CRI Online

نوی ډول نشه يي توکي په چين کې د خپرېدو په حال کی دي

cri     (GMT+08:00) 2013-07-18 16:52:00

د جون ٢٦مه نېټه د نشه يي توکيو د مخنيوي او کنترول له نړيوالې ورځې سره برابره وه چې سږني موضوع يې هلکان او نوي ډول نشه يي توکي دي.په وروستيو کلونو کې نوی ډول نشه يي توکي په چين کې په چټکۍ سره خپاره شوي چې له امله يې ټولنې ته زيانونه رسولي دي. د يوې شمېرنې له مخې د دغه نوي ډول نشه يي توکيو استعمالوونکيو شمېر هرکال په سلو کې دېرش زياتېږی چې له دې جملې څخه شپږ اتيا سلنه برخه يې هلکان دي.

د جون په منځنۍ لسيزه کې د چين د هوي نان ولايت د چانګ شا ښار د نشه يي توکيو د مخنيوی ډلې پوليسو د نشه يي توکيو دوه جوړونکي ونيول چې شپږ سوه او پنځوس کيلو ګرامه نشه يي توکي يې لاس ته راوړل.د خبر له مخې دغه نشه يي توکي د مالګې په نامه يو ډول نوی نشه يي توکي دي .د يادې ډلې مشر جو ګوي سنګ وويل (اواز......) دا لومړی ځل دی چې په هو نان ولايت کې مو د مالګې نومی نشه يي توکي کشف کړی چې د چين په شمال کې ډېر استعمالونکي شته .

نوي ډول نشه يي توکي نه ترياک او هيرويين دي ، بلکې يو ډول کيمياوي توکي دي چې په مصنوعي ډول جوړېږي . پوليسو د نشه يي توکيو دوه تنه جوړونکې ونيول چې دوي دواړه په انټرنټ کې سره اشنا شول او بيا يې د نشه يي توکيو د جوړولو يوه وړوکې فابريکه جوړه کړه اواستعمالوونکيو ته يې وپلورل .له دې پېښې څخه هغه حالت څرګند شوی چې نوی ډول نشه يي توکي د چين له ساحلي سيمو څخه نورو مرکزي سيمو ته خپاره شوي او بيا يې په ځايي سيمه کې توليديږي او پلورل کيږي. د چين د بيجينګ پوهنتون د چيني درملو د څېړنيز مرکز مرستيال ليو جي مين وويل (اواز...........) زما په اند له دغې پېښې څخه نوی وضيعت څرګنديږي .نو مونږ بايد ددې نوي وضيعت په مقابل کې خپله ويښتيا دې لوړه کړو. چې اوسمهال نوی ډول نشه يي توکي په پټو ځايونو او لابراتوارونو او حتی په کورنيو ورکشاپونو کې جوړيږي او په ځايي سيمه کې پلورل کيږي چې په نتيجه کې په مصنوعي ډول توليد شوي نشه يي توکي استعمالېږي .

د معلوماتو له مخې د ٢٠١٢ کال تر پايه پورې په چين کې د ثبت شويو نشه يي توکيو استعمالوونکيو شمېر دوو مليونو او نويو زرو تنو ته رسيدلی چې له دې جملې څخه څلوېښت سلنه برخه د نوی ډول نشه يي توکي عمليان او عمده برخه يې له ٣٥ کلنۍ څخه کم ځوانان او هلکان دي. د چين د نشه يي توکيو د مخنيوي او کنترول کميټې مرستيال لي شيان هوي وويل چې د نوی ډول نشه يي توکو عمليان د زياتوالي په حال کی دي. هغه وويل (اواز................) زما په اند د نشه يي توکي استعمالوونکيو په جوړښت کې درې بدلونونه راغلي دي : لومړی معمولي نشه يان د کمښت په حال کې دي ، خو د نوی ډول نشه يي توکو عمليان زياتېږی.دوهم د نوی ډول نشه يي توکو استعمالونکي هر کال په سلو کې دېرش زياتېږی .درېيم له نابالغو نشه يانو څخه په سلو کې شپږ اتيا برخه نوی ډول نشه يي توکي استعمالوي.

د يادې پېښې د پلټنې په ترڅ کې پوليسو او کارپوهانو هم وموندله چې د نوی ډول نشه يي توکيو د نابالغو هلکانو د استعمالولو لامل دا دی چې دوي په دغه نوی ډول مخدره موادو د روږدېدو زيانونه معلوم نه دي .د چين د نشه يي توکيو د مخنيوي او کنترول دفتر مرستيال ليو يو جين وويل چې د نوي ډول نشه يي توکيو سره مبارزه د چين د نشه يي توکيو د مخنيوي کارونو لومړنې دنده ده او بايد ډېرو نابالغو هلکانو ته د دغه ډول نشه يي توکيو زيانونه وښودل شی ، په تېره بيا رسنۍ بايد دوي ته د نوي ډول نشه يي توکو د استعمالولو راتلونکي زيانونه تبليغ کړي


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای