CRI Online

د بهرنيانو د هستوګنې په سيمه کې بهرني داوطلبان

cri     (GMT+08:00) 2013-07-01 17:50:31


د يانګ ګوانګ يي بای نومي هستوګنې په سيمه کې دوطلبان د خځلې په لېری کولو بوخت دي

د تېر مارچ د ٢ نېټې په سهار لسو بجو،په بهر کې د هوا تودوخي درجه يوازې درې څلور وه، خو د چين د تيان جين ښار د يانګ ګوانګ يي بای نومي هستوګنې په سيمه کې ډېره ګڼه ګوڼه وه. نژدې يو سلو تنو داوطلبانو د سيمې د اوسېدونکو کمېټې په مشرۍ په بېلچو او جارو د سيمې په ګوټ ګوټ کې خځلې لېری کولې.

په دغو داوطلبانو کې ګڼ شمېر بهرنيان دي. د جنوبي کوريا مېرمن لي جن يو چې اته کاله مخکې د زده کړې لپاره تيان جين ته راغی، د استوګنځاي په دهليز کې د خځلو په لېرې کولو بوخته وه . اوس هغه په روانه چيني ژبه خبرې کولی شي. دې وويل:

((دا ډېر ښه کار دی چې موږ سره يوځای د خپلې هستوګنې د سيمې لپاره خدمت کوو. لکه چې ميرمن جين شيانګ ، او خاوند يې، دوی ټول خپل کارونه لري، خو دوی د نورو چيني داوطلبانو په شان دلته خدمتي کارونه کوي. ځينی يې د تېرې شپې له دوولسو بجو څخه د نن سهار تر اوو بجو پورې دلته راغلي. دوی د هستوګنې سيمه خپل کورونه بولي ، نو دوی په فعاله توګه په کې ګډون کوي.))

د يانګ ګوانګ يي بای نومي د هستوګنې په سيمه کې څه باندې پنځه لس زره اوسيدونکي شته چې پکې د هغو بهرنيو اوسيدونکو شمېر چې له جنوبي کوريا، جاپان، امريکا، جرمني په شمول لسو هيوادونو او سيمو نه راغلي، تر څلور زرو زيات دی چې په تيان جين ښار کې د نورو اوسيدونکو سيمو په پرتله زيات دی. دوی مختلفې ژبې خبرې کوي، د پوستکو رنګونه او کلتورونه يې هم بيل دي، نو په يوه اوسيدونکې سيمه کې د ګډ ژوند په بهير کې د دوی ترمنځ توپيرونه کله کله پېښېږي.

په اول کې د اوسيدونکو ګمېټې څو داوطلب محصلين چې په انګليسي، کوريايي او جاپاني ژبو پوه شوي ، ګمارلي وو چې په سيمه کې مسئلې حل کړي. خو دغسی داوطلبان په دې استوګنځاي کې نه اوسيدل، نو ځينی مسئلې يا شخړې پر وخت نه شوای حلولای. نو د اوسېدونکو کمېټې يوه بله لاره وټاکله .د ٢٠١٠ کال د اګست په ٢٥ مه نېټه د لسو داوطلبانو يوه ډله جوړه شوه چې له جنوبي کوريا څخه راغي او له چيني دودونو او چيني او انګليسي ژبو سره هم اشنا دي .

دغو لسو کوريايي داوطلبانو د هستوګنې سيمې لپاره زيات کارونه کړي دي. مثلا د اوسيدو لپاره د بهرنيانو د نومونو ثبتولو په برخه کې يې د پوليسو له ادارې سره مرسته کړې ، د سيمې د ګزموي دندې يي ترسره کړې او د اوسيدونکيو ترمنځ شخړې يې حل کړې او داسې نور. هرکله چې چيني او بهرني اوسيدونکي مرستو ته اړتيا ولري، دوی به مرستې برابرې کړي. له يوې مودې وروسته دوی د چيني او بهرني اوسيدونکو ډېر اعتماد ترلاسه کړی دی.

تېر دوبی کې د جنوبي کوريا يوه جوړه د اوسيدونکې مېرمن ياو ګاونډي شوه .خو لږه موده وروسته مېرمن ياو پيدا کړی چې ګاونډي يې کله کله خځلې په دهليز کې پرېښودلې چې بد بوی يې پورته کېده ، هغې څو څو ځله له کوريايي جوړې نه غوښتي چې خځلې بايد پروخت د خځلو صندوق ته وغورځوي. خو د ژبې ستونزې له امله دغې جوړې يوازې سر ښوراوه ، مېرمن ياو ګمان کولو چې دوي خپل وړانديز و نه مانه ، نو ډېره قهره شوه. داوطلبه لي جن يو د دې شخړې په اوريدو سره راغله او له دغې کوريايي جوړې سره يې له خبرو وروسته پوه شوه چې دا بيخي يو سوتفاهم و.

د لي جن يو په مرسته سوتفاهم ژر لېری شو. اوس مېرمن ياو او کوريايي جوړه ښه ګاونډيان شول. هغې وويل:

((زموږ ترمنځ د داوطلبې منځګړيتوب په اثر زموږ ترمنځ شخړه ژر لېرې شوه . اوس زموږ دهليز ډېر پاک دي. ))

دغې ډول شخړې کله کله پېښېږي. خو داوطلبان تل په ګرم زړه شخړې حلوي. هرچېری چې مرسته په کار وي، دوي به ژر راشی . نيم کال وروسته نور ١١ داوطلبانو چې له اروپا او امريکا نه راغلي په دغه ډله کې هم ګډون وکړ. بريټانوي داوطلب دان ويلليامس وويل:

(( زه ډېرو هيوادونو ته تللي وم، هرهيواد کې داوطلبان شته. خو دلته داوطلبان ډېر ځانګړي دي. ځکه چې موږ دلته د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د ګډ ژوند د ښه والي لپاره مرسته کوو.))

د يانګ ګوانګ يي بای نومي سيمه کې د داوطلبانو شمېر په لازياتېدو سره دغه خدمتي لارې چارې هم د نړۍ نورو ځايونو ته خپرې شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای