CRI Online

د تبت غالۍ

cri     (GMT+08:00) 2013-09-18 20:09:58

د تبت ، ايران او ترکيې غالۍ په نړۍ کې د دری ډولو مشهورو غاليو په توګه ګڼل کيږي .د تبت غالۍ چې د اوبدلو لارې چارې يې ځانګړی،رنګ يې ښکلی او کيفيت يې ښه دی ،لوړ ارزښت لري .د چينګ جان په لوړه کې تبتي خلکو د پسه او غوايې ويښتانو په وسيله د غاليو او پو لو نومی د منسوجاتو د اوبدلو له لارې د خپل نيکمرغه ژوند د ګتلو لپاره هڅه کوي.

(اواز..........) په وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د تبت د شان نان سيمې په جا نان ولسوالۍ کې د يانګ ګوانګ په نامه د پو لو نومی د منسوجاتو د فابريکې توليدي کارګاه ته ننوتلی او هغه حالت يې ليدلی چې د جانګ ګوو کلي بزګر چي ژون د منسوجاتو په اوبدلو بوخت و .

پولو په تبت کې داسې ډول منسوجات دی چې د پسونو د ويښتانو په وسيله د تبتيانو له خوا په لاسونو اوبدل کيږي ،او د تبتي جامو ، بوټانو او خوليو د جوړولو عمده اومه مواد دی چې د تبتيانو په ورځني ژوند کې ډېر مهم ځای لري .

د جانان ولسوالۍ د يانګ ګوانګ په نامه د پولو د منسوجاتو فابريکه په ٢٠٠٢ کال کې د جانګ ګوو کلي د پنځلسو کليوالو له خوا جوړه شوه او د تبت د خپلواکې سيمې او ځايي حکومت په مټ په وروستيو لسو کلونو کې ګړندی پرمختګ موندلی دی.کارکوونکي چي ژون د يادې فابريکې د پرمختګ د يادونې په ترڅ کې خبريال ته وويل چې اوس د هغه پولو د اوبدلو کار چې اوږدوالی يې شل متره دی، يوازې څلورو ورځو ته اړتيا لري .هغه وويل (اواز..........) پخوا مو ماشين نه درلود او د همدغه پولو د اوبدلو کار يوې مياشتې ته اړتيا درلوده،خو اوس په يوه مياشت کې شپږ يا اووه پولو اوبدل کيدای شي چې له امله يې عايدات شپږ يا اووه چنده زيات شوی دی.

د يادې فابريکې مشر سو لانګ ژون چينګ وويل چې له لسو کلونو راهيسې د دوی د فابريکې مساحت ،د کارکوونکيو شمېر،توليدي ډولونه او اقتصادي ګټې نژدې لس چنده زيات شوی دی .هغه وويل (اواز..........) په ٢٠٠٢ کال کې زمونږ توليدات يوازې دری ډولونه لري، خو اوس دغه شمېر څلور دېرش ډولونو ته زيات شوی دی.د فابريکې مساحت هم دری مربع مترو ته پراخ شوی دی .د توليدي تخنيک د ښه والي سره سره د کارکوونکيو توليدي موثريت هم لوړ شوی چې له امله يې عايدات هم زيات شوي دي.

اوس د تبت د شان نان ، ژي کا ځه او نا چو په سيمو کې د يادې فابريکې په شان د پولو د اوبدلو فابريکې ډېرې دي او خپلې ځانګړتياوې لري.

د شان نان سميې په نای دونګ ولسوالۍ کې د قومي هوا جي نومی د لاسي همکارۍ ټولنه موجوده ده .هوا جي يو ډول ټوکر دی چې مهارت او توليدي تخنيک ډېر پيچلی دی.په پخوانۍ زمانه کې يوازې لوړ پوړو چارواکيو دغه ټوکر اخيستی او کارولی شوای .خو د ډېرو تاريخې عواملو له امله په ځايي سيمه کې د هغو کسبګرانو شمېر کم شوی دی او ورکشاپونه هم ورک شوي دي.د دغه مهارت د خپرولو لپاره په ٢٠٠٨ کال کې بزګر با سنګ د ځايي حکومت تر ملاتړ لاندې ياده ټولنه جوړه کړه چې د کارکوونکيو شمېر يې دری اويا تنو ته رسيدلی دی.کارکوونکي سو لانګ چو جي د اوسني حالت په هکله ډېره خوشحاله ده .هغه وويل (اواز...........) د هوا جي د جوړولو مهارت چې پخوا يې د ورانکارۍ په حال کې و،د دغې ټولنې له لارې خپور د سيمه ييزو وګړيو له خوا اخيستل شوي او توليدات هم ښه بازار لري،نو په دی هکله ډېره خوشحاله يم .

په وروستيو کلونو کې د سيمه ييز حکومت په مټ د تبتي غاليو توليدي چارو ګړندی پرمختګ کړی چې نه يوازې توليدي پيمانه يې زياته شوې او توليدي شرايط يې ښه شوی بلکې توليدي تخنيکي سويه او ګټې لوړې شوې دي چې له امله يې دغه چارې د صنعتي کېدو په لور روانې دي.

د تبت د ژي کا جه سيمې د جيانګ جي ولسوالۍ د تبتي غاليو د يوه ډېر مشهور توليدونکی ځای په توګه ګڼل کيږي چې په پنځلسمې ملادي پېړۍ کې نژدې زر تنه د تبتي غاليو په توليد لګيا و. زمونږ خبريال د تبتي غاليو په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د دغې ولسوالۍ د غاليو له فابريکې څخه ليدنه وکړه. د جيانګ جي ولسوالۍ د غاليو فابريکه په ١٩٧٣ کال کې جوړه شوه چې تر ټولو لويه ځانګړتيا يې په لاسونو د غاليو اوبدل دي . تر څه باندې دېرش کلن پرمختګ وروسته ياده فابريکه د غښتلی تخنيکي ځواک او توليدي توان په اتکا سره د چين د غاليو د توليد لپاره د يوې مهمې تصدۍ په توګه وټاکل شوه.په ٢٠٠٦ کال کې د دې فابريکې د غاليو د اوبدلو مهارت د چين د نامادي کلتوري ميراثونو په ليست کې وشمېرل شو او په ٢٠٠٩ کال کې د فابريکې مشر بيان دو د دغه مهارت د يوه ميراث اخيستونکي په توګه وټاکل شو . هغه وويل (اواز.........) زموږ توليدات په پوره توګه په لاسونو اوبدل کيږي او په بېلا بېلو توليدي بهير کې خپل عنعنوی مهارتونه ساتل کيږي .په عين وخت کې مهارتونه هم ابتکار شوي دي.

چي جن چې په دغه فابريکه کې يې د ډېرو کلونو لپاره کار کاوه، د مشر بيان دو په مرستې سره د فابريکې ماهره ګرځېدلی ده.هغې وويل (اواز............) په دې فابريکه کې مې د لسو کلونو لپاره کار کاوه او مهارت مې له مشر څخه واخيست.کله چې يوه غالۍ مې بشپړ کړه،ډېره خوشحاله وم.

مشر بيان دو وويل چې په سخته بازاري سيالۍ کې د لاسونو پر ځای د ماشين په وسيله د غاليو له اوبدلو څخه ډېرې ګټې تر لاسه کيدای شي ،خو په عين وخت کې به له دی امله عنعنوی مهارت له لاسه ور کړی شي .نو ځکه زمونږ د فابريکې په کارګاه کې د ماشين اواز نه شی اوريدلی .د دولت د نامادي کلتوري ميراث اخيستونکي په توګه بيان دو وويل چې دی د غاليو د اوبدلو مهارت ور زده کولو ته پاملرنه کوي.هغه وويل (اواز............) کارکوونکي بايد په صبر او حوصله سره کار وکړي ،هر کارکوونکی له هر استاد سره شاګرد کوي چې په ريښتينی توګه د تبتي غاليو د اوبدلو مهارت تر لاسه کړي .

د علمي او اغيزمن پرمختګ له امله اوس مهال د جيانګ جي غالۍ نه يوازې د دغې ولسوالۍ او تبت يو سمبول ګرځېدلی دی بلکې د سيمه ييزو وګړيو د شتمنېدو يوه ښه لار ده. له ٢٠٠٦ کال څخه تر اوسه پورې د يادې فابريکې کلني توليدي ارزښت يو مليون اووه لکه او پنځوس زره يوانو ته رسيږي او د کارکوونکيو کلني معاش نژدې شل زره يوانه دي.مشر بيان دو د خپلې فابريکې د راتلونکي پرمختګ د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز..........) مونږ به په راتلونکی کې د دی لپاره هڅه وکړو چې د کارکوونکيو شمېر له يو سل او اته تنو څخه يو سل او پنځوس تنو ته لوړ کړو،د فابريکې له لرګين سختماني جوړښت څخه سيمتي او فولادي جوړښت ته اړوو او له جدي غوښتنې سره سم به د غاليو د اوبدلو مهارت کارکوونکيو ته ور زده کړو.

دا رېښتيا ده چې د نوموړو همدغو تصديو پرمختګ د تبت د خپلواکې سيمې د اړوندو څانګو له کوښښونو او ملاتړ سره نژدې اړيکې لري .د يوې شمېرنې له مخې د سيمه ييز حکومت په مټ تر اوسه پورې په دې سيمه کې د غاليو د مهم توليدونکی تصديو شمېر څوارلسو ته رسيدلی چې په عمده توګه يې په لاسا ښار،ژي کا ځه ، شان نان او نان چو سيمو کې پرتې دي .په ٢٠١٢ کال کې د دې سيمې د غاليو په صنعت کې عمومي توليدي ارزښت دوه سوه او دوولس مليونه يوانو ته رسيدلی دی.مونږ باور لرو چې په تبت کې د غاليو صنعت نور ښه راتلونکې ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای