CRI Online

په کورونو کې د زړو کسانو پالنه او ساتنه د ډېرې پاملرنې وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2013-10-28 19:54:59

د نوامبر ١٣مه نېټه په چين کې د زړو کسانو له اختر سره برابره ده او د زړو کسانو د بشري حقونو د ضمانت د قانون له مخې لومړنی دغه اختر هم وه.د يوې شمېرنې له مخې د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې به په چين کې د زړو کسانو شمېر له دوه سوه مليونو تنو څخه هم زيات شي . په چين کې په زړه کېدو سره سره د زړو کسانو ساتنې او پالنې ته د ډېرو کسانو پام اوښتی. په دې وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د مرکې په ترڅ کې په کورونو کې د زړو کسانو د ساتنې او پالنې لپاره يو نوی شکل پيدا کړی دی. ښاغلي با وويل (اواز...........) اوس مهال د هغو کورنيو فشار ډېر دی چې پکې يوازې يو ماشوم لري .زما په اند که زوړ شم ، ښه به دا وي چې زړکتون ته لاړ شم .

د اولادونو د بارونو د کموالي لپاره د ښاغلي با په شان د هغو کسانو شمېر ډېر دی چې غواړي په زړکتون کې وساتل شي. د يوې شمېرنې له مخې د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې به په چين د زړو کسانو شمېر له دوو سوو مليونو څخه هم واړوي،خو د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د زړکتونونو شمېر يوازې څلوېستو ته رسيدلی دی .په دی نسبت د زړو کسانو د ساتنې او پالنې لپاره د خدمتي چارو د چټکتيا په هکله د چين د دولتي شورا له خوا په خپور شويو مقرراتو کې ټاکل شوی چې تر ٢٠٢٠ کاله پورې به په کورونو کې د زړو کسانو د پالنې پر بنسټ د استوګنې په سيمو او زړکتونو کې د دغو کسانو د پالنې په اتکا سره بشپړ خدمتي سيستم جوړ شي .

په دې وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د بېجينګ د استوګنې د يوې سيمې له زړو کسانو او معيوبينو سره له مرستندويه او خدمتي مرکز څخه ليدنه کتنه وکړه چې د حکومت له خوا يې پانګه اچول شوېده.يو سپين ږيری وويل (اواز...........) په مرکز کې کارکوونکي ښه خدمتي رويه غوره کوي او د کارکولو مسلکي اجازه پاڼې لري .سربېره پردې په خدمتي مرکز کې بشپړ بنسټيز تاسيسات شته دي د بېلګي په توګه خوړانځی ،د وېښتو پرېکولو ځای او روغتون هم شامل دي .

د معلوماتو له مخې په دې سيمه کې د کورنيو شمېر زرو ته رسيږي چې له دې جملې څخه د هغو کورنيو شمېر چې له اتيا کلنې څخه زيات زاړه کسان او معيوبين لري .نو د زړو کسانو د پالنې او ساتنې اړتياوې ډېرې دي.د چي اې جيا په نوم د زړو کسانو د پالنې او ساتنې د خدمتي شرکت د مشر لي انګ په وينا چې په ياده سيمه کې د زړو کسانو لپاره خدمت کوي،له دی امله چې همدغه خدمتي مرکز د حکومت په مټ د غير دولتي تصديو له خوا اداره کيږي، نو زاړه کسان يوازې د لږو پيسو په ور کولو سره د استوګنې په سيمه کې ځانګړی خدمتونه تر لاسه کولی شي. هغه وويل (اواز.........) يو لړ ځانګړی خدمتونه برابريږي د بېلګې په توګه کورني روغتياپالې ،روغتيايي روزنه او شخصي پاملرنه او داسې نور. مونږ په عمده توګه د زړو کسانو له اړتياوو سره سم خپل خدمت برابروو.

په مرکه کې د بېجينګ د های ديان سيمې د ملکي چارو ادارې مرستيال لي جي د دغه شکل لوړه ارزونه وکړه چې د کورنيو سرچينو او د استوګنې سيمو د سرچينو په کارولو سره زړو کسانو ته خدمت برابريږي.خو د ملکي چارو وزارت د خيرښيګنې چارو څانګې مشر جان چنګ فو هم داسې منلی چې له دی امله چې حکومتي تګلاره په ښه توګه نه ده غوره شوې ، نو د استوګنې په سيمه کې ځينی خدمتونه هم بشپړ او ښه نه وو، نو په راتلونکې کې به ددغې مسئلې لپاره اړوند تدبيرونه ونيول شي.هغه وويل (اواز.........) رېښتيا ده چې ځيني موخې تر اوسه نه دي تر سره شوې،په ښارونو کې يو څلوېښت سلنه موخې تر سره شوې ، خو په کليوالو سيمو کې دغه شمېر يوازې ١٧ سلنه وه.نو ځکه ټاکلي موخه نه ده تر سره شوې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای