CRI Online

د چين د سګرېټ د کنترول او مخنيوي ټولنه د انټرنيټ په وسيله د سکرېټ د پلورنې د بنديزغوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-18 20:36:22

دا چې د انټرنيټ په وسيله د سکرېټ پلورنه د سختېدو په حال کی ده،د چين د سګرېټ د کنترول او مخنيوي ټولنې د جولای په يودېشمه نېټه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د دغه حالت د بنديز لپاره اړوند قانون جوړ شي تر څو د نابالغو هلکانو له خوا د انټرنيټ په وسيله د سکرېټ د اخيستلو مخه ونيول شي.نو د انټرنيټ په وسيله د سکرېټ د پلورنې حالت څنګه دی ؟ ولی په دې هکله بنديز ولګول شي ؟ د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يادو پوښتنو ځوابونه در کړو.

ياده ټولنه وايي چې دا حالت ډېر ليدل کېږي چې نابالغ هلکان د انټرنيټ په وسيله سکرېټ اخلي.د دغې ټولنې د تبليغاتو د څانګې مرستيال سو چاو وويل چې په ځينو انټرنيټي مغازو کې په ناقانونه توګه ډول ډول چيني يا بهرني سکريټونه پلورل کېږي چې بيه يې هم د بازار په پرتله ډېره ټيټه ده.هغه وويل (اواز..........) و مو ليدل چې په انټرنيټ کې د سګريټ پلورنه د سختېدو په حال کې ده .د بېلګي په توګه د تاو باو په نوم د چين په ډېره مشهوره ويبپاڼه کې د سګرېټ ډول ډول نښې پېدا کېږي چې که کېرک کړئ ، د سګرېټ پلورلو په باب مالومات لېدل کېږي. د معلوماتو له مخې هر څوک چې بالغ يا نابالغ کسان وي ، بې له پوښتلو نه سګرېټ اخيستی شی

هغه زياته کړه چې د انټرنيټ په وسيله نابالغو هلکانو د سګريټ پلورنه نابالغو ډېر زيانمنه ده .د يادې ټولنې په اند د سګرېټ اخيستو لپاره د هويت پېژند پاڼه په کار نه ده ،نو ځکه نابالغ هلکان په اسانه توګه سګرېټ تر لاسه کولی شي .انټرنيټ د دوي له خوا د سګريټ اخيستلو لپاره ډېرې اسانتياوې برابروي .د دې ترڅنګ په انټرنيټ کې بې کيفيته يا قاچاق شوي سګرېټ خرڅېږي .سربېره پردې د انټرنيټ په وسيله د سګرېټ پلورنه د سګرېټ د ناقانونه سوداګرۍ يوه بله لار بلل کيږي چې له امله به يې دولت ته رسېدونکي ماليات له لاسه ور کړي شی.

نابالغ هلکان د انټرنيټ په وسيله د سګرېټ د پلورلو عمده هدف دی .زمونږخبريال په دې هکله له ځينو محصلينو سره مرکه وکړه .د دوی په اند د انټرنټ په وسيله د سګرېټ د اخيستلو په ترڅ کې د سګريټ کيفيت د انديښنې وړ دی .که د سګريټ کيفيت تامين شي او بيه يې هم ښه وي،دوي به هم له دې لارې د سګريټ اخيستلو ازمونه وکړي. دوي وويل (اواز........) که بې کيفيته سګريټ واخلم ، تکليف به را پېښېږي ،د سګريټ پلورنه د هڅونې وړ نه ده ،نو د انټرنيټ په وسيله د سګرېټ اخيستلو لار سمه نه ده ؛له دې لارې د اخيستل شوي سګريټ بيه ډېره ارزانه ده او ډولونه يې هم ډېر دي .له اعتماد وړ ويبپاڼو څخه اخيستل شوي سګرېټ يقينأ ښه کيفيت لری.

د سګرېټ د پلورلو د يادې لارې په هکله ځيني ځيني قاعدې ټاکل شوي دي .د نابالغو کسانو د جاني کېدو د مخنيوي د قانون له مخې نابالغو کسانو ته د سګرېټ پلورنه غيرمجازه ده .د سګرېټ د پلورنې د قانون سره سم هر سګريټ پلورنځی بايد اړوندې حکومتي څانګې څخه د سګرېټ د خرڅلاو اجازه پاڼه تر لاسه کړي.خو دا څرګنده ده چې په انټرنټ کې سګرېټ پلورنکو د دې قانون مراعات نه دی کړی .په دی هکله يادې ټولنې خپل وړانديز وکړ.(اواز.............) وړانديز کوو چې د انټرنټ په وسيله د سګرېټ د پلورنې په مقابل کې ځانګړی قانون جوړ شي تر څو په انټرنټ کې د سګرېټ په اړه هر ډول اعلانونه منع شي .د دې ترڅنګ د سګرېټ د خرڅلاو ځانګړې ادارې هم بايد په جدي توګه خپله دنده پلی کړي او د انټرنټ په وسيله د سګرېټ د پلورنې د مخنيوي لپاره دې ډېره هڅه وکړي.

رېښتيا ده چې ياده مسئله نه يوازې په چين کې رامنځته شوې بلکې هم د نړۍ په نورو هېوادونو کې موجوده ده.د يادې ټولنې مرستيالې وويل چې د امريکا په شمول ځينو لويديزو هېوادونو کې په انټرنټ کې د سګرېټ د پلورنې څارنه هم د حکومت تر کنترول لاندې نه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای