CRI Online

د بېجينګ پوهنتون لسمې دورې کولتوري نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړی.

cri     (GMT+08:00) 2013-10-25 09:10:27

 د بهرنيان په چين کې نننۍ کړۍ کې به تاسو سره يو ځای د بېجينګ پوهنتون په لسمې دورې کولتوري نندارتون کې د افغانستان عرفې څخه سيل وکړو. دغه نندارتون د اکتوبر په نولسمه نېټه سهار د بېجينګ پوهنتون د جوړېدو د سلمې کاليزې د يادونې تالار په ميدان کې تر سره شو. د سږني نندارتون سرليک د لسو کلونو يادونه : تاسی چين ته وګورئ او زه نړۍ ته وګورم. د دغه نندارتون جوړونکو نړۍ ته د کتنې، اوريدنې، خبرې او بدلون په څلورو برخو کې د بېجينګ په پوهنتون کې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تبادلې او تګ راتګ لپاره يوه په زړه پورې صحنه اباده کړې وه. د معلوماتو له مخې، د اته شپيتو هېوادونو او سيمو محصلينو او چيني زده کوونکو او نورو دوو سوو داوطلبانو په کې ګډون درلود.

د چين د پوهنې وزارت د نړيوالې همکارۍ او تګ راتګ څانګې مرستيال چن ينګ هوي، نورو هېوادونو ته د چيني زده کوونکو د زده کړې صندوق سرمنشي ليو جينګ هوي، د چين د بهرنيو کارپوهانو د ادارې د تعليمي، علمي او طبي کارپوهانو د ادارې رياست مرستيال لې فنګ يو، د بېجينګ پوهنتون د ګوندي کميټې مشر جو شان لو او د افغانستان لوی سفير محمد کبير فراهي په شمول د ٢٢ هېوادونو څه باندې څلويښتو تنو ډيپلوماتانو د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

د همدې ورځې په سهار نهو بجو، د دغه نندارتون پرانيستونکي مراسم پيل شول. د بېجينګ پوهنتون د ګوندي کميټې مشر جو شان لو وويل، چې دغه فعاليت د ٢٠٠٤ کال راهيسې، په پر له پسی توګه لس کاله کېږي چې تر سره شول او د يو اغيزمن فعاليت په توګه يې ورځ په ورځ پراخېږي چې د چيني او بهرنيو محصلينو د پاملرنې وړ ګرځېدلی. هغه وويل،

ګرانو دوستانو، ښوونکو او زده کوونکو، السلام عليکم! لومړی غواړم چې د بېجينګ پوهنتون په استازيتوب د ستاسو هر کلی وکړم، له هغو شخصياتونو څخه مننه کوم چې د دې نندارتون د جوړولو څخه يې ملاتړ کړی او د لسمې دورې کولتوري نندارتون د پرانيستلو له امله ټولو ته مبارکي وايم. بېجينګ پوهنتون چې ١١٥ کلن تاريخ لري، د چين په ډېرو غوره او مشهورو پوهنتونونو کې ځای لري. بېجينګ پوهنتون نه يوازی زموږ د ملت او هېواد وياړ دی، بلګې يو نړيوال پوهنتون هم دی. د دغه نندارتون له لس کلن تاريخ څخه څرګندېږي چې بېجينګ پوهنتون د نړۍ د تبادلې او تګ راتګ لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي او خپله نوې بڼه يې ښودلې ده. په دې پوهنتون کې چيني او بهرني محصلين او ښوونکي د دې پوهنتون خاوندان دي، نو په دې ځای کې غواړم چې دغو محصلينو او ښوونکو ته خپل درناوی او ورڅخه مننه څرګنده کړم چې د دغه نندارتون د جوړولو لپاره يې هڅه کړې ده.

د پرانيستونکو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، دغه نندراتون په رسمي توګه پرانيستل شو. د نندارچيانو ګڼه ګوڼه وه او په ښه توګه يې خبرې او تبادلې کاولې. له دې جملې څخه د افغانستان عرفه ډېره د ليدو وړ وه. دغه عرفه په بېجينګ کې د څو افغان محصلينو لخوا جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان په زړه پورې طبيعت او دودونه، ځلاند کولتور، ښکلی ملي جامې او غني کانونه ليدل کېده. دا يوه ډېره ښه کړکۍ وه چې نندارچيانو ورڅخه د افغانستان په اړه معلومات تر لاسه کول. کله چې نندارچيان د افغانستان عرفې ته لاړ شي، لومړی په زړه پورې موسيقي اوري چې د شپېلې وهونکي لخوا غږول کېږي. 

ښاغلي عمر رازاق په ډېرې خوشحالۍ سره شپېلې وغږوله او ويې ويل

ښاغلي بکتاش کارګر اوس د بېجينګ د ژبو په پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو څانګې يو محصل دی. هغه د افغانستان په خطاطۍ کې لګيا دی. په همدې ورځ هغه د افغانستان په عرفه کې په پښتو ژبه د نندارچيانو لپاره نومونه ليکل او د سوعات په توګه يې ورته وړاندې کول. د افغانستان خطاطی د زياتو نندارچيانو د مينې وړ ګرځېدلې وه. ښاغلي بکتاش هم د افغانستان خطاطۍ وروپيژنده. ده وويل،

د افغانستان خطاطی ډېره په زړه پورې ده او په دې اړه زيات دودونه شته. د افغانستان خطاطی د چيني خطاطی په شان ډېر اوږد تاريخ لري، دغه خطاطي د وريښمو کاروان په موده کې رامنځته شوې ده او زياتې لرغونۍ خطاطۍ ليکنې يې زموږ د هېواد په موزيم کې هم ليدل کېږي. اوس مهال زيات افغانان د خطاطۍ زده کړه کوي. دا د افغانستان د کولتور لپاره يوه ډېره مهمه برخه ده او زيات مينه وال يې راجلب کړي. زموږ خاطاطی د چين له خطاطۍ سره توپير لري، د بېلګې په توګه چينايان د ماو بي په نوم د ځانګړی قلم په وسيله خطاطي ليکي، مګر موږ د نۍ په نامه د باڼس له لارې خطاطي ليکو. دغه باڼس هم ځانګړی ډول باڼس دی او د نۍ د تيزولو ډولونه هم بېل دی. هر يو خطاط خپله ځانګړی نۍ لري او پخپله نۍ تيزوي.

د افغانستان خطاطۍ مينه وال په همدې ورځ د افغان عرفې په وړاندې نوبت ته منتظر وو او هيله لري چې د خپل نوم په اړه يوه افغان خطاطۍ وګټي. ښاغلي اليکس چې له امريکا څخه راغلی دی، په کې يو دی. هغه وويل، 

د دوی عرفه ډېره په زړه پورې ده او زموږ د هېواد د عرفې په پرتله ډېره ښه ده. په دې ځای کې زيات کولتور احساسولی شم او غواړم چې د خپل نوم په اړه يو افغان ليک تر لاسه کړم. مخکې تر دې مې د افغانستان د کولتور په اړه زيات معلومات نه لرل.

د بېلا بېلو خلکو ترمنځ د کولتوري تګ راتګ د بشريت د پرمختګ بنسټ دی. د افغانستان محصلينو هيله څرګنده کړه چې د دغه نندارتون له لارې لا زياتو چينايانو او د نورو هېوادونو خلکو ته د افغانستان ځلاند کولتور او لرغونی تاريخ وښيو. ښاغلي محمد رامين منشوری چې د بېجينګ پوهنتون يو محصل دی، هم د افغان عرفې په جوړونکو کې يو دی. هغه خپل نظرداسی څرګند کړ.

ښاغلي وو جن وي چې له سينګاپور څخه راغلی، د ښاغلي رامين سره په يوه ليليه کې اوسېږي، هغه په ځانګړی توګه د افغانستان له عرفې څخه ليدنه وکړه. ده وويل،

ګرانو دوستانو السلام عليکم! زما نوم وو جن وي دي او له سينګاپور څخه راغلی يم، زه د رامين صاحب ټولګېوال يم. له رامين صاحب سره له پيژندلو مخکې مې د افغانستان په مواد لږ معلومات درلودل. په دې عرفه کې زيات عکسونه او انځورونه شته چې ورڅخه د افغانستان اصلي بڼه ليدل کېږي. زما په خاطره کې د افغانستان طبيعت ډېر په زړه پورې دی. پخوا مې د رامين صاحب له خولې له لارې د افغانستان په اړه معلومات تر لاسه کول، خو اوس پخپله ګورم. هيله لرم چې په راتلونکي کې به افغانستان ته د سيل لپاره لاړ شم. ډېره مننه!

په همدې ورځ په چين کې د افغانستان سفارت هم په ځانګړی توګه نندارچيانو ته افغان کابلی پلو وړاندې کړ، نو نندارچيان پر عکسونو، خطاطۍ او موسيقۍ سر بېره، د افغان ډوډۍ هم وخوړه او دا هم د کولتور د تبادلې لپاره يوه مهمه برخه وه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای