CRI Online

خوندور خوراکونه د نړيوالو هر کلي وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2013-07-02 10:29:43

ګرانو اوريدونکيو، د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې خوندور خوراکونه د نړيوالو هر کلي وړ دي.د چين خوراکي کلتور زر کلن تاريخ لري .اوس مهال دغه کلتور د نړۍ هر ګوټ ته خپريږي او د چين خوراکونه د زياتو بهرنيانو له خوا خوښيږي چې له دی جملې څخه يې ډېر بهرنيان د چيني خوراکونو د پخولو په برخه کې لوی لاس لري.د جون په ٢٢مه نېټه په بېجينګ کې د سه چوان خوراکونو د پخولو مهارتونو په سيالي کې ډېرو بهرنيو دوستانو نندارچيانو ته په زړه پوری ننداره وړاندې کړه.د استراليا، المان ، روسيې او تايلند په شمول له ډېرو هېوادونو څخه راغلو لوبغاړو پکې ګډون کړی و او د کتوونکيو لپاره يې ډول ډول چيني خوراکونه پاخه کړل.

(اواز.........) د خوشحالي موسيقې په غږولو سره د استراليا، المان، روسيې او تايلنډ لوبغاړو کتوونکيو ته د خپل ځان له خوا پاخه شوي خوندور خوراکونه وړاندې کړي چې د سيالۍ په ځای کې ښه بوی و.د المان لوبغاړې الپسنچرا له خوا پوخ شوی خوارک د خپل هېواد د خوراکونو ځانګړتيا لري.هغې ټولو ته معالومات ور کړل :( اواز...........) د دغه خوراک اومه مواد کچالو ، د غوايي غوښه ،سابه او ليمون دي.

په دغه سيالۍ کې هغه غوښتنه وکړه چې بايد په پاخه شويو خوراکونو کې د خپل هېواد بوی زيات شي .د کوربنۍ اورګان د عمده اومه مواد په توګه د غوايي غوښه ټاکلې او پر لوبغاړو ېې غږ کړی چې په شپېتو دقيقو کې خوراکونه جوړ کړي او د دی ترڅنګ د سه چوان ولايت او ځايي کلتور په اړه پوښتنو ته ځواب ور کړي. تر هغه وروسته د مسلکي کارپوهانو د ارزونې او د کتوونکيو د رايي ورکونې له لارې ډېر خوندور خوراکونه وټاکل شول..

په اخر کې له ټايلند څخه راغلی لوبغاړې اينګ اينګ د خپل ښه مهارت په اتکا سره لومړنی ځای تر لاسه کړ.هغې د سيالۍ د يادونې په ترڅ کې وويل : (اواز...........) خوشحاله يمه چې په اخر کې مې لومړی ځای تر لاسه کړی او د سيالۍ څخه مې ډېرې ګټې واخيستې. د دې تر څنګ مې د دغې سيالۍ له لارې د چين او د چين کلتور په باب ډېر معلومات تر لاسه کړل.

که څه هم ډېرو لوبغاړو لومړنی ځای نه دی شوی، خو په خوشحالۍ سره يې ويل چې په دغه سيالۍ کې می ګډون وکړ او د چين خوراکي کلتور په باب مې ډېر معلومات هم تر لاسه کړل.د استراليا لوبغاړي ستيفن هم د لوبيا څخه يو ځانګړی خوراک پوخ کړی و.هغه وويل (اواز..........) ځکه چې زه د چين لوبيا ډېر خوښوم ،نو دغه خوراک مې جوړ کړ.خو کارپوه وايي چې دا يوه ناسه ټاکنه ده ،ځکه د کوربه له خوا د غوښتنې سره سم عمده اومه مواد د سه چوان د غوايي غوښه ده او نه لوبيا .زما په أند دغه سيالی ډېره په زړه پورې ده او هم د چينايانو هم د بهرنيانو لپاره ډېره ګټوره ده.دومره زياتو لوبغاړو په سيالۍ کې د ګډون له لارې يو د بل کلتور په هکله زده کړه وکړه .نن مې ښه ډېره پوهه تر لاسه کړه.

د خبر له مخې دغه سيالی د چين د ښه بوی نومی سيالۍ څخه لومړنی برخه ده .په راتلونکيو دريو مياشتو کې به د ګوانګ دونګ، شان دونګ او هوای يانګ د خوراکونو په اړه سيالۍ هم جوړه شي او د لوبغاړو د مهارتونو د ارزونې لپاره د چين د پخلي کوونکو ګډې ټولنې کارپوهانو او د چين د مشهورو خوراکي ليکلوالانو ته بلنه ور کړه .د دغې سيالۍ د کوربنۍ حق هم د چين د نړيوالې راډيو په اړه د اينګ ون نومی ويبپانې له خوا تر لاسه شوی دی.مسئول لي فو سنګ وويل چې د دغې سيالۍ موخه د چين خوراکي کلتور هڅول،د چين او لويديزو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې پرمخبيول او هر کلی کول دي چې بهرني دوستان پکې ګډون کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای