CRI Online

په چين کې د کينيايي هېواد د يو محصل خوب

cri     (GMT+08:00) 2013-07-12 18:06:59


په چين کې افريقايي محصل کيماني


د جه جيانګ پوهنتون په رستورانت کې کيماني او ټولګيوال

د سهار په يوولسو بجو او څلويښت دقيقو،د چين په جنوب هانګ جو ښار کې د جه جيانګ پوهنتون د ژنتيک يعني د وراثت علم څانګې سهارني درسونه ختم شول. په زياتو چيني زده کوونکو کې يو افريقايي تورپوستي زده کوونکی ډېر د پاملرنې وړ دی. دغه افريقايي زده کوونکی چې جوسيف کيماني نومېږي او ٣٩ کلن دی ، د کينيا له پلازمېنې نروبي څخه راغلی. چين ته له رسيدو مخکې يې د کينيا په يو حکومتي لابراتوار کې د وراثت علم د څېړنې دنده درلوده . په ٢٠١١ کال کې هغه د چين او افريقا د همکارۍ فورم د ښوونيزې همکارۍ د پروګرام سره سم د وراثت علم د ډاکترۍ سند د لاسته راوړلو لپاره د چين په جه جيانګ پوهنتون کې شامل شو. هغه په دې اړه وويل:

(( کله چې وړم کال مې د کينيا د لوړو زده کړو له وزارت څخه په چين کې زده کړې ته د دوام ورکولوخبر واوريده،نو سمدلاسه مې خپل نوم ثبت کړ او بيا له اړوندې ازموينې نه بريالی شوم چې په پايله کې مې له چين نه سکالرشيپ ترلاسه کړ. برسيره پردې، له ما نه پرته په هغه وخت کې د ډاکترۍ سند د ګټلو لپاره ١٣ تنه محصلين او د ماسترۍ سند د تر لاسه کولو لپاره ١٦ محصلين هم چين ته راغلي دي . دوی اوس په جلاجلا توګه د چين په بيلابيلو ښارونو کې په زده کړه بوخت دي.

کيماني له ټولګي نه ووت او له دې امله چې ټولګيوالو ته د هغې ازموينې پايله وسپاري چې سهار يې ترلاسه کړې، ژر د لابراتوار ودانۍ درېيم پوړ ته ورسيد.

په يوه اوونۍ کې کيماني دوه مسلکي او د چيني ژبې د لوست درسونه لري،او په نور زياتره د لابراتوار په برخه کې درسونه وايي. هغه له چيني ټولګيوالو سره ښه چلند کوي.چيني محصل جو جونګ وی اوس له کيماني سره يو ځاي د يو ښوونکي تر لارښوونې لاندې ازموينه کوي. ٢٤ کلن جو جونګ وی خپل افريقايي ټولګيوال چې د دريو ماشومانو پلار دی ، ډېر وستايه:

(( هغه ډېر جدي او په دقت سره زده کړه کوي. هغه يو ډېر زحمتکښ سړی دی. هغه هم کله کله زموږ سره د ازموينې ليکنې د سمولو مرسته کوي.))

کيماني وويل، چې ښه دوستان بايد يو له بل سره مرسته او په ګډه سره پرمختګ وکړي. هغه به له جو جونګ وی سره د ازموينې ټيسيس د اصلاح لپاره او جو جونګ وی به له هغه سره د چيني ژبې سويې د لوړولو لپاره مرسته وکړي.

د غرمې ډوډۍ وخت رارسيږي، کيماني له لابراتوار نه د پوهنتون رستورانت ته لاړ،هغه د دوو کلونو راهيسې د خپل ژوند او زده کړې په هکله خبريال ته داسې وويل:

((د پوهنتون چاپيريال ډېر ښه دی، ډېر ښکلی دی. برسيره پردې، دلته د ازموينې سامانونه ډېر پرمختللي دي. شرايط يې ډېر ښه دي چې دا زما د ازموينې د بشپړېدو لپاره ډېر ګټور دی.))

اوس په چين کې د کيماني په شان افريقايي زده کوونکي ډېر دي. ډېر کاله کيږي چې د ښوونې په برخه کې د چين او افريقا ترمنځ همکاري پيل شوې ده .د اړوندې شمېرنې له مخې، اوس د چين په بيلابيلو ځايونو کې څه باندې ٢٧٠٠٠ افريقايي زده کوونکي شته چې له دې جملې نه څه باندې ٧٠٠٠ تنه د چين له حکومت نه سکالرشيپ ګټونکي دي .دوی په عمده توګه د ژبو، طب، کرنې او داسې نورو ساحو کې زده کړه کوي. سږکال د چين حکومت هم پريکړه وکړه چې نوره هم زيات افريقايي زده کوونکي ومني چې په راتلونکو دريو کلونو کې به لږترلږه نور ١٨٠٠٠ تنو افريقايي زده کوونکو ته سکالرشيپ ورکړي.

يوکال وروسته به په چين کې د کيماني زده کړې بشپړې شي، هغه د راتلونکي په هکله داسې وويل:

(( غواړم چې افريقا ته له ستنېدو وروسته هغه پوهنه چې په چين کې مې زده کړه کړې،د خپل هېواد او وګړو لپاره خدمت وکړم او د جين د وراثت په هکله يوه اکاډمی جوړه کړم چې دا هم زما په چين کې د خپلې زده کړې هدف او يو خوب دی .))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای