CRI Online

د چين د لسمې دورې هنري فېستوال پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2013-10-28 19:50:53

د چين د لسمې دوري هنري فېستوال د اکتوبر په يوولسمه نېټه مازديګر پيل شو او د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي هنري پلاوي به د دې فېستوال په موده کې نندارچيانو ته په زړه پورې نندارې وړاندې کړي.

(اواز............)د چين هنري فېستوال په چين کې يوه لويه هنري غونډه بلل ګيږي او په ١٩٨٧ کال کې د لومړنې دورې له جوړېدو راهيسې يې ګام په ګام د هنري تبادلې لپاره يو اغيزه لرونکی ډګر ګرځېدلی دی.

د اکتوبر په يوولسمه نېټه مازديګر د ګوندي منشي په نوم د شان دونګ د اوپرا د ننداره کولو سره سره ياد هنري فېستوال په رسمي توګه پيل شو چې د چين د کلتور وزارت او د شانګ دونګ د ولايتي حکومت له خوا په ګډه سره جوړ شو او د نندارې ،د غوره نندارې د انتخاب،هنري نندارتون ،د نندارې معاملې او فورم څخه عبارت دي . په ياد فېستوال کې پر ستېج باندې د هنري نندارې شمېر يو سل او درې دېرشو ته رسيدلی چې له دې جملې څخه اووه اتيا اوپراګانې به د دولت په کچه د څوارلسمې دورې د ون هوا نومی د بېلا بېلو جايزو د ګټلو لپاره سره سيالي وکړي.

د چين د کلتور وزارت د هنري څانګې مرستيال تاو چنګ په خوله روان کال د ګډون کوونکيو اوپراګانو شمېر د تېرو دورو په پرتله ډېر زيات دی .په تېره بيا په دې وروستيو کلونو کې د کلتور وزارت په وار سره د سيمه ييزو اوپراګانو او اکروباتيک نندارو څخه د ملاتړ هنري تګلاره پلې کړې چې له امله يې ښه پرمختګ موندل شوی دی. تاو چنګ وويل (اواز...........) په دې فېستوال کې څلور څلوېښت ځايي اوپراګانې ښودل کيږي چې پر اووېشت ډولونو پورې اړه لري .نو ځکه ياد فېستوال پيمانه پراخه ده او په موسيقي،نڅاوو او اکروباتيک نندارې کې د څو هنري شکلونو د يو ځاي کېدو ابتکاري تمايل ښکاريږي.

(اواز..........) د شان دونګ ولايت د اکروباتيک ډلې ننداره د دې فېستوال د پرانيستلو مخکې وښودل شوه چې له دې لارې يې نندارچيانو ته د يوې ښاپېرۍ او هلک ترمنځ د مينې کيسه کړې او د کتوونکيو د هر کلی وړ ګرځېدلی ده. چن جون چې د خپلو زامنو په وړلو سره يې ننداره وليدله،خبريالانو ته وويل چې د نندارې دغه شکل چې د کيسې د تمثيلولو په بهير کې اکروباتيک ننداره هم ښودل کيږي، ډېر په زړه پورې دی او د ماشومانو ډېر خوښيږي. د نوموړي هنري فېستوال په موده کې د نمايش د تکټونو بيه يوازې شلګونه يوانه دي . نو هغه غواړي چې له ماشومانو او پلارومور سره نورې نندارې وګوري.هغه وويل (اواز..........) دا ښه فرصت دی چې په جي نان ښار کې ډېر غوره نمايشونه ليدل کېدي لکه دغه اکروباتيک ننداره .د دې فېستوال په موده کې به د ماشومانو په اړه ډېرې ډرامې هم لوبيږي . غواړم چې کله نا کله له خپلو ماشومانو سره يو ځای دغه ډرامې وګورم تر څو دوی ترې پوهنه تر لاسه کړي. سربېره پردې پلارومور هم له ځايي اوپراګانو سره علاقه لري او هيله لري چې دغه ډول ننداره هم وګوري.

د معلوماتو له مخې د روانې دورې په هنري فېستوال کې به د هنري نندارې معامله هم تر سره شي او کورنيو او بهرنيو اړوندو اورګانونو ته غوره پروګرامونه وروپېژندل شي . ښاغلي تاو چينګ وويل چې د دغې معاملې له لارې به د هنرې پروګرامونو ترمنځ سيالي رامنځته شي تر څو لازيات نندارچيان ترې ګټه واخلي.هغه زياته کړه (اواز.........) د اټکل له مخې په دې فېستوال کې به د کورنيو او بهرنيو شپږ سوه هنري اورګانونو دوه زره هنري پروګرامونه په معامله کې ګډون وګړي چې له امله يې د هنري اورګانونو اداري نظريه بدل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای