CRI Online

د چين په مسافر وړونکو الوتکو کې انټرنټ کارول کيږي

cri     (GMT+08:00) 2013-07-18 16:08:28

هغه خيال رېښتيا شوی چې مسافرين په الوتکه کې انټرنټ کاروي .د جولاۍ په درېيمه نېټه ماښام له بېجينګ څخه د چنګ دو په لوري د چين د نړيوال هوايي شرکت په اسي ای ٤١٠٨ نمبر الوتکه کې ځمکنې شبکه له هوايي شبکې سره تړل شوې چې له امله يې د الوتکې تر الوت وروسته مسافرين انټرنټ کارولی او بريښنايي ليکونه ليږلی شي.

د معلوماتو له مخې دغه شکل د ځمکني او هوايي شبکې تړل بلل کيږي يعنی په الوتکه کې د بې سيمې سيمه ييزې شبکې پر بنسټ د الوتکې شبکې او بهرني شبکې د تړل کيدو له لارې د الوتکې شبکې په ګرد انټرنټ کې شامليږي چې له امله يې مسافرين د کمپيوټر په وسيله په ټاکلو ويبپاڼو کې ثبتولی او بيا يې د تويتر او بريښنايي ليکونو له لارې له خپلو دوستانو او همکارانو سره اړيکې ټينګولی او د اسهامو او الوتنې په اړه معلومات تر لاسه کولی شي.د چين ملکي هوايي چارو د ادارې پوهنځی ډاکتر دينګ شياو يوو وويل هغې الوتکې چې غواړي د دغه انټرنټي سيستم وثيقه تر لاسه کړي، بايد تر جدي څارنې لاندې راوستل شي.هغه وويل (اواز........) د الوتکې د پورته او کښته کېدو پر مهال هغه ازموينه تر سره کېږي چې ايا درول شوی انټرنټي سيستم د نورو سيستمونو پرامنيت اغيزمن وي که نه ؟يوازې د هېڅ اغيزې د نه شتوالي پر حال کې په الوتکه کې د انټرنټي سيستم کارونه منظوريدای شي .دا بايد د چين د ملکي هوايي چلند جدي څارنې ته اړتيا لري.

تر اوسه پورې په نړۍ کې يوازې د المان ،سعودي عربستان، بريټانيا او امريکا په شمول د ځينو هېوادونو هوايي شرکتونو په خپلو الوتکو کې دغه ډول سيستم درولی دی. د چين نړيوال هوايي شرکت په ٢٠١٠ کال کې د دغه سيستم په څېړنه پيل وکړ. په الوتکو کې د انټرنټي چارو په هکله د دی شرکت مسئول جانګ يون وويل (اواز...................)په الوتکه کې بريښناليکونه او پيغامونه خپرېدای شي .لومړی کيدای شٍی چې تاسي لومړی د وانګ ايي په نوم ويبپاڼه کې د خپل نوم تر ثبتولو وروسته د بريښناليک ادريس تر لاسه کړئ او بيا به خپلو دوستانو ته بريښناليکونه ور وليږئ .دغه راز دده ځوابي ليک هم پر وخت اخيستی شئ .د دې ترڅنګ هم په انټرنټ کې ژوندي خبرونه هم کتل کېږي .

هغه زياته کړه رېښتيا ده چې په الوتکه کې انټرنټي سيستم په کور کې له بې سيمې انټرنټي شبکې سره يو شان دی، خو د مسافرينو د امنيت تامينېدو لپاره په الوتکه کې دغه انټرنټي خدمت يوازې له ځمکې څخه د درو زرو مترو په جګوالي کې کارول کيږي.

له دې نه مخکې د چين نړيوال هوايي شرکت او د سن جن نومی هوايي شرکت په الوتکه کې انټرنټي خدمت برابر کړی دی. نو اوسنی انټرنټي خدمت د پخوا په پرتله څه توپيرونه لري ؟ د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ په اړه د معلوماتي څېړنې د مرکز عمومي منشي جيانګ چي پينګ خبريال ته وويل :(اواز............) پخوا دغه انټرنټي خدمت په عمده توګه د اې ٣٨٠ډوله الوتکو کې په ازمويښت ډول کارول کېده ، خو که دغه انټرنټي شبکه په سالمه توګه روانه وي، نو ښايي په ډېرو الوتکو کې دغه سيستم درول کېږي.

سربېره پردې څېړونکيو دی ته اشاره وکړه چې په امريکا کې که دغه خدمت وغواړئ ، د يو ساعت لګښت به يې له لسو ډالرو څخه زيات وي، په اروپا کې به دغه لګښت شاوخوا لسګونه يورو ته اوچتېږی .خو معلومه نه ده چې په چين کې به دغه خدمت وړيا وی که نه ؟

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای