CRI Online

روسي ځوان سېرګی پونوماريف : په چين کې د چيني دوديز طب خوب ترسره کړم

cri     (GMT+08:00) 2013-10-28 19:03:36


روسي ځوان سېرګی پونوماريف (ښی خوا) د سي ار ای له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې


سېرګی (منځنی) د ډاکټرې او ناروغ لپاره ترجمه کوي

 روسي ځوان سيرګی پونوماريف خاص د چيني ژبې د زده کولو لپاره چين ته راغی، خو د چيني ژبې د زده کړې په بهير کې يې له چيني دوديز طب سره لېوالتيا پيدا کړه چې په پايله کې يې د چيني ژبې دماستري درجې له ګټلو څخه تېر شو او د چيني دوديز طب په زده کولو يې پيل وکړ . ان د چين د دوديز طب په هکله يې يوه ويبپاڼه هم جوړه کړه. ولی يو روسي ځوان له چيني طب سره دومره علاقه پيدا کړې؟ په نننۍ کړۍ کې به د سېرګی کيسه واورئ!

د چين په شمال ختيځ کې د هې لونګ جيانګ ولايت د چين د دوديز طب پوهنتون په اړه په دوهم روغتون کې روسي ځوان سېرګی د روسي ناروغانو لپاره په ژباړنې بوخت دی . هغه رسمي ژباړونکی نه دی او د ماستري درجې د ګټلو لپاره د هې لونګ جيانګ د چيني دوديز طب پوهنتون د ستن وهلو په څانګه کې يو محصل دی. ٢٠٠٥ کال کې هغه د چيني ژبې د زده کولو لپاره د روسيې له چيتينسکايا ايالت څخه چين ته راغی او په فارغ وخت کې يې د هې لونګ جيانګ ولايت په مرکز هاربين ښار کې د خپل هېواد د ناروغانو لپاره ترجمه کوله. د چيني دوديز طب د حيرانتياوړ اغېز له امله له دغه ځانګړي طب سره يې ژوره علاقه پيدا شوه.

((په لومړي وخت کې ما د چين دوديز طب په هکله هيڅ مالومات نه درلودل، له خپل هېواد څخه د راغلو ناروغانو لپاره مې د ترجمې په بهير کې د چيني دوديز طب په هکله يو شمېر کتابونه ولوستل . که څوک غواړي چې له يو شی سره اشنا شي، هومره به غواړي چې په دې اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي.))

سېرګی په پاي کې د چيني ژبې له زده کړې څخه د لاس اخيستلو پرېکړه وکړه او بيا يې د چيني دوديز طب پوهنتون د ستن وهلو په څانګه کې شامل شو. دغه راز هغه د چين له حکومت څخه د غوره بهرنيو محصلينو سکالرشيپ هم ترلاسه کړ. که څه هم هغه اوس يو رسمي ډاکتر نه دی ، خو هغه نه يوازې په وړيا ډول د ډېرو دوستانو لپاره ستن وهي، بلکې په روغتون کې هم د خپل هېواد له ناروغانو سره مرسته کوي. د څو ساعتو په مرکه کې هغه له دوو ناروغانو سره د ژباړنې مرسته وکړه او د دوی لپاره يې درمل هم واخيستل او د دارو خوړلو په هکله يې د پاملرنې وړ معلومات ورکړل.

د سېرګی دوستانو په نظر سېرګی يوبل ارزښتناک کار هم ترسره کړ ، يعنی په ٢٠٠٩ کال کې يې په وړيا توګه د روسي ناروغانو لپاره د چيني دوديز طب په هکله يوه ويبپاڼه جوړه کړه.

(( د خپل وطن لازياتو ناروغانو له ما څخه د چين د طبي بوټو د جوشولو او څښلو په هکله وپوښتل. ځينو يې ما ته پيغامونه واستول او ځينوبه راته تېلفون کاوه. نو د يوې ويبپاڼې د جوړولو خيال مې وکړ تر څو دوی ته اسانتياوې برابرې کړم.))

په ياده ويبپاڼه کې نه يوازې د چيني دوديز طب په هکله معلومات ليدل کيږي، بلکې له چين څخه د ويزې غوښتلو ، په روغتون کې يو ناروغ د رجسټر کوله او اړوندو لګښتونو په شمول ډېر محتويات هم پيدا کيږي. د دغې ويبپاڼې کتونکي ګام په ګام زياتېږي، په ٢٠٠٩ کال کې يوازې ١٦ کتونکي وو، خو په تېر کال کې تر ١٤٠ زياتو روسانو دغه ويبپاڼه وليده او چين ته د درملنې لپاره راغلل. سېرګی په دې هکله ډېر خوشاله دی.

(( ډير خوشحاله يم چې هره ورځ له زياتو کسانو سره اشنا کيږم او ورسره مرسته کوم اوس په روسيه کې هم د چيني دوديز طب او ستن وهلو کلينيکونه خلاص شوي دي، خو خدمتونه يې بشپړ نه دي، ناروغان کولی شی چې زما په ويبپاڼه کې د چيني دوديز طب له مخې د درملنې ډېرې لارې چارې وپيژني او د چيني دوديز طب په اړه نور نوي مالومات هم ترلاسه کړي.))

د زياتو کسانو په اند سېرګی نه يوازې له زياتو ناروغانو سره مرسته کوي، بلکې د ده هڅې د چيني دوديز طب او لويديځ طب ترمنځ د تبادلې لپاره ګټورې دي او لازياتو کسانو چيني دوديز طب ښه پېژندلی دی. په راتونکي کال کې به سېرګی ماستري درجه وګټي ،هغه وايي چې د راتلونکي په هکله مې کوم پلان نه دی جوړ کړی ، مهمه خبره دا ده چې بايد اوسني کارونه په جدي توګه ترسره کړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای