CRI Online

په بېجينګ کې د زړو يا خراب شويو بريښنايي توکو د بېرته اخيستلو انټرنټي ډګر جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2013-07-18 16:34:24

د چين په بېجينګ کې د زړو او خراب شويو بريښنايي توکو د بېرته اخيستنې،معاملې او د چاپيريال ساتنې لپاره لومړنی انټرنټي خدمتي ډګر يعنی د شيانګ جياو پي نومی ويبپاڼه د جون په ١٥مه نېټه پرانيستل شوه.د يادو بريښنايي توکو بېرته اخيستنه د نورو بې فايده شيانو د بېرته اخيستنې سره څه توپير لري ؟ په ننني پروګرام کې به تاسو ته اړونده معلومات وړاندې کړو.

په ټيټه بيه د بې مصرفو شيانو د بېرته اخيستلو پر مرکزونو د زړو يا خرابو برېښنايي توکو پلورنه يو عادي کار دی .خو پخپله خوښه د دغو بې مصرفو شيانو غورځونه به زمونږ چاپيريال ته زيانونه ورسوي. مېرمن جانګ د نوموړي ډګر د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز..........) زما په اند دغه ډګر به ښه رول ولوبوي او پخوا مې دغه ډګر نه دی ليدلی.په دی نظر يم چې دا يو بد عادت دی چې په خپله خوښه همدغه شيان غورځېږي.نو ځکه وګړي بايد د ښه چاپېريال د ساتلو لپاره د بې مصرفو برېښنايي توکو بيا کارولو ته پام وکړي.

د جون له پنځلسمې نيټې څخه د بېجينګ ښاريان کولی شی چې په ياده ويبپاڼه کې خپل نومونه ثبت کړي او په يوه دقيقه د خرابو بريښنايي توکو او پتې په باب معلومات وليکي .د ويبپاڼې کارکوونکي به د اړوندو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته د دغو بې فايده شيانو د بېرته اخيستلو لپاره د دغو ښاريانو کورونو ته لاړ شي چې له خراب شوي ګرځنده تليفون، تلويزيون، يخچال او ايرکنديشنر څخه عبارت دي . د بېجينګ د انرژۍ د سپمولو د تبليغاتي فعاليت کارکوونکي ښاغلي وو ښاريانو ته د يادو بې مصرفو شيانو د بېرته اخيستلو په باب معلومات وړاندې کړل او و يې ويل (اواز..........) د بېلګي په توګه ټولو ته معلومه ده چې د خراب شوي تليويزيون څخه د ځينو فلزاتو او پلاستيک تر اخيستلو وروسته مونږ له اړوندو قوانينو سره سم پاتی شوی هغه شيان تر ځمکې لاندې ښخوو چې چاپېريال ته ککړتيا رسوي مثلا سرب ، کرم او داسی نور.

ښاغلي وو د دغې ويب پاڼې په وسيله د معاملي د يادونې په ترڅ کې وويل چې د زړو برقي شيانو د بېرته اخيستلو لاره دا ده چې يوازی په انټرنيټ کې مشتري ته نمرې ورکول کېږی ، نه پيسې څو چې نمرې يوې ټاکلې اندازې ته ورسېږي ، مشتري وکولی شی چې نوي برېښنايي توکي واخلي ..هغه زياته کړه چې دغه طريقه د معمولي لارې په پرتله ښيګڼه لري.هغه وويل (اواز...........) په ويبپاڼه کې شخصي حساب ثبت شوی او تر نوموړي نوم لاندې د زړو برېښنايي توکو د پلورلو له لارې نمرې اخيستل کېږي او بيا يي ګام په ګام زياتېږي .مشتري د دغو نمرو په وسيله د اړتيا وړ ارزان شيان اخيستی شي.

دا د پاملرنې وړ ده چې د دغو زړو برقي شيانو د اخيستلو بيه څنګه ټاکل کېږي ؟کارکوونکي وويل چې بيه يې دا د يادو شيانو د ډولونو او د بيا کارونې د ارزښت له مخې ټاکل کېږي .د هوا شين لو يوان نومی د شرکت عمومی مدير بايار چې د نوموړې ويب پاڼې د ادارې دنده لري، زمونږ خبريال ته وويل چې د دې ويبپاڼې پر شا د زړو برېښنايي توکو د بېرته اخيستلو لپاره يو بشپړ ځنځير شته تر څو دغه شيان په مناسب ډول تر ځمکې لاندی ښخ شي .د دی ترڅنګ مشتريان هم په انټرنټ کې پر وخت د دغو شيانو د اړوند حالت تعقيبولی شي.

د معلوماتو له مخې ياده ويبپاڼه د بېجينګ د ښاري کان په نوم د نمونوي تصدۍ په توګه بلل کيږي .ښاري کان دا معنی لري چې د خرابو موټرونو او برېښنايي توکو د بېرته اخيستلو له لارې د درندو فلزاتو او پلاستيکي شيانو په شمول د ډېرو سرچينو د بيا کارولو موخه تر سره شي. او س مهال په بېجينګ کې هر کال د اړوندو څانګو له خوا د بېرته اخيستل شويو ښاري کاني سرچينو اندازه شپږ لکو ټنو ته رسېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای