CRI Online

د چين د عه لون چون نومی قومي وګړيو د استوګنې ژوند

cri     (GMT+08:00) 2013-07-23 19:08:34

د عه لون چون قوم چې په چين کې له شپږ پنځوس قومونو څخه يو دی او اوږد تاريخ لرونکی پټ ښکار قوم بلل کيږي ،په عمده توګه د چين په شمال داخلي مغولستان او هه لونګ جيانګ ولايت کې ژوند کوي.په ١٩٥٣ کال کې د چين د حکومتي تګلارې په مټ قومي وګړيو له ځنګلونو څخه تر وتلو وروسته د استوګنې په ژوند يې پيل وکړ.اوس مهال نه يوازې د عه لون چون خلکو د دودونو او عادتونو په برخه کې ډېر زيات بدلونونه راغلي بلکې د ژوند سويه يې هم لوړه شوې ده.په وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د يادو قومي وګړيو د استوګنې ژوند په باب لږ څه معلومات تر لاسه کړ.

٨٤ کلنه سپين سری عردنګ ګوي چې د عه لون چون په خپلواکه ولسوالۍ کې اوسيږي، د دغه قوم تر ټولو مشره سپين سری ده. د عه لون چون قوم د پټ ښکاري ژوند د يادونې په ترڅ کې هغې وويل (اواز.........) له ځنګلونو څخه تر وتلو مخکې زمونږ ژوند سر تړلی جمنازيوم دی .په کرکيلۍ مو لګيا نه وو او له بهر سره مو تماس ونه نيوه.

له ځنګلونو څخه د وتلو مخکې د عه لون چون قومي وګړي په اوږده موده کې د چين په شمال ختيځ د ځنګلونو په منځ کې په ښکار لګيا وو او هغه لومړی ژوند يې ساتلې چې حيواناتي غوښه يې خوړله او حيواناتي پوستکی يې اغوستل او په ساده کورونو کې يې ژوند کول. نو ځکه زياتره قومي وګړي د بې وزليتوب په حال کی وو. په وروستيو کلونو کې د قومي وګړيو د افکارو د بدلو سره سره په ځايي سيمه کې د کرنې، د څارويو روزلو چارو، مالدارۍ او سيلانۍ په عمده برخه اقتصادي جوړښت ګام په ګام جوړ شوی او د قومي وګړيو ژوند هم ښه شوی دی.

د تو جا مين علاقه داری پر يادې ولسوالۍ پورې اړه لري.د دغې علاقه دارۍ د ولسي کانګرس د شياو جونګ ګوو په خوله د حکومتي تګلارې په رڼا کې سيمه ييزو وګړيو وړيا کورونه تر لاسه کړل.هغه وويل (اواز..........) په ٢٠٠٩ کال کې د يادو قومي وګړيو د استوګنې د پلان تر غوره کېدو وروسته نوی کلی جوړ شو.سيمه ييز حکومت د دغه پلان په لومړني او دوهم پړاوونو کې د دوه نوی نويو کورونو د جوړولو لپاره اوولس مليونه يوانه لګولي دي چې تاسيسات يې پکې هم بشپړ شوی دی.

له ځنګلونو څخه تر وتلو وروسته د عه لون چون قومي وګړي نه شي کولی چې د پخوا په شان په ښکار لګيا وو،نو د قومي وګړيو د عايداتو د زياتوالي لپاره ياده ولسوالۍ ډله ييز اقتصاد او سيلانۍ ته پرمختګ ور کړی چې له امله يې د قومي وګړيو ژوند ښه شوی دی. ښاغلي شياو جونګ ګوو وويل (اواز.........) په ٢٠٠٨ کال کې د کليوالو کلنی عايدات څه کم يو زر يوانه و ، خو اوس دغه شمېر څه باندې شپږ يا اووه زره يوانو ته رسيدلی دی .

اوس مهال د عه لون چون قومي وګړي په پوره توګه په عصري مدني ټولنه کې برخه اخيستې او په دی پوه شوی چې څنګه خپل قومي کلتور ساتي.قومې وګړې مان ګوو می چې له خپل پلار ومور سره يو ځای يې له ځنګلونو څخه وتلې، د خپل قومي بدلونونو شاهده ده .هغې په خوشحالۍ سره وويل (اواز..........) له ځنګلونو وروسته زمونږ قوم ورځ په ورځ پرمختګ موندلی او د ژوند شرايط هم ښه شوی دی .د دې ترڅنګ زمونږ کلتوري سويه هم لوړه شوې ده.

تر شپېتو کلونو وروسته د عه لون چون قومي وګړي له لومړنې ټولنې څخه سوسياليستي ټولنې ته ننوتلي دي .که څه هم د دوی ژوند ښه شوی دی، خودوی لاهم پخوانی ژوند يادوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای