CRI Online

په يانګ شو ولسوالۍ کې د هالنډيانو لخوا جوړ شوي هوټلونه

cri     (GMT+08:00) 2013-11-26 19:43:14


کاريست د سي ار ای له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې


د ګه ګه شو په نوم د هوټل بهرنۍ بڼه


رولند د مرکې په ترڅ کې


د يو وو په نوم د هوټل بهرنۍ بڼه

ګرانو دوستانو! هرکال ګڼ شمېر بهرنيان د چين په جنوب کې د ګوی لين ښار يانګ شو ولسوالۍ څخه سيل کوي ، خو لږ يې په دې ځای کې په دايمي توګه د کار او يا هم ژوند کوي . خو دلته دريو هالنډيانو د يانګ شو ولسوالۍ په ورڅېرمه ګوښه ځای کې هوټلونه خلاص کړي او ښه پرمختيا يې موندلې ده. د بهرنيان په چين کې نننۍ کړۍ کې به له ما زرينې سره دغه هوټلونه وګورئ!

د يانګ شو ولسوالۍپه ای شان من کلي کې يو کوچنی هوټل شته چې د هالنډ هيواد د يوې جوړې لخوا جوړ شوی او په چيني ژبه کې ورته ګه ګه شو ويل کيږي. که څه هم د دې هوټل بهرنۍ بڼه ډېر د توجه وړ نه ده، خو د هوټل په دننه کې ډېر ښه ډيزاين شوی دی. ددې هوټل خاوند کارست او مېرمن يې پولين نوميږي. ولې په يو کلي کې دا هوټل خلاص کړی، ښاغلي کاريست په دې هکله داسې وويل:

((ډېر سيلانيان د رخصتۍ تېرولو لپاره يانګ شو ته راځي ، دوی دلته په بايسکل راځي او له دې سيمې څخه سيل کوي، غره ته خيژي يا نور تفريحي فعاليتونه ترسره کوي. موږ هم ددوي په شان دا ډول ځانګړي احساسات لرو ، د يانګ شو طبيعي منظرې ډېرې ښکلۍ دي او دغه د سيل او ساعتيري لپاره ښه ځای هم دی.))

په ګه ګه شو هوټل کې يو بهرنی خبريال ته داسې وايي :

(( له نورو سيلانيانو څخه مو د دې هوټل په اړه معلومات ترلاسه کړل. دغه هوټل په کلي کې دی دغه زموږ ډېر خوښيږي. برسيره پردې په دې هوټل کې د لامبو وهلو لپاره يو ډنډ هم شته او ښه خدمتونه يې برابر کړي دي. ډېر ښه احساس کوو.))

د څو کلونو د پرمختګ له لارې د ياد هوټل کاروبار ښه شوی دی چې له امله يې ای شان من کلي ته کاري فرصتونه هم رسولي دي. د ګه ګه شو هوټل يو کارکوونکي په دې هکله داسې وويل:

(( موږ د هوټل کوټې پاکوو او نور کارونه ترسره کوو او تر کار وروسته کولی شو چې د کرکيلې چارې هم ترسره کړو او خپل ماشومان وپالو.))

د ګه ګه شو هوټل پرته د يانګ شو ولسوالۍ په فنګ لو کلي کې د يو وو په نوم هوټل هم شته چې بڼه يې د اروپايي کلي غوندې ده، دغه هوټل د يو بل هالنډي ځوان رولند لخوا پرانيستل شوی. دېرش کلن رولند روانه چيني ژبه ويلی شي، د هغه همکار يو چينايی دی. رولندوايي، چې اته کاله مخکې دا پلان درلود چې په يانګ شو کې يوازې درې مياشتې تېرې کړم . خو وروسته مې احساس وکړ چې دغه يو ښه ځاي دی ، نو تراوسه مې دلته اته کاله تېرکړي دي.

رولند او د هغه چيني همکار هيڅ د ډيزاين او د ودانۍ جوړونې تجربه نه درلوده ، خو دوی د خپلو کوششونو له لارې يو ډېر ښايسته هوټل جوړ کړی.

رولند په دې هکله داسې وويل:

(( موږ د راغونډ شويو عکسونو او انځورونو او د خپل خيال له مخې خپل هوټل ډيزاين او جوړ کړدی دی.))

د رولند هوټل ځايي کليوالو ته ځينې ګټې هم رسولې دي. رولند وويل:

(( دلته د رسيدو په لومړي وخت کې موږ وليدل چې په کلي کې لار هم نه وه او هرځاي کې خځلې پرتې وې . د هوټل تر جوړېدو وروسته مو د دې کلي د چاپېريال د ښه والي لپاره د کلي له مشر سره سلامشوره وکړه چې له هغه وروسته مو ټولې خځلې لېرې کړې. اوس کلی ډېر پاک ښکاري.))

د څو ورځنۍ مرکې په ترڅ کې مو په يانګ شو ولسوالۍ کې د يادو هالنډي هوټلونو د برياليتوب په اړوند دوه مهم لاملونه پيدا کړل، لومړی دا چې دوی له ځايي وګړو سره ډېرې نژدې اړيکې درلودې ، له ځايي دودونو سره ډېر عادت شوي او له کليوالو سره د ګډ پرمختګ هيله لري. دوهم دا چې دوی د لويديځو سيلانيانو فکرونه ښه پېژني او له دې مخې غوره خدمتونه برابروي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای