CRI Online

د لندو ځمکو ساتنه او ايکولوژيکي کرنه

cri     (GMT+08:00) 2013-08-02 10:44:51

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين په ګوي يانګ ښار کې د ٢٠١٣کال لپاره د ايکولوژيکي مدنيت نړيوال فورم کلنۍ غونډه تازه پای ته ورسيده چې د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ او د شنې اصلاح تر عنوان لاندې ډېر فورمونه جوړ شوي چې کورنيو او بهرنيو سياستوالو او کارپوهانو په ايکولوژيکي برخه کې تجربې سره شريکې کړې او د راتلونکي پرمختګ په باب يې بحث وکړ.

لندې ځمکې ، ځنګلونه او سمندرونه په نړۍ کې درې ايکولوژيکي سيستمونه ګڼل کيږي او د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې خواره واره پراته دي.په وروستيو کلونو کې په چين کې د لندو ځمکو ساتنه له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوې چې له امله يې د ايکولوژۍ ، غلودانو او د پاکو اوبو پرامنيت منفي اغيزه کړې ده .د يانځه سيند په چين کې لومړی لوی سيند دی او د دی سيند په اوږدو کې د لندو ځمکو ساتنه ډېره مهمه ده .د چين د فودان پوهنتون د ژوند علم د اکاډمۍ پروفيسر چن جيا کوان وويل چې د يانځه سيند په اوږدو کې د لندو ځمکو ساتنه د ځينو ولايتونو او ښارونو ترمنځ په همکارۍ پورې اړه ده او نه يوازې د قوانينو بشپړتيا بلکې د يوې ځانګړې څانګې جوړونې ته اړتيا لري. هغه وويل (اواز.........) مونږ بايد ژر تر ژره د چين د ولسي جمهوريت د يانځه سيند په اوږدو کې د پرتو سيمو د ادارې قانون په پلي کولو پيل کړو.دوهم بايد د دې سيند د ادارې لپاره د چين د دولتي شورا تر مستقيمې ادارې لاندې يوه څانګه جوړه شي.وړانديز کوم چې د يانځه سيند اداره جوړه شي.

د تايوان د ګوان دو نومی د طبيعت ساتونکي باغ د ادارې مشر چن شه هونګ د لندو ځمکو د ساتنې لپاه بريالۍ تجربې د فورم حاضرينو ته معرفی کړې. له هغه وخته راهيسې چې په ٢٠٠٠ کال کې ياد باغ جوړ شو ، اداري چارې يې د ولسي سازمانونو پر غاړه وې .نو د ښاغلي چن په اند عام وګړي لاهم د لندو ځمکو ساتنې لپاره ډېر مهم ځواک دی.هغه وويل (اواز........) له بېلا بېلو سيمو او ساحو څخه راغلي کسان د لندو ځمکو د ساتلو لپاره ډېره هڅه کوي .نو ځکه زما په نظر خلک په دې برخه کې تر ټولو مهم ځواک دی.

د لندو ځمکو پرته کرنه ښايي چې په ظاهره له ايکولوژۍ سره نژدې اړيکې نه لري، خو په اصل کې د شنه اقتصاد په پرمختيايي بهير کې ډېر مهم رول لوبوي .د چين د ايکولوژيکي کرنې ابادی د تېرې پېړۍ د اوومې لسيزې له پايه تر اتمې لسيزې پورې پيل شوې او د څه باندې شلو کلونو تر پرمختګ وروسته خپل ځانګړی تيوريکي او تخنيکي سيستمونه جوړ شوي .خو د چين د ځمکې او سرچينې د وزير مرستيال هو چون جي دې ته اشاره وکړه چې د کرنيزو ځمکو د کيفيت ټيټوالی له امله تر زياتې اندازې پورې د ايکولوژيکي کرنې د پرمختګ مخه ونيول شي.هغه وويل (اواز.......) زمونږ کرنيزې ځمکې پر غوره، لوړې ،منځنۍ او ټيټې کچې ويشل کيږي چې مساحت يې په جلا جلا توګه د هېواد د کرنيزو ځمکو د عمومي مساحت په سلو کې دوه اعشاريه اووه شپېته ، نهه وېشت اعشاريه اته نوی ، پنځوس اعشاريه څلور شپېته او شپاړلس اعشاريه يو اويا برخه نيسي. نو ځکه د کرنيزو ځمکو کيفيت په منځني توګه له منځنۍ کچې څخه ټيټ دی.هغه زياته کړه چې په اوسني حال کې که د ايکولوژيکي کرنې موثريت لوړ شي، بايد په کرنه کې توليدي شرايط ښه شي او د ځمکو د کارونې انډول او د ځمکو کيفيت يې لوړ شي.

ايکولوژيکي کرنه د شنه اقتصاد يوه نه بېلېدونکی برخه ده .په دی برخه کې د المان د برلين ښار اړوند مسئول هانس جورګن ويتوسچيک دی ته اشاره وکړه چې د چاپيريال سرچينې د دواملرونکي پرمختګ او د راتلونکو نسلونو د نيکمرغۍ لپاره هم پرمختللي او هم پرمختيايي هېوادونه بايد د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ او شنه اقتصاد د پرمختګ لپاره هلی ځلې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای