CRI Online

په عامو ځايونو کې بچيانو ته د مورنی شېدو د ورکولو خونو ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2013-11-25 16:18:35

بچيانو ته د مورنی شېدو ورکونه ګټوره ده.خو د چين په دننه کې بچيانو ته د مورنی شيدو ورکونې انډول کال په کال کميږي . د دغه حالت د رامنځته کېدو لامل ډېر پېچلی دی ،د بېلګي په توګه د چين په دننه کې په عامو ځايونو کې بچيانو ته د مورنی شيدو د ور کولو خونې ډېرې لږې دي او زياتې ميندې په دې بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.ريښتيا ده چې يادې خونې چې مساحت يې يوازې لس مربع متره دي، ميندو او بچيانو ته ښه چاپيريال برابرولی شي.

(اواز..........) بچيانو ته د مورنی شيدو ورکونه د ميندو او بچيانو لپاره ګټوره ده چې يوه خوا د بچيانو له لحاظه دا نه يوازې د بچيانو د روغتيا بلکې د بچيانو او ميندو ترمنځ د اړيکو ټينګښت لپاره ګټوره ده او بله خوا د ميندو له لحاظه دغه کړنه د خپګان پر ناروغۍ د دوي د اخته کېدو مخه نيسي.

بچيانو ته د مورني شيدو د ور کولو په هکله د بېجينګ د هه مو جيا نومی روغتون سلاکارې جانيفو چې پخوا يې په امريکا کې يوه قابله وه،زمونږ خبريال ته وويل چې دغه کړنه ډېره ګټوره ده.خو د ځوانو ميندو پرمخ يوه ستونزه دا ده چې په عامو ځايونو کې بچيانو ته د مورنی شيدو ورکونې ځانګړی خونې ډېرې لږې دي چې له امله ډېرې ميندې يوازې په تشناب کې بچيانو ته يې ور کوي.

د چين د ځوانانو ورځپانې پلټوونکی مرکز په ٢٠١٢ کال کې په دی اړه يوه پلټنه تر سره کړه چې له مخې يې د دوه نوي اعشاريه اته سلنې وګړيو په أندد خپل کور په شاوخوا عامو ځايونو کې داسې خونې کمې دي او پنځه اويا اعشاريه دوه سلنې وګړيو په نظر ښځې د کور څخه بهر بچيانو ته د تي ور کولو په وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی دی. زمونږ خبريال په دې وروستيو ورځو کې د بېجينګ په ډېرو دوکانونو او ترانسپورتي مرکزونو کې وليدل چې دا ډول خونې ډېرې کمې دي. يوې مور وويل (اواز.........) رېښتيا ده چې په لويو دوکانونو کې دا ډول خونې شته دي ، خو د نه موندلو په حالت کې د مجبوريت له مخې په تشناب کې ماشوم ته تی ور کوم.

د دغو خونو د جوړولو په برخه کې چين له پرمختللو هېوادونو څخه واټن لري.د جاپان د قانون له مخې په عام ځای کې چې مساحت يې له څلورو زرو مربع مترو څخه اوښتی وی، بايد دا ډول يوه خونه جوړيږي.سيلانيانو په جاپان کې داسی حالت ليدلی چې د جاپان په عامو ځايونو کې د دغو خونو شمېر د تشنابونو له شمېر سره برابر دی .د دې ترڅنګ استراليا له ٢٠٠٦ کال څخه هم پرېکړه وکړه چې په ټولو نوی جوړېدونکيو او ترميمېدونکيو ودانيو کې بايد بچيانو ته د تي ور کولو خونې برابرې شي.ميرمن چن چې تازه يې په امريکا کې يو ماشوم وزيږيده، وويل چې دغه خونې بچيانو ته د مورني شيدو د ورکونې انډول د زياتوالي لپاره ګټورې دي.هغې وويل (اواز...........) په امريکا کې د اوسېدو په موده کې مې له سمندري پارک څخه د ليدنې په ترڅ کې وليدل چې په تشناب او د دوکان په اړخ دغه خونې شته چې ميندې بچيانو ته د تي ور کولو په عين وخت کې لږ څه تفريخ هم کولی شي.

ډاکټرې جنيفور وړانديز وکړ چې چينايان بايد خپل افکار بدل کړي او د دغو کړنو درناوی وکړي . په عين وخت کې د چين حکومت بايد د يادې کړنې وهڅوي او ميندو او بچيانو ته مساعد عام خدمت برابر کړي.

هغه باور لري چې د چين په دننه کې لازياتې همدغه خونې جوړې شي او بچيانو ته د مورني شيدو ورکونه د ډېرو وګړيو ملاتړ تر لاسه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای