CRI Online

په چين کې د جهاز د بدلولو پرمختيايي صندوق به جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-30 16:50:45

زمونږ خبريال د چين د روغتون له فورم څخه خبر اخيستی چې زر تنو اتباعو تر مرګ وروسته خپل زړونه د بسپنې په توګه اړوندې څانګې ته ور کړل چې له امله به يې په راتلونکيو دوو کلونو کې د مړه شويو بنديانو پر جهاز باندې د تکيې حالت بدل شي .د دې ترڅنګ د چين د روغتيا او ولادت کميټې د جهاز بدلولود اړوند کميسيون مشر هوانګ جي فو وويل چې چين به د جهاز د بدلولو پرمختيايي صندوف جوړ کړي او د جهاز د بسپنې ور کولو په برخه کې به ډېر مهم رول ولوبوي.

د چين په ستره برخه کې هر کال نژدې دری لکه تنه وګړي د ځګر او پښتورګۍ په شمول د جهاز بدلولو د جراحۍ عملياتو ته اړتيا لري ، خو يوازې لس زره تنه د اړتيا وړ جهاز تر لاسه کولی شي .له اوږدې مودې راهيسې په چين کې جهاز په دريو لارو چارو تر لاسه شوي يعنی د بسپنې په توګه د مړه شويو بنديانو له خوا ور کړل شوي جهاز ،د خپلوانو جهاز او تر مرګ وروسته د اتباعو له خوا په خپله خوښه ور کړل شوي جهاز.

ياد مشر هوانګ جي فو وويل چې تر اوسه پورې څه باندې زر تنو اتباعو تر مرګ وروسته د بسپنې په توګه خپل جهاز ور کړل چې له امله يې څه د پاسه دری زره تنه وګړي وژغورل شي .هغه وويل (اواز..........) زموږ د شمېرنې له مخې هره مياشت د بسپنې په توګه د جهاز ور کولو انډول نژدې سلو ته رسيدلی دی.اوس مهال د خپلوانو له خوا د ور کړل شوی جهاز او تر مرګ وروسته د اتباعو له خوا د بسپنې ور کړل شوی جهاز د بسپنې ور کړل شوی جهاز نيمه برخه نيسي.

له پلان سره سم به د چين حکومت تر مرګ وروسته د اتباعو د جهاز د بسپنې ور کولو د هڅولو له لارې اړوند سيستم جوړ کړي او په راتلوونکيو دوو کلونو کې به له مړه شويو بنديانو څخه د جهاز پر اخيستلو باندې د تکيې حالت له منځه يوسي.

اوس مهال په چين کې د هغو روغتونونو شمېر چې د جهاز د بدلولو وثيقه لري، يو سل او پنځه شپېتو ته رسيدلی چې له دې جملې څخه شپېته روغتونونه تر مرګ وروسته د اتباعو د جهاز د بسپنې ور کولو په کار لاس پوری کړی دي.ښاغلي هوانګ وويل چې د روغتيا څانګې پلان لري چې له يادو ټولو روغتونو څخه د دغه کار د تر سره کولو غوښتنه وکړي .د دې ترڅنګ دوی به هم هغو روغتونونو ته چې د نوموړي وثيقې د ګټلو لپاره يې خپل غوښتنليګونه تازه وړاندې کړي ،اجازه ور نه کړي چې د جراحۍ په عملياتو کې د مړه شويو بنديانو جهاز وکاروي.هغه وويل (اواز..........) که يو روغتون نوموړي کار ښه تر سره نه کړي، نو د دوی اړونده وثيقه به لغوه شي .ټول ياد روغتونه بايد ژر تر ژره په دغه کار لاس پورې کړي چې د خبري رسنيو تر څارنې لاندې وي .

د جهاز د بسپنې ور کولو مخکني شرط په عادلانه او شفاف توګه د جهاز ويشل دی .د چين د جهاز د ويشلو او شريکولو سيستم په ٢٠١١ کال کې په کار لويدلی، خو تر اوسه پورې يوازې يوه په درېيمه برخه د دغه سيستم له لارې ويشل کيږي .د خبر له مخې په چين کې د جهاز د تر لاسه کولو او ويشتلو اداري قاعده به خپره شي چې له مخې به يې بسپنه ور کړل شوي ټول جهاز بايد د ياد سيستم له لارې وويشل شي .د جهاز د بدلولو د نړيوالې ټولنې مشر فرانسيس ديلمونيکو د چين دغه عمل وستايه او ويې ويل چې په عادلانه توګه د جهاز ويشل د عامو وګړيو د باور د تر لاسه کولو بنسټ دی.

د معلوماتو له مخې اوس چين د جهاز د بسپنې ور کولو لپاره د بشردوستۍ صندوق په جوړولو بوخت دی .ښاغلي هوانګ وويل چې اړوند پرمختيايي صندوق به په سپتمبر کې په رسمي توګه جوړ شي او د بسردوستۍ په برخه کې به خپل رول ولوبوي.هغه وويل (اواز.........) دغه صندوق به د جهاز ګټلو او ويشلو په بهير کې په تېره بيا د بسردوستۍ په برخه کې به ډېر مهم رول ولوبوي.زه به د مشر دنده پر غاړه وم او د يوه عادلانه او شفاف صندوق د ابادې لپاره به هڅه وکړم .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای