CRI Online

په چين کې د افغان محصل بکتاش کارګر کيسه

cri     (GMT+08:00) 2013-08-06 18:18:08

 د چيني ژبې ستوري په نامه په چيني ژبه د بهرنيو زده کوونکو د خطاب سيالي چې د بيجينګ د ښوونيزو چارو د کميسيون لخوا جوړه شوې ،د ٢٠١٢کال د جولاي په مياشت کې ترسره شوه او د سيالۍ په بهير کې يو افغان ځوان د ګډون کوونکو پاملرنه ځان ته رواړوله.

دغه اووه ويشت کلن ځوان بکتاش کارګر نومېږي او چيني نوم يې (( بای يونګ شنګ )) دی. هغه د چين د ژبو پوهنتون د نړيوال سياست په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه د درېيم ټولګي زده کوونکی دی. د يوه ورځ مازيدګر زموږ د راډيو خبريالانو د بېجينګ په ژبو پوهنتون د بهرنيو زده کوونکو په ليليه کې له بکتاش کارګر سره مرکه وکړه.

اوسمهال بکتاش د ماسترۍ درجې د ګټلو لپاره په چيني ژبه د خپل تېزس په ليکلو بوخت دی او سرليک يې د نوې پيړۍ راهيسې، د افغانستان او چين ترمنځ د همکارۍ اړيکيو پرمختګ دی. ددې تيزس د ليکلو لپاره زيات معلومات نه پېدا کېږي ځکه چې ددې مضمون د څيړنيزې پايلې کمې دي ، نو د بکتاش په غاړه زيات فشارونه موجود دي. ده وويل،

((د چيني ژبې د ليکلو توان مې ضعيف دی. سخت فشارونه زما په وړاندی دي . که څه هم ستونزې شته، خو د دغه تېزش د ليکلو په بهېر کې به د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکيو د پرمختګ په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړم.))

بکتاش اته کاله مخکې چين ته راغلی و، دده په زړه کې يوه هيله ده چې وروسته له دې د افغانستان او چين تر منځ د راشې درشې لپاره څه کار وکړي.

بکتاش کارګر په ١٩٨٦ کال کې د افغانستان د پلازمينې کابل په يوه نيکمرغه لويه کورنۍ کې زېږېدلی. په هغه وخت کې د ده کورنۍ شتمنه وه. خو د جګړې د پيل له امله د خپلې کورنۍ ټول غړي يې په کډه پاکستان ته لاړل. هغه هم د بيوزليتوب له امله له زده کړې څخه بې برخې شو. خو هغه هيڅکله د زده کړې فرصت له لاسه ور نه کړ چې په پايله کې يې اتو کلونو لپاره هغه درسونه بشپړکړي دي چې نور زده کوونکی يې په دوولسو کلونو کې ترسره کېدای شي. د دې ترڅنګ بکتاش له دري او پښتو ژبو پرته له نورو شپږو ژبو سره هم اشنا دی. په ٢٠٠٥ کال کې بکتاش کارګر په کابل کې له منځني ښوونځي څخه فارغ شو او د ښو نمرو په ګټلو سره يې په چين کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړ. ده وويل،

((نورو هېوادونو ته د زده کړې فرصت مې تر لاسه کړ او په هغه وخت کې د چين په شمول څو نور هيوادونه مې هم انتخاب کولی شول، ما بې له شکه چين غوره کړ ځکه چې زما پلار يو ليکوال دی، هغه د تاريخ په اړه زيات کتابونه ليکلي دي او له چين سره هم ډېره علاقه او ليوالتيا لری. نو دده د هڅونې له کبله چين ته راغلی يم. زما عمده تخصص نړيوال سياست دی. په چين کې لا زيات معلومات لاسته راوړل شم. د دې ترڅنګ، پخوا په چين کې افغان زده کوونکي لږ وو، نو زه چين انتخابوم. ځکه چې د ماشومتوب په وخت کې مې د زده کړې فرصت له لاسه ورکړی و، نو دې فرصت ته په ډېره درنه سترګه ګورم.)) 

له ٢٠٠٦ کال څخه د چين حکومت د افغانستان له بيا رغونې سره د مرستې په هکله هر کال په وړيا توګه دېرشو افغان محصلينو ته په چين کې د زده کړې فرصتونه برابروي. بکتاش هم د دې پلان څخه ګټه واخيسته.

د ليسانس درجې د اخيستلو لپاره بکتاش لومړی د چين د هو بې ولايت په وو هان ښار کې د جنوبي چين د ماليي، سياست او د قانون په پوهنتون کې ومنل شو او دده په وړاندي لومړنی ستونزه د چيني ژبي زده کول و. ده وويل،

((د بېلګې په توګه چيني کلمه(( يو )) يو ټکی لری، خو ستونزمنه خبره دا وه چې دغه ټکی بايد د دې کلمې په ښی يا کيڼ خوا وليکل شي.يوه ورځ زما ښوونکې ليو په خپل کور کې زموږ په وياړ مېلمستا جوړه کړه او د ډوډۍ خوړلو په وخت کې يې (( مان مان چي)) وويله، پوه نه شوم چې (( مان مان چي)) څه معنی لری. ځکه چې د (( مان مان)) په چيني ژبه د وروالي مانا لری او (( چي)) خوړل دي. نو فکر مې کولو چې ما ژر او ډير خوړلي دي او نورو ته زيات خوراکونه پاتي نه دي. وروسته پوه شوم چې د(( مان مان چي)) مانا په چيني ژبه کې په خپله خوښه ډوډۍ خوړل دي.))

که څه هم زياتې ستونزې موجودې دي، خو بکتاش هېڅکله خپل خوب نه دی هير کړی. هغه هره ورځ د چيني ژبې د زده کړې لپاره کوښښ کولو. دوې مياشتې وروسته، بکتاش د ښوونکي وو مينګ په سپارښت سره د لومړی ځل لپاره د خپل پوهنتون د بهرني زده کونکو د استازي په توګه د نوي کال د لمانځنی لپاره د هو بې ولايت د بهرنيو زده کوونکو په يوه ننداره کې يوه چيني سندره وويله چې نوم يې و (( يو ليانګ دای بياو وو ده شين)) ددې سندرې نوم مانا دا ده چې زما زړه د سپوږمۍ غوندی سپيڅلی دی .

ورپسې بکتاش څو څو ځله په بېلا بېلو صحنو کې خپل استعداد وښوده. په لومړی کال کې هغه د ياد پوهنتون په تاريخ کې لومړي بهرنی زده کوونکی و چې د ولايت په کچه لومړۍ درجه ښوونيزه جايزه يې تر لاسه کړه

په ٢٠١١ کال کې بکتاش د ليسانس درجه واخيسته او يو ځل بيا له انتخاب سره مخامخ و چې يا په چين کې زده کړې ته دوام ورکړي او يا هم خپل وطن ته ستون شي. ده وويل،

 ((دلته هره ورځ په خوشحالۍ سره تېرېده او د زده کړې وړ شيان ډېر وو. دغه راز نه يوازی چيني، بلکې د نورو هېوادونو دوستان مې هم درلودل . زموږ ترمنځ کولتوري توپيرونه زيات نه وو ، حتی د چيني دوستانو په اند زه بهرنی نه وم او زما په اند، چين زما د ټاټوبي په شان دی. نو په هغه وخت کې هره ورځ دا فکر کولو چې څنګه به په چين کې پاتي شم او د ماسټرۍ درجې د ګټلو لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړم ، نو زياتو پوهنتونونو ته مې غوښتنليکونه لېږلي دي. ))

د زياتو کوښښونو له امله بکتاش يو ځل بيا د چيني حکومت سکالرشيپ وګاټه او د بېجينګ د ژبو په پوهنتون کې د نړيوالو سياست په څانګه کې يې د زده کړې فرصت تر لاسه کړ. بېجينګ د چين د سياسي او کولتوري مرکز په توګه بکتاش ته د ځان ښودلو لا زيات فرصتونه برابرکړي دي. په دې ځای کې يې د لومړی ځل لپاره د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د کتلو وياړ هم واخيست.

د ٢٠١٢ کال په جون کې ولسمشر حامد کرزي د شانګهاي د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغی او په بېجينګ پوهنتون کې يې د افغانستان د حالاتو او د افغانستان او چين ترمنځ د ستراتيژۍ په عنوان يوه وينا وکړه. بکتاش د افغان زده کوونکو د استازي په توګه دده وينا واورېدله او د غونډې د پاي ته رسېدو وروسته يې له ولسمشر څخه پوښتنه وکړه. د هغه وخت د حالت د يادونې په وخت کې بکتاش کارګر وويل،

((زما په ياد دی چې له ولسمشر حامد کرزي سره مې د عکس اخيستلو په وخت کې نوموړي دا پوښتنه راڅخه وکړه چې ښوونکي درته په چيني ژبه او يا هم په انګليسي ژبه درس لولي. ځواب مې ورکړ چې په چيني ژبه. هغه ډېر خوشحاله و او زموږ هڅونه يې وکړه چې په چيني ژبه ښه زده کړه وکړئ. په افغانستان کې زيات دوستان کله کله راڅخه د چين په اړه پوښتنې وکړې. په عين وخت کې په چين کې زيات دوستان هم د افغانستان په اړه پوښتنې وکړې.دغسې پوښتنې ډېرې ساده دي. نو فکر کوم چې د افغانستان او چين ترمنځ اړېکې دوه زره کاله مخکې پيل شوی دی او د ورېښمو لارې راپدېخوا ټينګې شوي دي. پوښتنه دا ده چې موږ ولی د خپل ګاونډي هېواد چين په هکله دومره کم مالومات لرو ؟ نو دا هيله لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا نژدې کېدو لپاره هڅه وکړم.))

له دې نه وروسته بکتاش کارګر په فارغ وخت کې د افغان زده کوونکو د استازي په توګه د بهرنيو زده کوونکو ترمنځ د اړيکو د ټنيګولو په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون وکړ ، د داوطلب په توګه يې په وړکتون کې کار وکړ او د لوبغاړي په توګه يې په ټلېويزيوني خپرونو کې حاضر و. که څه هم هغه د زياتو بڼو په توګه په بيلا بيلو فعاليتونو کې ګډون کوي، خو د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو د ټينګولو د استازي په توګه حيثيت يې نه بدلېږي. د ده د زيارونو له امله لا زياتو چينايانو د افغانستان په اړه معلومات تر لاسه کړي دي. د بېجينګ د ژبو پوهنتون ښوونکې سونګ جينګ ژوی وويل،

((پخوا مې له افغان سره هيڅ اړېکې نه لرلې. د افغانستان په اړه ټول معلومات مې له ټلويزيون څخه لاسته راوړي دي. بکتاش کارګر په رښتيا د غوره افغان زده کوونکو د استازي په توګه چينايانو ته يو واقعي افغانستان راښودلی دی. زيات چيني او بهرني زده کوونکي له بکتاش څخه د افغانستان په باره کې معلومات تر لاسه کوي. رښتيا ده چې افغانستان يو ښکلی او غني هېواد دی او د افغانستان وګړي زحمتکښ، مهربان او نيک خويه وګړي دي. د بکتاش د کوښښونو له امله افغانستان زموږ په زړونو کې ژوره او ښکلۍ خاطره ايښې ده. ))

راتلونکی کال به بکتاش کارګر د ماسټرۍ درجه لاس ته راوړي. هغه پلان لري چې په چين کې د افغانستان په سفارت کې د يو ډيپلومات په توګه کار وکړي. د دغه خوب د پوره کولو په هکله يې د تېر کال له سپتمبر څخه په دغه سفارت کې د ستاژر په توګه په کار پيل وکړ. هغه هيله لري چې د تل لپاره په چين کې ژوند وکړي. د خپل راتلونکي د يادونې په وخت کې يې وويل،

((په چين کې ډېر زيات په زړه پورې شيان به زما په مخ وي. د خوب د پوره کولو لار مې ډېره اوږده ده. که څه هم ډول ډول ستونزې زما په مخ کې دي ، خو هيڅکله به له خپلو کوښښونو څخه لاس وانه خلم او وروستی بری به له ما سره وي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای