CRI Online

په چين کې غير دولتي روغتونونه

cri     (GMT+08:00) 2013-11-20 16:39:20

په دې وروستيو ورځو کې د چين د ټولنيزو علومو په اړه د اسنادو خپرندويه ټولنې په بېجينګ کې د ٢٠١٣ کال لپاره د چين د غير دولتي روغتونونو په اړه ابي کتاب خپور کړ .په دغه کتاب کې ويل شوي چې په چين کې د غير دولتي روغتونونو شمېر د لومړی ځل لپاره له لسو زرو څخه اوښتی دی چې د چين له ټولو روغتونونو څخه څلوېښت برخه نيسي.په اوسنۍ موده کې د چين د غيردولتي روغتونونو د تشخص او درملنې توان لاهم کمزوری دی ، خو د طبي نظام د سمون بهير د چټکتيا سره سره دا د طبي نظام د بدلولو لپاره اغيزمنه لاره ده .

د سان بو په نوم د دماغي ناروغيو روغتون په ٢٠٠٤ کال کې د بېجينګ د تيان تان نومی روغتون د دماغي ناروغيو څانګې د ځينو مشهورو ډاکترانو له خوا جوړ شوی غير دولتي روغتون دی .د څه باندې نهو کلونو د پرمختګ سره سم دغه روغتون د حکومت په منظورۍ سره د دماغي ناروغيو د درملنې لپاره دريمه کچه روغتون ګرځېدلی او هر کال درې زره جراحۍ عمليات ترسره کېږي .د دغه روغتون د جوړونې تجربې د يادونې په ترڅ کې د روغتون مشر جانګ يانګ وويل (اواز.........) د سيالۍ توان له لحاظه طبي تخنيک د درملنې کلي بلل کيږي .ناروغان له ډاکترانو څخه غواړي چې خپله ناروغی جوړه کړي.دوهم د روغتون خدمت هم د پاملرنې وړ دی .اوس مهال په لويو روغتونونو کې ناروغان ډېری دي .نو ځکه د ناروغانو ښه خدمت کول ستونزمين کار دی . خو غير دولتي روغتونونه د پرمختګ په حال کی دي او د ناروغانو شمېر يې دومره زيات نه دی .مونږ غواړو چې په طبي درملنه کې ناروغانو ته ډېره پاملرنه ور کړو.

د دا ليان د طبي پوهنتون پروفيسر چن شاو فو وويل چې که غير دولتي روغتونونه غواړي چې د سيالۍ توان لوړ کړي، نو بايد د درملنې اغيزې ،خدمتي سويې او د درملنې لګښت د کمښت په برخو کې ډېره هڅه وکړي. هغه زياته کړه (اواز...........)لومړی، دا ډېره مهمه ده چې غير دولتي روغتونونه بايد خپلې ځانګړتياوې ولري ،په بله ژبه دغه روغتونونه ناروغۍ جوړولی شی.دوهم د دولتي روغتونونو په پرتله غير دولتي روغتونه نور ښه خدمت برابرولی شي .دريم په غير دولتي روغتونونو کې د درملنې لګښت هم بايد د دولتي روغتونو په پرتله نور ټيټ وی.

غير دولتي روغتونونه د پرمختګ په ابتدايي پړاو کې دي چې د ډاکټرانو کمښت او د نظام نا بشپړتيا د دوی د پرمختګ د مخنيوی سبب ګرځي.په دی هکله په ٢٠١٣ کال کې د ياد ابي کتاب سر چلوونکی جو يوو دي وويل چې د طبي اصلاحاتو د ژوروالي او د طبي خدمتي سرچينو د بازاري نظام د جوړونې له امله به د غير دولتي روغتونونو پرمختيايي فرصت رامنځته شي .هغه وويل (اواز...........) د خلکو په منځ کې د غير دولتي روغتونو بڼه لا تر اوسه ښه نه ده .د ډاکترانو کمښت د دغو روغتونونو تر ټولو لويه مسئله ده.ډېر ډاکتران نه غواړي چې په غير دولتي روغتونونو کې کار وکړي.که طبي سرچينې په ښه توګه وويشل شي، نو غير دولتي روغتونونه به له دولتي روغتونونو سره ګډ پرمختګ موندلی شي. لنډه دا چې د عصري روغتونونو نظام په بشړولو سره به طبي خدمتي چارې هم غښتلی شي.

د چين د روغتونونو ټولنې د عمومي منشي مرستيال جوانګ ايي چيانګ وويل چې په راتلونکي ګام کې غير دولتي روغتونونه بايد په مثبته توګه د دولتي روغتونونو د اصلاحاتو په بهير کې ګډون وکړي او ور سره دې ښه همکاری وکړي او د دولتي روغتونونو د غوره سرچينو په اتکا سره به ددوي بڼه او شکل هم ښه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای