CRI Online

په چين کې د زړو کسانو روحي روغتيا د زياتې پاملرنې وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2013-08-18 19:51:22

په وروستيو ورځو کې د چين په هه لونګ جيانګ ولايت کې هغه پېښه د حيرانتيا وړ ده چې يو زوړ کس له دې امله چې خپل شيان غلا شوي ، زړکتون ته اور ور ته کړ چې په پايله کې يې يوولس تنه وژل او څو تنه نور يې ټپيان شوي دي.په دی حال کې چې په چين کې د زړو کسانو شمير زيات شوی او لازيات زاړه کسان غواړي زړکتونونو ته ننوزي ،د دغو زړکتونونو د تاسيساتو د بشپړتيا ترڅنګ بايد د زړو کسانو روحي روغتيا ته زياته پاملرنه ورکړی شی .په وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د چين د زړو کسانو د پالنې او ساتنې په هکله له يو وړکتون څخه ليدنه کتنه وکړه او د زړو کسانو روحي روغتيا ته د پاملرنې ور کولو په باب يې معلومات تر لاسه کړل.

(اواز.........) د دوبي په موسم کې يوه ورځ سهار وختي د چين د شان دونګ ولايت په تای ان ښار کې په يوه زړکتون کې سپين ږيري او سپين سرې پاڅېدلي او ددوي د نوې ورځې ژوند پيل شوی . دغه وړکتون د ښار په اطراف کې پروت دی او اته شپېته تنه زاړه کسان پکې اوسېږي

نن له زړو کسانو څخه د حال پوښتنې ورځ ده چې په مياشت کې يوه ورځ ټاکل کېږي. دوه اويا کلن سپين ږيري جاو يان شيانګ چې د دی ښار د فوچنګ د جون دي کلي څخه راغلی څرنګه چې هيڅ اولاد نه لری ،نو هر کله چې دغه ورځ رارسېږي ،کليوال يې د شيدو او ميوو په وړلو سره راځي. د کلي د ګوندي کميټې مشرې دوان يوو مې وويل (اواز.........) کليوال ستا وروستي حالت ته ډېره پاملرنه کوي. څه باندې يوه مياشت مو و نه ليدو ، ښايي چې تاسې چاغ شوی يې.

هغې زياته کړه چې په زړکتون کې د زړو کسانو ژوند ډېر ښه دی .خو هيله من يو چې زاړه کسان د حال پوښتنې په ورځ کې زمونږ پاملرنه احساس کړي شی.هغې وويل (اواز.........) رېښتيا ده چې په زړکتون کې ددوي ژوند ډېر ښه دی .مونږ دوي ته د شيدې، ميوې او نور خوراکونه راوړو څو چې د کليوالو پاملرنه څرګندکړو.

سپين ږيري جاو يان شيانګ خبريال ته وويل چې په زړکتون کې د ژوند شرايط ښه دي .کليوال هم د کورنيو غړو غوندی دي او هره ورځ د خوشحاليو په فضا کې تېرېږي.

د ياد ښار په کليوالو سيمو کې د هر بزګر په سر کلني عايد يوولس زره او څلور سوه يوانو ته رسيدلی چې دغه شمېر د نورو سيمو په پرتله زيات دی .نو ځکه د زړو کسانو د ژوند شرايط او چاپيريال هم ښه دی او نورې انديښنې نه شته .

د زړکتون مشر يانګ خبريال ته وويل چې که څه هم زاړه کسان د ژوند په برخه کې هيڅ انديښنه نه لري، خو له دی امله چې په زړکتون کې زياتره زاړه کسان هېڅ اولادونه نه لري، نو دوی د نورو پاملرنې ته ډېره اړتيا لري.هغه وويل (اواز........) هغه زاړه کسان چې تازه يې زمونږ زړکتون ته راغلي ، دلته له ژوند سره د عادي کېدو لپاره څو مياشتې په کار دي .د بېلګي په توګه کله چې د ډوډۍ وخت رسيږي، بايد دوي ته ووايم چې ليکه ولاړ شی . خو زياتره زاړه کسان زړکتون ته د رسيدو په لومړنيو ورځو کې زما امر و نه مانه، اوس دوي يو د بل پسې په منظم ډول ډوډۍ اخلي .

که څه هم څلورپنځوس کلن مشر يانګ په زړکتون کې د نورو زړو کسانو په پرتله کشر دی ،خو د دوی مينه يې تر لاسه کړه.ځکه چې هغه هره ورځ په وړکتون کې اوسېږي او له زړو کسانو سره ګډ ژوند کوي.سپين ږيري لی وويل چې که څه هم د مشر يانګ کارونه معمولي دي خو ډېر مهم .

مشر يانګ وويل چې د زړو کسانو د پالنې لپاره هره مياشت د زړو کسانو د حال پوښتنې ورځ ټاکل شوې ، بلکې په وړکتون کې د خوښيو بېلا بېل فعاليتونه هم ترتيبوي.

په چين کې د ښاري کېدو بهير د چټکتيا او ژورتيا سره سره لازيات ځوانان له والدينو څخه په ليرې ځايونو کې کار يا زده کړه کوي چې په نتيجه کې پلرونه او ميندې يې يوازني په کورونو کې پاتی دي ، روحي پاملرنه ددوي لپاره ډېره مهمه ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای