CRI Online

يي وو زما دوهم ټاټوبی دی

cri     (GMT+08:00) 2013-08-06 18:18:54


ايراني حسين (کيڼ) د ګزموي دندې له پيل مخکې د اور وژونکی سمان د کارولو په اړه معالومات نورو ته ورزده کوي


غلام حسين خبريالانو ته خپل جايزې نامې ښايي


ايرانی غلام حسين تراوسه پورې د لسو کلونو لپاره د چين په جنوبي ښار يي وو کې ژوند او پرمختګ کړی

د چين په جنوبي ولايت جه جيانګ کې د يي وو په نامه يو ښار شته. يي وو ښار په چين کې د کوچينيو توليداتو لومړی لوی بازار بلل کيږي. يو ايرانی چې غلام حسين ديغاني نومېږي،په يي وو ښار کې ژوند کوي. د هرې اوونۍ په يوه دوو شپو کې هغه به له اوو بجو وروسته له نورو بهرني دوطلبانو سره يوځای د استوګنځی په سيمه کې ګزموي دنده ترسره کوي.

د غلام حسين په استوګنځی سيمه کې پنځه ګزموي ډلې شته، دوی په نوبتي ډول د استوګنځی سيمې د امنيت ساتنې لپاره ګزمه کوي. غلام حسين د دغو ډلو د يو غړي په توګه داسې معرفي کړ:

(( موږ دا ګورو چې ايا د کورونو او دوکانونو دروازې په ښه توګه بندې شوې او که نه، د اورلګېدنې خطرونه شته او که نه. ځکه چې زه هم دلته اوسيږم، زما او د زما د ګاونډيو امنيت هم ډېر مهم دی.))

د غلام حسين د استوګنځی په سيمه کې څه دپاسه ٣٠٠٠ کسان اوسيږي چې پکې ٦٠٠ تنه بهرنيان دي. له ٢٠٠٦ کال څخه راپه دې خوا د استوګنځی په دغه سيمه کې د بهرني او چيني اوسيدونکو ترمنځ د همغږي د پياوړتيا په غرض ډېر فعاليتونه پيل شوي. د دغې سيمې کارکوونکي ښاغلي فان جيا شنګ وويل:

((زموږ د استوګنځی په سيمه کې د هغو بهرنيانو شمېر چې د غلام حسين په شان د دوطلبانو دندې پرغاړه لري، اوو اتو تنو ته رسيدلی چې په عمده توګه يې د استوګنځی سيمې د امنيت،روغتيا او چاپيريال د حالاتو څېړنه کوي. موږ هم نور درې بهرنيان د دغې سيمې د کمېټې د غړيو په توګه وټاکل،دوی د نورو اوسيدونکو په شان دا حق لري چې د استوګنځی سيمې د ادارې کولو او فعاليتونو جوړولو په هکله وړانديزونه وړاندې کړی او يا اړونده پريکړه وکړي.))

د استوګنځی په سيمه کې نه يوازې ګزموي خدمت لري، بلکې کله کله هم د کورنيو د خوښۍ مجلسونه، غره ته د ختلو سيالۍ او داسې نور و فعاليتونه جوړيږي. دغلام حسين په دې هکله وويل:

((د اخترنو په موده کې ډېر چيني اوسيدونکي دلته د نڅا کولو په فعاليت کې ګډون کوي. په اول کې موږ بهرني اوسيدونکي يوازې په يوه خوا کې د دوی نڅا ګورو او په فعاليت کې ګډون نه کوو. خو بيا وروسته هرځل چې د استوګنځی په سيمه کې فعاليت پيل شي، دوی زموږ بهرني اوسيدونکو ته د ګډون بلنه راکوي او په دې اړه زموږ وړانديزونه واوري. دادې ډېر له رحمه ډک دي.))

غلام حسين وايي چې په يي وو کې د ژوند ارامتيا د هغه د چارو د برياليتوب يو مهم لامل هم دی. لس کاله کيږي چې هغه په چين کې ژوند او پرمختګ کړی دی. په ٢٠٠٧ کال کې هغه په يي وو کې يو وارداتي او صادراتي تجارتي شرکت جوړ کړ ، تراوسه پورې، هغه په دوبی، ايران، فرانسې او د چين بېجينګ، ګوانګ جو او ښانګ جو کې فرعی شرکتونه جوړ کړل. د خپل برياليتوب د يادونې په ترڅ کې هغه وايي چې د ده له برياليتوب څخه د يي وو ښار پرمختګ هم ښکاره شوی.

(( لس کاله دمخه چې زه يي وو ته تازه راغم، شاخوا لوړې ودانۍ نه وې، اوس غرونه خاورې شوې دي. او د بهرنيانو شمېر هم زيات شوی دی.))

اوس غلام حسين په چين کې يو بريالی سوداګر دی او نيکمرغه کورنی يې هم لري. د ده لور ٩ کلنه ده او په يي وو کې په يو مکتب کې زده کړه کوي. په حقيقت کې په چين کې د غلام حسين لخوا ترلاسه شوي برياليتوبونه هم شته . هغه هم د سيالۍ موټرونو ، دبيليارډ لوبې، د کب نيولو، سکی وهلو په شمول د زياتو کلوبونو غړی هم دی. موږ په چين کې د غلام حسين د لازياتو برياليتوبونو او د نيکمرغه ژوند په هيله!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای