CRI Online

د دوي هيلې به ژر په حقيقت بدل شی

cri     (GMT+08:00) 2013-08-07 20:58:54

غواړم وطن ته د ستنېدو وروسته د چيني ژبې ښوونکي شم څو چې د چين ځلاند کويليتور هېوادوالو ته معرفی کړم او لا زيات هېوادوال په چين او چيني کولتور بلد وي .

غواړم چې د چيني ژبې لوست ته دوام ورکړم يا په چين کې يا په کابل کې . زما هيله ده چې چيني کتابونه ترجمه کړم .

غواړم چې د يوه ديپلومات په توګه د چين او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ د پل په حيث رول ولوبوم او د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت لپاره خپل خدمتونه ترسره کړم .

د چين د شان شي ولايت د تای يوان د سيانس او انجنيرۍ په پوهنتون کې يوويشت افغان محصلين شته چې عمرونه يې له يووشتو څخه تر اووه ويشتو کلونو پورې دي. دوی دوه کاله مخکې له خپل وطن افغانستان څخه چين ته راغلی او د چينی ژبی په زده کړی لاس پوری کړی.

ګرانو اوريدونکو، په ننی پروګرام کې به د دغو افغانو محصلينو د خيالونو او ژوند په هکله تاسو ته مالومات درکړو. ويلی شي چې پخوا دغو محصلينو د خپل راتلونکی په هکله څرګند خيالونه نه درلودل، خو په دې مهال کې چې د نژدی څلورو کلونو لپاره د دوي د چينی ژبی د زده کولو دوره به ژر پای ته ورسېږي ، څرګندې او پخې هيلې يې ښکاره شوې چې ټولې يې د چين په هکله دي. د زياتو کسانو په سترګو کې دغسي افغان محصلين د نورو هېوادونو د محصلينو غوندي عادي دي، خو د دوی لپاره ناارام ژوند به ليری نه وی، د چاودنو غټ اوازونه کله نا کله د دوی په غږونو کې اورېدل کېږي . نو د دوی هيلې د نورو په پرتله ستر ارزښت لري.

د کوچنيتوب په موده کې د جګړې له امله زموږ د کور ټول غړي ايران ته وتښتيدل چې په کور کې له مشر ورور سره مې دريشي ګنډل . د اتلس کلنۍ په وخت کې بيرته افغانستان ته ستون شوو او د کار په عين وخت کې مې هم زده کړه کوله . په هغه وخت کې ډير هلکان له ښوونې څخه بې برخې وو، وروسته د منځني ښووني ثانوي دورې ته داخل شوم او له عالي ښوونې څخه برخه درلودل د اټکل څخه وتلې خبره ده..

د کوچنيتوب په وخت کې له کابل څخه پاکستان ته لاړم او په پاکستان کې مې درې کاله تېر کړل . په هغه وخت کې په پاکستان کې افغان کډوال ډېری وو او اولادونه يې د غاليو په ګنډلو بوخت وو او زيات کړاوونه مې وګالل . په هغه وخت کې زما د شرکت په شا کې يو ښوونځی و او په فارغ وخت کې مې د ښوونځي زده کوونکي وکتل او هيله مې درلوده چې يوه ورځ په ښوونځي کې درس ولولم .

ګرانو دوستانو، د چين د يادونې په وخت کې د زياتو افغانانو په خولو کې داسی کښل کېږي: چين د افغانستان دوست ګاونډی هېواد دی، له لرغونۍ زمانې څخه تر اوسه پوری د دواړو هېوادونو تر منځ هيڅ نښته نه ده رامنځته شوې. په ځانګړې توګه په وروستيو کلونو کې زيات چينی شرکتونه په افغانستان کې رامنځته شوي او چينايان دوی ته نژدی شوی، په دې بهير کې زياتو افغانانو ته د کار فرصتونه ورکړل شوي. د ځينو ځوانانو له نظر په چيني تصديو کې کار ښه دنده ده ، نو کله چې دوی په دې خبر شو چې په کابل پوهنتون کې د چينی ژبی څانګه خلاصه شوې، نو په دغه څانګه کې شامل شول.

زما په اند چيني کولتور ډير ښکلی دی او د چين د ګون فو زيات فلمونه يې وليدل ، نو ګمان مې کولو چې هر چينايي حتی هر ماشوم ګون فو کولی شی.

په تلويزيون کې داسی ويل کېږي چې که څوک غواړي چيني کريکتر وليکي ، کېداي شی چې د دې کريکتر انځور انځوروي. فکر مې کولو چې چيني

کريکتورونه او کولتور څرنګه وي ؟

درنو اوريدونکو، ځلانده کلتورونه، عجيب چينی ګونګ فو، لوی ديوال، رنګارنګ خوراکونه، او د اقتصاد چټک پرمختګ د نورو هېوادونو کسان هميشه د دغشان چين په هکله علاقه لري. دغو افغان محصلينو د کابل په پوهنتون کې د يو نيم کال لپاره د چينی ژبی له زده کړی وروسته د ښو موفقيتونو په اتکا د کنفوسيوس بورسونه تر لاسه کړل او د چين په ياد پوهنتون کې د چينی ژبی د زده کړی فرصت ګټلي دي.

د محصلينو درسی خانې او د دوی ليليې په يوه ودانې کې ده. دوی په خپله خوښه څوکي ټاکي او ښوونکي د دوی په منځ کې ګرځی راګرځی. دوی د ښوونکيو له خوا د ويل شويو محتوياتو له مخې په خپله خوښه بيلګې جوړوي او په ازاد ډول له همصيفيانو او ښوونکيو سره بحثونه کولای شي. نو د دوی د درسونو چاپيريال ډېر فعال او شوق او ذوق دي. عبدالولی احمدی او عبدالرزاق احمدی دواړه ښه زده کوونکي دي. د يادونې وړ ده چې دوی هم وروڼه دي او په کابل پوهنتون کې له چينی ژبې څخه تر زده کړې وروسته يې د تحصيلي بورسونو په ګټلو سره ياد پوهنتون ته راغلل او د چينی ژبی زده کړی ته يې دوام درلود.

زه او زما مشر ورور له چيني ژبې سره ډېره علاقه او ليوالتيا لرو . زما نيکه چين ته تللی و ، نو د چيني ژبې د زده کړې لپاره يې زموږ هڅونه وکړه ځکه چې اوس د چين اقتصاد سمسور دی او کولتور يې هم ځلاند دی . يوه ورځ موږ نيکه ته ويلي چې د چيني ژبې د زده کړې لپاره به چين ته لاړ شو . هغه ډير خوښحاله و او زموږ هڅونه يې هم وکړه . د منځني ښوونځي په ثانوي دوره کې مې يو خبر واورېد چې په کابل پوهنتون کې د چيني ژبې څانګه خلاصه شی . له هغه وخته مې د چيني ژبې د زده کولو پرکړه وکړه .

اوس دغه افغان محصلين په چين کې له ژوند سره ډېر عادت لري او د دوی د چينی ژبی ويلو سويې هم ښې دې. افغان ځوانانو چې د هر شی سره علاقه لري، د چين زياتو ځايونو ته سفر کړی او په عادی ژوند کې يې هم په خپله ډوډی پخوي. د يادولو ده چې دوی کله نا کله په خپله ليليه کې د ښوونکيو او چينی دوستانو د هرکلي لپاره ميلمستيا جوړوي. موږ هم په وياړ په يوه ميلمستيا کې د بلنې په اډر ګډون وکړ او د دوی سره مو ترې خوند واخيست. وګوره! دلته ډوډی ډېره خوندوره ده او دوی بی له اختياره سندرې وايي.

ګرانو اوريدونکو،دغسی ځواکمن افغان ځوانان له ژوند سره مينه لري او ټول د راتلونکی په اړه ښکلي خيالونه لري. هيلې د کوښښونو له لارې ترسره کېدای شی. داسی يوه ورځ به هرومرو راشی چې دغسی افغان محصلين د چين او افغانستان ترمنځ په راشه درشه کې مهم رول ولوبوي او ددوي ژوند به هم د چيني ژبې د زده کولو له امله لا ښکلی شی. ګرانو او محترمو اورېدونکو ، زموږ خپرونه به د ناصر لخوا په ويل شوي چيني سندره کې پای ته ورسېږي چې د سندرې نوم ښکلی ژوند دی


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای