CRI Online

ښکلی شينجيانګ د عربي هنرمندانو په انځورونو کې

cri     (GMT+08:00) 2013-10-17 20:37:18

د ورېښمو لرغونې لارې د چين او عربي نړۍ ترمنځ ځلاند تاريخ جوړ کړی و ، د عربي هېوادونو د انځورونو څلورمه دوره نندارتون د چين د اويغوري قوم خپلواکې سيمې په اروموچي ښار کې تازه پای ته ورسيد ، چې عربي هنر مندانو د قلمونو په وسيله ښکلې ، معاصر او متمدن شينجيانګ نندارچيانو ته وړاندې کړ.

(( دا زما انځور دی چې نوم يې دی همغږي. وګوره چې دلته د دی انځور په هکله معلومات ليدل کيږي چې په چيني ژبه ليکل شوي دي. له دی انځور څخه د انسانانو او طبعيت ترمنځ همغږي ښکاره شوې ده.))

دا مېرمن چې ښکلې جامې يې اغوستې،د لبنان انځورګره لينا کلکيان ده. دا چين ته د نوموړې څلورم سفر دی.هغې په دې اړه وويل: 

(( په ٢٠٠٨ کال کې ما د لومړی ځل لپاره چين ته سفر وکړ. په هغه وخت کې زما انځور د بېجينګ د المپيګ لوبو د اجرائيوي کمېټې لخوا ټاکل شوې لومړې جايزه ترلاسه کړه، او بيا مې له شانګهای څخه ليدنه وکړه. دا زما لومړی ځل دی چې د انځورګرۍ لپاره شينجيانګ ته سفر کوم.))

د مېرمنې لينا کلکيان په وينا سفر ، انځورګرۍ ، ادبي خلاقيت او نندارې د چين د کولتور وزارت تر رياست لاندی د چين او عربي هيوادونو د همکارۍ فورم په چوکاټ کې يو مهم فعاليت دی . له ٢٠٠٩ کال څخه راپدې خوا له ١٨ عربي هيوادونو څخه څه باندې ٣٠ هنرمندانو د دی فعاليت له لارې له چين څخه ليدنه کړې.

په تېرو درېو کلونو کې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار ، د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې په مرکز ين چوان ښار او د هې لونګ جيانګ ولايت په يي چون ښار کې درې ځله فعاليتونه په بريالۍ توګه ترسره شوي دي. د سږکال له اګست مياشتې څخه تر سپتمبر مياشتې پورې د دغه فعالت څلورم ځل و او په شينجيانګ کې ترسره شوی چې د مصر ، کويټ، سوډان او لبنان په شمول له١٣ عربي هيوادونو څخه راغلو ١٥ انځورګرانو په څه باندې نيمه مياشت کې د شينجيانګ په هکله ٥٠ انځورونه رسم کړي دي.

دکويټ انځورګر خالد الشتي د قزاقي نجلۍ او د شينجيانګ کلي په نومونو دوه انځورونه رسم کړي. هغه د دی فعاليت په هکله داسې وويل:

(( کلتوري راشه درشه ډېره مهمه ده، عربي هيوادونه او چين خپل ځانګړي کلتورونه لري. د دی فعاليت تر ختمېدو وروسته به د خبري رسنيو له لارې خپلو هېوادوالو ته په شينجيانګ کې زما د ليدنې په هکله معلومات وړاندې کړم .چين او کويټ د وريښمو لارې په سر او پاي کې پراته دي. له کتابونو څخه د مطالعې په وخت کې خبر شوم چې د وريښمو لارې په وسيله د چين ټوکرونه او ورېښمين منسوجات عربي هيوادونو ته رسول شوي وو. موږ اوس د چين او عربي هيوادونو ترمنځ کلتوري سفيران يو، زه به د چين او شينجينګ په هکله بشپړ معلومات ټولو هېوادوالو ته وروپېژنم.))

عربي انځورګرانو په خپلو سترګو چين ليدلی ، د زړونو په وسيله يې چين احساس کړی او په قلمونويې چين انځور کړی دی، چې د دوی له اثارو څخه د چين او عربي هيوادونو ترمنځ لرغونی دوستي ښکاره شوې ده ، دا به د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو په هکله يوه نه هېرېدونکې يادونه وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای