CRI Online

بهرنيانو د چين له بيجينګ اوپېرا څخه ډير خوند اخيستی دی

cri     (GMT+08:00) 2013-09-16 19:58:42
 

د بيجينګ د سيل په نوم اووم فعاليت چې تازه د بيجينګ د چاو يانګ له کولتوري او هنري مرکز کې ترسره شو ، له سلو څخه زياتو بهرنيانو نه يوازې دا چې د بيجينګ اوپېرا نندارې يې وکتلې او ددې ښکلي او ځانګړي هنر څخه يې خوند هم واخيست .د پروګرام په دې کړۍ کې به په دې هکله مفصل مالومات واورئ

له بيجينګ اوپېرا څخه د خوند اخيستلو په ياد فعاليت کې د بيجيګ اوپېرا د هنري ډلې لوبغاړو د اوپېرا ځينې خوږې ټوټې وړاندې کړې او د بهرنيانو لخوا ډير وستايل شوې. ښاغلي اندرې چې ژر به د اوستاذ په توګه د چين د هو بي ولايت په مرکز وو هان ښار کې يو پوهنتون ته لاړ شي او له بيجينګ اوپېرا سره ډيره مينه لري، خبريال ته داسې وويل :

((بيجينګ اوپېرا زما خوښه ده او په امريکا کې مې هم ليدلې وه . نن زما دوهم ځل دی چې اوپېرا ګورم . زه يو شپږ شپېته کلن سپين ږيری يم او توان نه لرم چې د بيجينګ اوپېرا د لوبغاړو په شان په صحنه کې ټوپ ووهم او نور هيجاني حرکتونه وکړم چې دغه ډول حرکات ډير حيرانلونکی دي ، او زه ورسره ډيره مينه لرم.))

د يادولو وړ ده چې د بيجينګ اوپېرا لوبغاړي بايد د خپلو لوبېدلو څېرو سره سم خپل مخونو باندې مبالغه کوونکی سينګار وکړي .د نندرې تر کتلو وروسته بهرنيانو هم د سينګار په کوټه کې د بيجينګ اوپېرا د نقشونو له مخې خپلې څېرې هم ښکلی کړې او په اوپېرا کې يې ډول ډول حرکتونه زده کړل چې د ياد فعاليت يوه ځانګړتيا هم وه . دوولس کلنې نجلۍ کانلينا په خپله څېره کې له رسم شوی انځور څخه راضی وه او و يې ويل:

(( زما انځوره شوې څېره ډېره ښکلۍ ده . تير کال مې په ښوونځي کې په يوه ننداره کې د يوه بيزو په توګه رول لوبولی و چې هغه ننداره ډيره خوندوره وه.

په ياد فعاليت کې يوه زړه وړونکې ځانګړتيا دا وه چې يو انګريز چې ګفا نومېږي ، په انګليسي او چيني ژبو د بيجينګ اوپېرا د نقشونو ، فرقو او د نندارې خصوصيتونو په هکله مالومات معرفی کړل .))

کله چې په ١٩٩٣ کال کې ګفا د لومړي ځل لپاره د بيجينګ اوپېرا ننداره وکتله ، له دې خاص هنر سره علاقه يې پيدا شوه .هغه وويل:

((ډير کاله مخکې می غوښتل چې ددې هنر جذابيت ولټوم ، نو د بيجينګ اوپېرا د زده کولو لپاره چين ته راغلم ، له هغه وخته څخه تر اوسه پورې شل کاله تېر شوي دي . لومړی مې غوښتی چې د ښکليو نڅاګانو او د بدن د حرکتونو او حيرانوونکو ګونګفو له لارې دغه اوپېرا وپيژنم ، خو ورو ورو مې په اوپېرا کې د سندرې ويلو له لارو چارو سره علاقه پېدا کړه ، لنډه دا چې دغه اوپېرا ډېره ښکلۍ اوپېرا ده .))

اوسمهال ګفا نه يوازی په اسماني ماڼۍ کې د جنجال په نوم ننداره کې د يوه بيزو په توګه رول لوبولی شی، بلکی په انګليسي ژبه د اوپېرا سندرې هم ويلی شی څو چې د نورو هېوادونو نندارچيان د بيجينګ اوپېرا له ځانګړتياوو څخه خوند واخلي . ګفا وويل:

((بيجينګ اوپېرا د څو سوو کلونو د کوششونو له لارې رامنځته شوې خالص هنر دی چې دغه ډول هنر په نورو هېوادونو کې نه لېدل کېږي)).

د ياد فعاليت د جوړونکې په وينا بهرنيانو د بيجينګ اوپېرا نه پرته د چين د خطاطۍ هنر ، ګونګفو او خوندور خوړو په شمول د چين خاص کولتور هم له نژدې ليدلی او ياد فعاليت بهرنيانو ته د چين او بيجينګ کولتور د محسوسولو غوره فرصت برابر کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای