CRI Online

هندي ځوان سشودخان : په چين کې مې خپل خوبونه ترسره کړی!

cri     (GMT+08:00) 2013-07-08 18:40:21


سشودخان په ٢٠٠٩ کال کې په يوه تليويزيوني پروګرام کې ننداره اجرا کړه چې د نندارچيانو تودو چکچکو بدرګه شوه

د چين د پرله پسې پرمختګ سره سم لازيات بهرنيان چين ته راځي. د ٢٠١٣ کال تر لومړې نيمايي پورې په چين کې د بهرنيو اوسيدونکو شمېر يو مليون څلور سوه زرو تنو ته ورسيد. هندي ځوان سشودخان هم له دغو بهرنيانو څخه دی. د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ کې به د هغه کيسه واورئ!

سږکال ٢٦ کلن سشودخان د هند له بهار ايالت نه راغی او اوس د چين په شمال ختيځ کې د شن يانګ ښار د ښوونکو روزلو په پوهنتون کې د ماستري سند لاسته راوړنې په هڅه کې دی. پخوا يې په هند کې ښه کار درلود او ساده ژوند يې تيراوه، د ٢٠٠٨ کال په جون کې له يو حکومتي پلاوي سره يې چين ته سفر وکړ چې له هغه وخته څخه يې چين سره علاقه په زړه کې پيدا شوه. هغه لومړی خپلې دندې ته استعفا ورکړه او بيا د چيني ژبې د زده کړې لپاره چين ته راغی.

(( چين کې ډېر فرصتونه شته،نه يوازې د علاقې له امله د چيني ژبې زده کړه کوم ، مهم لامل يې دا دی چې ما ته يې د کار زيات فرصتونه راکړي.))

سشودخان خبريال ته وويل، چې په اول کې دده ډېرو ملګرو ور ته نصيحت کاوه چې چيني ژبه ډېره مشکله ده او هيڅ ګټه نه لري، د سشودخان په اند هر انتخاب شوی درس په اول کې ډېر کسان راجلب کوي. خو ورو ورو زده کوونکي کمېږي . خو بختوره خبره دا ده چې سشودخان د چيني ژبې په زده کولو کې د خپلې کورنۍ له غړو ملاتړ له ځان سره لري. هغه وويل:

(( زما د کورنۍ غړي زما انتخاب ته درناوی کوي او ټينګ ملاتړ مې کوي.

د زياتو بهرنيو محصلينو په شان نه دی، سشودخان لومړی په چين کې شن يانګ ښار انتخاب کړ ، نه بېجينګ ، هغه وايي چې په چين کې يې د ده ژوند د پخوا په پرتله اوس په زړه پورې دی. هغه د شن يانګ د ښوونکو روزلو په پوهنتون کې د زده کړې په موده کې د محصلينو ټولنه جوړه کړه، هغه کله کله د يو داوطلب په توګه د ځايي سپين ږيرو د حال احول پوښتنه کوي، هغه هم په تليويزيون کې د بهرنيانو لخوا د چيني ژبې زده کولو په پروګرام کې بهرنيانو ته چيني ژبه ورزده کوي. هغه هم په داسی حال کې چې قومي جامې يې اغوستې وي او په بيلابيلو نندارو کې د مشرۍ په توګه دنده ترسره کوي.

د سشودخان په اند، شن يانګ ښار د بېجينګ په شان يو داسې ښار هم دی چې لرغونی تاريخ لري او په چين کې يو مهم صنعتي مرکز دی ، دغه راز په دې ښار کې بهرنيان هم ډېر دي. هر کال نه يوازې زيات بهرنيان د سفر لپاره ، بلکې د دايمي ژوند او زده کړې لپاره دلته راځي . د هغه په اند، په چين کې هر تن د خپل خوب د ترسره کولو فرصت لري، البته ننګونه هم ورسره ده . هغه هيله لري چې د چيني ژبې تر خپلولو وروسته خپلو هېوادوالو ته چې له چين سره علاقه لري او غواړي د چارو پراخولو لپاره چين ته لاړشي، خدمت ورکړي.

(( په هند کې هغه پوهنتونونه چې پکې د چيني ژبې درس ورکول کيږي، لږ لږ دي، له ډيلي پوهنتون، نيهرو پوهنتون نه پرته، په نورو پوهنتونونو کې د چيني ژبې څانګې نشته ، نو د چيني ژبې زده کول اسانه کار نه دی، دغه راز د چيني ژبې ښه ښوونکي هم لږ پيدا کيږي. زما خوب دا دی چې د چين او هند د دواړو هيوادونو لپاره د ولسي سفير دنده ترسره کړم، هيله لرم چې د کړکۍ په توګه رول ولوبوم چې هنديان او چينايان کولای شي چې زما له لارې يو له بل سره د نظريو تبادله وکړي.))

(( يو پلان لرم چې د چيني ژبې د ډاکترۍ درجې له ګټلو وروسته زما په ټاټوبي کې يو لومړی ښوونکی جوړ کړم او زياتو هېوادوالو ته چيني ژبه ورزده کړم.))

ډېر بهرنيان د سشودخان په شان د چين او د چيني کلتور سره د علاقې له امله چين ته راغلل او په چين کې يې د خپلو خوبونو د پوره کولو لپاره کوښښونه کوي. موږ هم د دوی د برياليتوب په هيله!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای