د چيني خوب په هکله خپل نظرونه لري.

((د چين نوی حکومت د چيني عامو وګړيو لپاره ډېر خوبونه لري، دغه راز د زدهکوونکو لپاره هم، د چين حکومت بهرني او چيني زده کوونکو ته سکالرشيپ او فرصتونه ورکړی دی.))

کله چې خبريال له امژاد نه پوښتنه وکړه چې په چين کې هغه څه خوب لري؟ هغه داسې وويل:

(( هيله لرم چې د پاکستان لپاره د زده کولو لپاره کښښونه وکړم. ځکه چې زه لومړی دلته زده کړه کوم او بيا بېرته پاکستان ته ستون شم او د خپل هيواد لپاره خدمت وکړم.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای