CRI Online

د عر داو بی هه علاقه دارۍ په باب لږ څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2013-09-10 17:04:57

د عر داو بی هه علاقه داری د چين په شمال ختيځ جي لين ولايت کې واقع او شاوخوا يې جګ غرونه او ګڼ ځنګلونه پراته دي. په وروستيو کلونو کې د ځانګړي جغرافيايي مقام او د غني طبيعي سرچينو په اتکا دلته سيلانيزو چارو چټک پرمختګ کړی دی چې له امله يې د سيمه اييز اقتصاد د پرمخبيولو ترڅنګ ايکولوژيکي چاپيريال هم ښه شوی او د چين په شمال ختيځه غرنۍ سيمه کې دغه علاقه داری يوه داسې نمونه بلل کيږي چې پکې اقتصاد او چاپيريال په همغږی پرمختګ کوي.

د دوبي په پای کې له شان شي ولايت څخه راغلی سيلاني لی مو لای او دده ملګري د سفر لپاره دغه علاقه دارۍ ته راغلي او د دې علاقه دارۍ ښکلی چاپيريال ددوي په ذهن کې ښې خاطرې ايښودل شوي دي.هغه وويل (اواز...........) له دې علاقه دارۍ سره زموږ د سفر ښې خاطرې نه هيرېدونکي دي . د سړک په دواړو غاړو کې ګلونه ډېر دي او دلته منظرې هم ښکلۍ دي .د چين په شمال کې د نورو علاقه داريو په پرتله دلته لاره ډېره پاکه او هېڅ خځلې نه شته ،کورونه يې هم قطار په قطار ولاړ دي او شکلونه يې يو شان دي .سربېره پردې د دې علاقه دارۍ په شاوخوا کې ډول ډول ونې ليدل کيږي.

د دې علاقه دارۍ په سلو کې څلور نوی برخه په ونو پوښل شوې او پکې يې مصنوعی ايکولوژيکي منظرې جوړې شوې چې له امله يې په ٢٠١٠ کال کې يادې علاقه دارۍ د چين د استوګنې چاپيريال د نمونې جايزه تر لاسه کړه .

خو څو کاله مخکې دغه علاقه دارۍ بله ډوله وه او په تېره اوږده موده کې سيمه ييزو وګړي په دی پوه نه شول چې بايد د سيمه ييزو غنی طبيعي سرچينو په کارولو سره د سيمه ييز اقتصاد پرمختيا ته وهڅول شی . تر ٢٠٠٦ کاله پورې سيمه ييز حکومت د واحد پلان ، واحدې ساتنې او ادارې سره سم سيلانيزو چارو ته د پرمختيا ور کولو پرېکوه وکړه چې.د دې پرېکړې په رڼا کې د يادې علاقه دارۍ د کليو بڼه بيخي بدله شوې ده. يوه سيمه ييز مامور وويل (اواز.........) د بنستيزو تاسيساتو او چاپيريال د ابادۍ او د ټولو سيلانيزو چارو پرمختيايي سرعت ګړندی دی .که څه هم سيلانيزو چارو پرمختيا موندلې ده ، خو چاپيريال ته يې هېڅ زيان نه دی رسولی او له منظم پلان سره سم ښاري ابادی هم د پخوا په پرتله ښه شوې او ښاري جوړښت يې هم ډېر معقول شوی دی چې د اوسېدونکيو له خوا منل شوی دی.

اوس مهال دغه علاقه داری د سيلانۍ يو ښه ځای بلل کيږي .له بېجينګ څخه راغلی تقاعد شوی کارکوونکي چن چوان ان په دې وروستيو کلونو کې کله نا کله دغې علاقه دارۍ ته سفر کړی. هغه وويل (اواز.........) په ٢٠٠٩ کال کې د خپل سفر په موده کې د عر داو هه سيند پر غاړه اوسېدم چې هلته هوا پاکه او چاپيريال هم ښه دی. نو په هغه وخت کې له دې علاقه دارۍ څخه د بيا ليدنې خيال رامنځته شو. دا ځل احساسوم چې دلته بدلونونه ډېر دي .ډېره خوشحاله يم چې په دوبی کې د يوې مودې لپاره ژوند کوم او په پارک کې قدم وهم او د کوريايي قوم خوندور خوراکونه خورم .

د سيلانيزو چارو د پرمختګ په عين وخت کې د سيمه ييزو وګړيو عايدات هم زياتيږي او ژوند يې هم ښه کېږي. بزګرې ليو يوو اينګ چې پخوا يې په کرکيلې لګيا وه، اوس ټکسي والا ګرخېدلې ده چې هره مياشت نژدې دری زره يوانه پيسې تر لاسه کوي .د خپل ټاټوبی د بدلون د يادونې په ترڅ کې هغې وويل (اواز..........) زمونږ په علاقه دارۍ کې ستر بدلونونه راپيدا شوي دي ،د بېلګې په توګه نه يوازې ډېرې جګې ودانۍ جوړې شوي دي بلکې چاپيريال يې هم ښه شوی دی .زه به هيڅکله له خپل ټاټوبي څخه و نه وتم . ښکلي کلي ، پاکه هوا او چاپېريال ډير سيلانيان راجلبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای