CRI Online

د چين د تاويزم يو راهب له افغانستان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2013-11-05 15:47:52

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين يو راهب پنګ ليان په تېرو يووېشتو مياشتو کې د چين د شانګ دونګ ولايت د چينګ داو له لاو شان سيمې څخه د افغانستان هندوکش غره ته سفر وکړ چې واټن يې نژدې يو لک او پنځوس زره کيلو متره دی .په دې ترڅ کې هغه له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، خو په دې توګه يې خپله سوله ييزه هيله تر سره کړه.

د ژبو د نه توپير،د طبيعي چاپيريال د خرابېدو او سيمه ييزې جګړې د نه پای ته رسيدو په شمول د ډېرو ستونزو په وړاندې راهب پنګ د څه شی په اتکا سره دغه سفر تر سره کړ؟هغه دی ته ځواب ور کړ چې دا د چين له يوې کيسې سره تړاو لري.هغه وويل (اواز..........) د چين د سونګ او يوان امپراطورۍ په موده کې يوه نامتو راهب چيو چو جي د چنګيز سره د کتنې لپاره له شان دونګ ولايت څخه افغانستان ته لاړ.نو د دغه سفر لامل څه و؟په هغه وخت کې د چنګيز پوځ په منځني اسيا کې جګړه پيل کړه او هلته يې ګڼ شمېر بې ګناه عامه وګړي ووژل .راهب چيو چو جي هغه حالت وليده چې وګړو په جګړه کې غمونه ګاللي،نو ويې غوښتل چې د خلکو لپاره ځينی اهميت لرونکی کارونه تر سره کړي. نو ځکه هغه له خپلو شاګردانو سره يو ځای له شان دونګ څخه د بېجينګ ، داخلي او بهرني مغولستان، شينجيانګ، قزاقستان، قرغيزستان او ازبکستان په تېرېدو سره افغانستان ته ورسيد او چنګيز ته يې ويلی و چې څنګه دې عامو وګړيو ته پام وکړي او د جګړو مخه ونيول شي .چنګيز د ده وړانديز ومانه او خپل پوځ ته يې حکم ور کړ چې بايد بی ګناه عامه وګړونه وژنې چې له امله يې ګڼ شمېر کسان له جګړې څخه ځان وژغورل شول.

دغه کيسه د چين په تاريخ کې ډېره مشهوره ده.اوس که څه هم اته سوه کاله تېر شوي دي، خو ياده کيسه لاهم پر راهب پنګ ليان اغيزمنه ده. هغه وويل چې زه غواړم د دغه سفر له لارې دغه تاريخ ياد کړم او د فقيد راهب چيو چو جي د روحيې زده کړه وکړم تر څو سوله ييزه هيله د لارو په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته ورسول شي.نو د خپلې هيلې د تر سره کولو لپاره هغه د ٢٠١١ کال په فبرورۍ کې خپل سفر پيل کړ.هغه وويل (اواز............) زه غواړم چي د خپل سفر له لارې زما هيله د لارو په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته ورسوم مثلا هيله من يم چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي او په افغانستان کې ارامتيا بيا رامنځته شي.

راهب پنګ ليان په دې سفر کې هېڅ ترانسپورتي وسله نه ده غوره کړې او يوازې د خپل مذهبي عقيدې په اتکا سره په پښو يادو هېوادونو ته لاړ.په دې ترڅ کې هغه له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو د بېلګي په توګه بده هوا ،د ژبو ستونزې او د وسله والو ځواکونو تلاشی او داسې نور .هغه په خپل انټرنټي بلوګ کې داسې ليکلي (اواز..........) يوه ورځ هوا ډېره ګرمه وه او تر غرمۍ وروسته د اوبو په بوتل کې هېڅ اوبه نه وی،نو پرې ډېر انديښمن وم .په مازديګر کله چې باران اورېده،نازکه پلاستيکی پرده مې پرانيستلی او تر دې لاندې پټ شوی وم.د باران تر اورښت وروسته مې پر نازکې پردې اوبه په بوتل کې واچولې.

رېښتيا ده چې راهب پنګ د سفر مخکې داسې ستونزې اټکلي وې،خو مخامخ شوې ستونزې د ده له اټکل څخه وتلې وې.هغه زياته کړه(اواز...........) د دغه سفر مخکې ټول دوستان زما ملاتړ ونه کړ.ځکه چې هغوي پوه شول چې په افغانستان کې جګړه روانه ده،نو لارې يې ستونزمنې دی.خو زما په أند زه بايد دغه سفر تر سره کړم .دا حقيقت دی چې ډېر غمجين يم چې د افغانانو غمونه او کړاوونه مې ليدلي.که جګړه نه وای، افغان وګړي به نيکمرغه ژوندتير کړی وای.خو اوس حالت بدل شوی ،د سړکونو په اوږدو کې کورونه ويجاړ شوي او ډېر وګړي په خاورينو کورونو کې شپې ورځې تيروی.سربيره پردې د جګړې پراته د دې هېواد اقتصاد بيخي تباه شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای