CRI Online

د چين حکومت د وګړو هڅونه کوي چې د تګ راتګ لپاره د شخصي موټر په ځاي عمومي بس ، ميترو او بايسکل وکاروي يا پلی وکړي

cri     (GMT+08:00) 2013-09-18 20:42:22

د سپتمبر ٢٢مه نېټه د چين په ښارونو کې يوه داسی ورځ ده چې حکومت خلک هڅوي چې د شخصي موټر په ځاي عمومي ترانسپورتي وسيلې وکاروي يا پلی وکړي او يا د بايسکل په سپرلو لاړ شی .له ٢٠٠٧ کال څخه د چين په يوسل او درې پنځوسو ښارونو کې دغه فعاليت اجرا شوی دی .دغه فعاليت لومړی په اروپا کې پيل شو او په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو لوی دواملرونکی ترانسپورتي فعاليت هم بلل کيږي چې له دې لارې خلکو ته د شنه تګ راتګ يعنی چاپېريال ته د نه ککړتيا په هکله نظر خپريږي .د چين د ساختماني چارو وزارت په وروستيو ورځو کې يوه خبري ناسته تر سره کړه او پکې يې د دې فعاليت د تطبيق په باب معلومات وړاندې کړل.

ترانسپورت د ښاري ژوند يوه مهمه برخه ده.په چين کې د ښاري کېدو بهير د پرمختګ سره سم ګڼ شمېر کسان د کار پيدا کولو لپاره ښارونو ته ځي چې په پايله کې يو لړ ترانسپورتي ستونزې رامنځته شوې دي مثلا ترافيکي ګڼه ګوڼه او ګډوډۍ او د هوا ککړتيا او داسې نورې مسئلې د ښاريانو پر ژوند اغيزمنې دي .له ٢٠٠٧ کال څخه په چين کې ياد فعاليت تطبيق شو چې موخه يې د خلکو هڅول دي چې شخصي موټر تر ممکنه حده پورې نه استعمالوي ، د بايسکل په سپرلو ځي يا پلی کوی . د ياد وزارت عمومي انجنير تانګ کای وويل (اواز...........) د سږني فعاليت عمده موضوع شين ترانسپورت او پاکه هوا ده چې موخه يې د ښاريانو هڅول دي چې عمومي ترانسپورتي وسيلې وکاروي او د ککړتيا د کمولو له لارې د ښاريانو د ژوند کيفيت لوړ شی.

د ده د معلوماتو له مخې د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې ياد فعاليتونه اجرا شوي دي چې په ځينو ښارونو کې د عمومي بسونو او بيړنيو موټرونو د روانېدو سيمې ټاکل شوې او په ځينو نورو ښارونو کې هغه تدبير نيول شوی چې شخصي موټرونو ته د طاق او جقت نيټو او پلېټونو له مخې د کارولو اجازه ورکول کېږي څو چې د موټرونو شمير تر کنترول لاندی راوستل شي.

هغه د باسيکل په سپرلو د خلکو تګ راتګ هڅوي .اوس مهال د چين په ښارونو کې د باسيکلونو د کارولو انډول په پر له پسې توګه کمېږی.د بېلګی په توګه په بېجينګ کې دغه انډول په ٢٠٠٠ کال کې په سلو کې له اته دېرش اعشاريه پنځو څخه په سلو کې پنځلسو ته کم شوی دی. څرنګه چې په بيجينګ کې نژدې څلور مليونه شخصي موټرونه شته ، که د شخصي موټر هر خاوند هره ورځ د موټر په ځاي د يو ساعت پر بايسکل سپور شی ، نو هر کال به په سلو کې نژدې ديرش پطرول او په عين وخت کې وزن به يې هم شپږ کيلوګرامه کمېږي

.د بيجينګ ځينو ښاريانو د ياد فعاليت هر کلی کوي .ښاغلي شي فنګ چې نولس سوه اتمه لسيزه کې يې زيږېدلی ،د ياد فعاليت ډېر ملاتړ کوي .هغه وويل (اواز...........) رېښتيا ده چې د بيجينګ په شان لويو ښارونو کې ترافيکي ګڼه ګونه زياته ده . زه د بيجينګ په لويديځ کې اوسېږم او دفتر له کور څخه يو ساعت شل دقيقې لېرې پروت دی او په لاره ډيره ګډوډی ده ،نو عامه ترانسپورتي لارې چارې هرچا ته ډېرې اسانتياوې برابروي .

د ټکسي والا دينګ چې د ټکسي چلولو په برخه کې څه باندې دېرش کلن تجربې لري ، د ياد فعاليت د تطبيق تود هر کلی کوي او هيله لري چې ښاريان تر ممکنه حده پورې عمومي بس يا ميترو وکاروي .هغه وويل (اواز........) که ښاريان په عامو ترانسورتي وسيلو تګ راتګ وکړي، نو په هوا کې به ککړتيا کمه شي .په عين وخت کې ښاريان هم په دې ورځ کې په پښو د کار ځاي ته ځي چې له امله به يې روغتيايي حالت ښه شي او د چاپيريال ککړتيا هم کمه شي. ( غاټول )


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای