CRI Online

په بېجينګ کې د عمومي بسونو لاينونه به د ښاريانو د غوښتنې سره سم وټاکل شي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-30 16:32:55

په بېجينګ کې ښاريان هره ورځ له هغې ستونزې سره مخامخ دي چې په عمومي بسونو يا ميترو کې ډېره ګڼه ګوڼه ده ، ځکه چې په وروستيو کلونو کې د بيجينګ ښار په شاوخواوو کې د هستوګنې ډېرې سيمې جوړې شوي او ګڼ شمېر کارکوونکي پکې اوسېږي، خو ددوي د کار ځايونه د ښار په مرکز کې دي ، نو کار ته ددوي د تللو ستونزې ډېرې د توجه وړ دي .په وروستيو ورځو کې د بېجينګ د عمومي بسونو شرکت اعلان کړی چې دوی به په سپتمبر کې د سپرلو له غوښتنې سره سم د بسونو لاينونه وټاکي.په بله ژبه ياد شرکت په کاري وخت کې د سپرلو لپاره داسی بسونه برابروي چې له مخې يې هر تن څوکۍ لري او په مستقيم ډول هدف ت رسېږي ، خو بيه يې د ټکسي د بيې له پنځلس سلنې څخه نه لوړېږي .

د اګيست په يوولسمه نېټه زموږ خبريال د ياد شرکت د کارکوونکيو په ملګرتيا د بېجينګ د سوداګريز مرکز له شاوخوا لارو څخه ليدنه کتنه وکړه او د ښاريانو د تګ راتګ د اړتياوو له مخې يې شلو سوداګريزو مرکزونو ته نژدې د هستوګنې څه باندې سلو سيمو ته لاړ.د دې شرکت د تبليغاتو د څانګې کارکوونکي ما شو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې هغه ځايونه ياد کړل چې پکې د دغو لاينونو د پرانستلو اړتيا يې بيړنۍ ده .هغه وويل (اواز..........) اوس د يان جياو، هوي لونګ ګوان، هوانګ چون او چانګ يانګ په نامه سيمو يعنی د بيجينګ ښار له مرکز څخه په ليرې ځايونو کې اوسېدونکي په بيړنۍ توګه غواړي چې د ښار سوداګريزو او صنعتي مرکزونو ته لاړ شی ځکه چې دوي په دغو مرکزونو کې کار کوي .

د بېجينګ د عمومي بسونو د شرکت د تبليغاتو د څانګې د مرستيال لي لي فنګ په وينا له دی امله چې سوداګريزو مرکزونو ته تلونکي ډېر دي ، نو ځکه بايد د دغو مرکزونو د دفتري ودانيو مفصله پلټنه وشي تر څو د ودانيو پرمخ د لارو او د بسونو د درېدلو په باب معلومات تر لاسه شي .هغه وويل (اواز.......) د بسونو لاينونو ټاکنه تر هر څه لومړی بايد د سورلو له اړتياوو سره سمون ولري .په اوسني حالت کې که څه هم له ځينو سيمو څخه د تلونکو شمېر ډېر دی، خو دا نه شی تامينيدای چې د دغو تلونکو تم ځايونه يو شان دی .مونږ به د پلټنې نتيجې له مخې مناسب لاينونه وټاکو تر څو تلونکي ترې ګټه واخلي.

هغه زياته کړه چې ښاريانو ته د زياتو سوداګريزو بسونو د برابرولو لپاره به ياد شرکت په بېلا بېلو سيمو کې د تلونکو له اړتياوو سره سم څو ډوله بسونه برابر کړي چې بيه به يې يوازې د ټکسي د بيې پنځلس برخه وي.هغه وويل (اواز...............) لوی ،منځني او کوچنی بسونه ټول برابرېږي .يوازنی موخه مو دا ده چې که د تلونکو شمېر د اړوندې غوښتنې اويا برخه ونيسي، نو د بس لاين به پرانيستل شي. اوس شپږ لاينونه ټاکل شوي چې دا د ښاريانو د منلو وړ ده.د تلونکو لپاره د سوداګرېز بس د سپولو بيه د خپل موټر په وسيله د تللو له لګښت څخه ډيره کمه ده يا د ټکسي د بيې له پنځلس برخې سره برابرېږي .د اټکل له مخې به د راتلونکي سپتمبر په مياشت کې د ښاريانو د اسانتياوو د پوره کولو لپاره همدغسي لاينونه پرانيستل شي .

سربېره پردې ښاغلي لي وويل چې دا هم ستونزمن کار دی چې څنګه د استوګنې په سيمو کې د سوداګريزو بسونو تم ځايونه وټاکل شي.اوس مهال د دی شرکت د دغې ستونزې د ليری کولو لپاره کوښښ کوي.هغه وويل (اواز.........) د هر تم ځای حالت بېل دی .که زموږ بسونه د استوګنې لويو سيمو ته ننوځي ،بسونه چيرته درېږي؟ ښه به دا وي چې بسونه د هستوګنې سيمو د وتلو ځاي ته نژدې ودرېږي ، خو د وګړو پر تګ راتګ به ستونزمن نه وي .نو ځکه په راتلونکې کې به زمونږ سوداګريز بسونه له ډول ډول ستونزې سره مخامخ وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای