CRI Online

له لوړې سره د يوه ليکوال مينه

cri     (GMT+08:00) 2013-11-19 17:51:33

هه ګوي چنګ يو ليکوال دی او د ه له خوا د ليکل شوي ناول نوم په لوړه کې استحکامچيان دي چې په دغه داستان کې د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د سمندر له سطحې څخه د پنځو زرو مترو په جګوالي د چنګهای –تبت په لوړه کې د سړک جوړولو استحکامچيانو سخت کړاوونه انځوروي.

ښاغلي هه اوس پنځوس کلن دی او د چين د سچوان ولايت په شه يانګ ولسوالۍ کې زيږيدلې او د ١٩٧٠کال په اکتوبر مياشت کې يې د يو استحکامچی په توګه د شپاړسو کلونو لپاره د چينګ هاي – تبت په لوړه کې د سړک جوړولو په سخته مبارزه کې ګډون کړی، نو له ځايي تبتيانو سره يې ژوره دوستي ټينګه کړې ده.

د ١٩٨٠ کال د يادونې په وخت کې ښاغلي هه داسی وويل (اواز١) څه باندې دېرش کاله دمخه زما په کلي کې يوازی راډيويي خپرونه اوريدلې شوم او حتی ورځپاڼه هم نه وه،نو د چينګهای –تبت لوړې په باره کې مې کوم مالومات نه درلودل ، يوازی په عسکري خدمت کې تر شاملېدو وروسته له تبتيانو سره زمونږ اړيکې زياتې شوې او يوازی په ١٩٨٤ کال کې مو د دوي سره پوره بلدتيا درلوده.

په ١٩٨٤ کال کې ښاغلي هه د چينګهای ولايت له تلويزيون سره د أه، هادا په نامه د يوه مستند فلم د اخيستلو همکاری وکړه او په ترڅ کې يې يو تبتي ځوان ايجي وپېژانده او ژوره دوستي يې ټينګه کړه. د ده په هکله ښاغلي هه وويل (اواز٢) له هغه وخته مو ژوره دوستي ټينګه کړې او کله نا کله د ده کره ميلمه شوم او ډوډۍ به مې ور سره خوړله .هغه هم تبتي سندرې وويلې او هادا يې راکړ چې دا يو ډول ورېښمينه پارچه ده او د احترام په توګه ميلمه ته ور کول کيږي.

د ياد فلم د اخيستلو په وخت کې يو وار د دوي موټر په خټو کې ښخ شو، ايجي يوازی تر ټاير لاندې د خټو کيندلو يو نيم ساعت وکړ چې په پايله کې موټر له خټو څخه وايستل شو.د ايجي کړنو پر ښاغلي هه ژوره اغيزه وکړه چې دغې کړنې د ده د ناول ليکلو لپاره لومړي مواد برابر کړي دي.

د چينګهای – تبت سړک تر بشپړېدو وروسته ښاغلي هه د تبت له ناچيو څخه تر چانګ دو پورې د سړک په جوړولو لاس پورې کړ، يوه تبتي ښځه خبره شوه چې ښاغلي هه به نوي ځاي ته لاړ شي، سترګې يې له اوښکو څخه ډکې شوې او ښاغلي هه ته يې د تبت يو ډول ځانګړی درمل د ډالۍ په توګه ور کړ.ښاغلي هه وويل چې که څه هم ډېر کلونه تير شوي دي، خو د هغې خبرې لاهم کله نا کله د ده په دماغ کې رامنځته کيږي . هغه وويل (اواز٣)هغې ما ته ويلي وو چې ښايي چې په راتلونکي کې در سره مخامخ نه شي، خو ستاسو له خوا جوړ شوی سړک موږ ته نيکمرغي رسوي.هر کله چې دغه سړک وينو، د تبت لپاره ستاسو خدمتونه يادوو.

د دوو سړکونو د غزولو له امله د ښاغلي هه او تبتيانو ترمنځ نژدې اړيکې ټينګې شوې او د تبت له لوړې سره مينه يې هم زياته شوې ده. په ١٩٩٦ کال کې خپل ټاټوبي ته تر ستنېدو وروسته ښاغالي هه په مطبوعاتي چارو لګيا شو، خو هر کال يې په سچوان ولايت کې د تبتيانو د هستوګنې سيمو ته لاړ. هغه وويل (اواز٤) هر کله چې د تبتيانو د هستوګنې سيمې ته تلم، ډېر خوشحاله او هيجان شوم ځکه چې له تبتيانو سره يو ځای ډوډۍ خوړل.زما لپاره يو ډول ځانګړی احساس دی.

ويل کيږي چې د چينګهای –تبت په لوړه کې کار او ژوند کول د ښاغلي هه په ژوند کې قيمتي شتمني بلل کيږي . له تبت څخه د وتلو څوارلس کاله وروسته ښاغلي هه په ٢٠١٠ کال کې په لوړه کې د استحکامچيانو په نوم د ناول ليکلو لپاره بيا تبت ته لاړ او دا ځل يې په خپلو سترګو د تبت او چينګهای ولايت ستر بدلونونه وليدل او ډېر خوشحاله شو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای